(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

محمود نظري

استیضاح مستیضاح

هغه وزیر چې لګولې یې نه ده خپله بودجه

د هغه خوار له څه دپاره ترنګوی بیم باجه

چې د غلا په ویاړ رسیدلی دي دې مقام ته

هغه څه  پوهیږي  د وزارت د کار په لهجه

داچې چا را تناو کړی دی هغه ډنګر خوار

پوښتنه دي وسي له هغه ملی خاین خواجه

سپینې دې پرې سي د هغه  دشورا دوکیل

چې معامله کوي  اخلي له هر وزیره ججه

چرګې چې کټ کټ دلته  هګۍ اچوي هلته

هغه استیضاح کړئ که وي د هر چا زوجه

دهغه مالیار باید شا شنه سي په ډنډه

چې د ګلاب پرځای یې کړلې دي هنجه

هله خوږ خټکی د موږک خوراک سي

نه د چوپړ  د واک لپاره وي لانجه کونجه

چیرې چې مصلحت ونیسي د قانون ځای

هلته په هر مقام ټاکل کیږي تر ټولو امجه

خوشالۍ کله په  روغ زړه   دلته کيږي

چې په کور کې دننه  روانه وي ولجه

خره ته ګل نیول څه په کار دی خوري یې

هغه څه پوهیږي په مینه او ټنجه پنجه

 داهر پتنګ چې غوټې وهي په هوا کې

له لاندې تړل سوی په ښیښه يې مانجه

دا خوسکیان   چې غورځي پورته پورته

هر یو یې د موږي  تر زوره وهي ترانجه

په استیضاح مستیضاح وطن نه جوړیږي

که څه در سره  مل وي ددنیا څلور کنجه

چې مورمرداره سي ، زوی سي حرامي

د زوی څه ګناه  ده، مو ر یې کړه سکنجه

تر څو چې دا  مصلحتي نظام نسي چپه

نه لري دا پک سر بله دوا بله معالجه

ټنجه پنجه ( ناز او مکیز) ، امجه ـ بیکاره ، ترانجه ( ټوپ وهل )،

 

سیاسي هیواد

دافغانستان په تلویزیون کې  یو اعلان خپور سو:

افغانستان کې د یوې سمي لارې د پیدا کولولپاره یوه درنه  غونډه جوړیږي دسیاسي نظر خاوندان کولای سي خپل سیاسی نظر ګډون کوونکو ته وړاندې کړې .

 په هغه ورځ ډیر خلک راغلي وه او ښه ګڼه ګوڼه وه دچا  زړه خوشالیده  چې ووینې څومره خلک د وطن د جوړیدو ارمان لري او غواړي د سیاسي نظر د خاوندانو نظر واوري .

   د جلسې مسول سړی د خوشالۍ له څرګندولو وروسته   وویل : هر څوک چې غواړي خپل نظر وړاندې کړې په کتار کې دي په وار ودریږي .

یو هم ناست پاته نسو ، ټوله په کتار کې ودریدل،  له زړه مې شرک سو، له  ځانه سره مې ویل لکه چې دا اوړۍ به شړۍ  نسي .

مسول سړي د یوې ترخې مسکا وروسته  وویل :

 هر یو خبرې کوونکي  ته  یوه  دقیقه د  خبرو کولو وخت ورکول کیږي .

نو هر یو ه دځان له پيژندولووروسته ایله  یوښکنځل کولای سو .

 خو دهر ښکنځل کوونکي په لږیدو سره  دا کتار لا اوږدیدی . نو مسول سړي  څوکیدا ر ته وویل:

 یو نفر دوه واره مه پریږده چې  خبرې وکړي  .

خو کتار لا اوږدیدی .

مسول سړی بهر ووت که ګوري هلته یو میکیاژر  ولاړ دی د هر یوه جوله او ویښتان  اوکالي وربدلوي  او هغه بیرته د خبرو لپاره  په کتار کې دریږي .

  هغه  ویونکوچې په لومړي وار یې ږیرې د رلودی په بل وار  به یې کوچنی یا و خرییلئ او بې ږیرو بیا دهغوږیري  پر مخ ومښلولې .

 مسول سړی راِغی چې کتار کنترول کړي هلته په کتار کې  هلکان هم ولاړ وه، هغه له یو ماشوم څخه وپوښتل : ته هم خبرې کوې ؟

 هغو ورته ویل: یا، ما  خپل ماما ته دخبرو وار نیولی دی هغه څلور واري ښکنځل وکړه اوس په هغه سماوار کې چای څښي ما د پېنځم وار نمبر ورته نیولی دی .

لنډی بوڅۍ سیاستوال

په  خبروکله جوړیږي دا وران ویجاړ وطن

 چې د اوریدو یې څوک نه و نسته نه به  وي

یوه خبره کوه یوه اوره که کوې رښتیا سیاست

دلته داوریدو سیاست نه و  نسته نه به وي

 خړوسو سیاست  له خرواني لا کړ  ساده

بې سیاسته  څوک  نه  و نسته نه به  وي 

 هرچیرې ملت کش ناست دی درې ورسره مله  

بیله بوړي غله بل پوه نه و نسته نه به  وي

 دلته کفن کشان سوي ددې هدیرې  مجاوران

 ځکه د افغان  د وژلوغم نه و نسته نه به  وي

موږ چې ویل نغوتان دی رایې مو ورکړه

تر هغو نور سپورغوږي نه و نسته نه به وي

د جهاد او مقاومت په نارو یې نه یوغلط سوي

پوه و  ترهغو بل کیسه بر نه و نسته نه به وي

پيژنو دي تک سپینه په پګړۍمه وهه لاسونه

پردوته له تا بل چپړوس نه و نسته نه به وي

پرناقابل طبيب مو مخ سو  د ناروغانو

تر هغه بل کش بکش نه و نه سته نه به وي

  چی له خدایه وویریږي له هغه مه وریږئ

 په دوی کې له خدایه ډارن نه و نسته نه به وي

دهرغله چې لاس بر  سي هغه زموږ غټ پیر  سي

دهغه هر کار بېله کبیره ګناه نه و نسته نه به وي

ټوله لومړی وطن جوړوي دوی اول خپله خیټه

د وطن په آبادیدو یې باور نه و نسته نه به وي

 دجال  د وسپنو پر خروپه پښه تړلي راوستله

  تر هغو بل اوش کش کش نه و  نسته نه به وي

په ډيرو بینایانوکې  یې يو سترګى پا چا کړئ

تر هغه بل په سترګو معذور نه و  نسته نه به وي

هغوی د قیامت سور اور ته د ټینګیدو دي

خوشنو ډالرو ته د ټینګي نه و نسته نه به وي

 متل دی وایي لیوه پوستکی بدلوي نه سوچ

خپلو ګتو ته تر هغو پسه نه و  نسته نه به وي

داسلام او افغان نوم یې بد کړ ئ په دوی دجال

ددجا ل تر دې  بل  لوی ارمان نه و نسته نه به وي

نن  هر چوړی اووبالی په خپلو بدو کړو  ویاړ ي

په ښوکړو وړو ویاړ والا نه و  نسته نه به وي

د لوی تزن د غلام وي خورا لوی کش وکړوب

د علم دغلام دلته   ږوغ ږغ نه و نسته نه به وي

خبری ښې که بدي ګونګ سونګ  ته څه په کار دی

په هغه ملک چې غوږو واکمنان نه و نسته نه به وي

زموږ  له اوسني سیاستوالو جوړ سوي کورلي خره

د خپل او پردي توپیر پر هغو نه و نسته نه به وي 

 «نظری» ته هم  په  پوچو کارتوسو  ماشه کښوې

ډز نه لري چې باورت په کې نه و نسته نه به وي 

دواده کارت که د سینما ټکټ

د زوی واده  مي و، دوستان  دي خدای ډیر کړي نامي خدا ډیر وه، نو د لیري دوستانو له هر کور ه مي دوه دوه او د نژ دې  دوستانو له کورو مي پېنځه پېنځه تنو  ته بلنه ورکړه .

د واده  په شپه میلمنو ته دښه راغلاست لپاره د سلالون مخکې ته ودریدم دا چې  هلته دوه محفله وه؛ نو نابلدو خلکو ته مې هغه بل سالون ښووئ .

میلمانه راتله  . یو څو تنه نابلده  ځوانانو ته مې هغه بل سالون  وښووئ ، خو هغه ژر بیرته راغله، ما ته یې ویل :

 موږ د نظری د زوی واده ته خبر یو!

ما له روغبړ وروسته ترې  وپوښتل :

  ومه نه پيژندلاست ؟

 یو ځوان چې وېښتانو یې آسمان ته سلامي کړې وه  په ماته ژبه را ته ویل :

  زه د  ګل اغا زوی یم   ، پلار مي بل واده ته خبر و، ماته یې کارت راکړ چې له انډیوالانو سره دلته راسم  چې ته خوابدې نسې . دا ارمان ، دا مارک،  داهمدا، دابسیمیر زما د کالج هم صنفیان دي .

سر مي پرله وګرځیدی.

 بیا یوه ښځه د یوټولۍ ماشومانو سره  راغله، له هغو څخه مې وپو ښتل :

 پلار مو څه سو؟

یو ماشوم ویل: پلار مې ویل  زه نه ځم زما پر ځای دا کوشنیان بوځه چې سات یې تیر سي خواران  هیڅ  چیري نه ځي.

ما د هغو په لیدورته وویل : نام خدا !

هغې راته وویل : دوه ماشومان دیو لوی پر ځای دي او تر پېنځه کاله کوشني خو هر چیري فرې دي .

په تندي مې نری خولې راماتې سوې.

یو بل چې بلکل په اصطلاح رګ یې راسره برابر نه وو، نشه راغی ماته یې ویل :

طرف مه چپ چپ سیل نکو!

ما را کیبورد  والا فامیلي دعوت کرده .

په سترګومې توره شپه سوه.

دیو بل دوست سره چې څلور نابلده ورپسې  وه روغبړ وکړ :

ما ترې وپوښتل : میرمن دی نه ده راغلې؟

هغه راته ویل : د هغې پر ځای  مې دا میلمانه  راوستل.

 پر سترګو مې پیروی را واوښتی.

زه ګنګس سوم ، سالون ته راغلم، سندر غاړي ته مې و ویل :

 ولي سندرې نه وایې، اووه نیمي بجې سوې.

هغه  ځان پورته پورته کویاو  راته یې ویل :

ته  وه چې میلمانه خوسالون ته تشریف راوړي .

هغه میلمانه چې بهر ولاړ وه  هغو ته مې ویل :

راځئ سالون ته تشریف راوړئ!

یو راته ویل : و ده چې سندرې پیل سي .

په سترګو مې توره پرده راغله .

ددې لپاره چې ډوډۍ سمه توزیع سي دډوډۍکنترول ته ودریدم .

 دډوډۍ په کتار کې څو تنو دوه دوه غابونه اخیستې وه،ما چې ویل د سپین ږیرو لپاره یې وړي خو نه دمیز انډیولانو ته يې ځان ښکاره کاوه  ،یو یو لا هر کتغ او سلاته  اومنتو  په جلا جلا غابو کې میز ته وړل ، د هغو په لیدو  مې د جیب په نس  درد سو.

دسالون منځ ته ورغلم څو خلک ولاړ وه له هغو څخه وپوښتل:

 ولی نه کښینئ؟

 هغو راته  وویل :

چیرې کښېنو؟

پر ډیرو خالی څوکیو چا کوم شی ایښی و ،چا دماشومانو ګاډۍ پرایښي وي او چا خپل کوټونه پر ځړولې وه،ان چا پټوان پر ا چولې وه ...

هغو ته ورنژدې سوم خوږغ مې ډیر نری سو له خولې نه راوتی .

نو هوټلي ته مې وویل :

یو بل  میز راوړه.

 هغه په بوټی راوتلو سترګو راته وکتله، چې یاني کش

ضعف راباندې راغی  ، د یوه زړه راباندې وسو، خپل پټو يې له څوکۍ څخه ایسته کړه او زه یې پر کښېنولم او په دستمال یې پیک راباندی واهه  او ویل یې :

 خیر دی دا په هر چا راځي حوصله وکړه خدای به برکت درکړي .

یو څو تنه د کار په کالو کې راغله   او ما ته يې چې نیم حاله وم په انګریزي  ویل: موږ  ته اوس  د ماما غفور زوی  تیلفون وکړ، چې  دواده کارت ضایع کیږي  موږنه ځو ، که څوک په کارخانه کې بیکاره دي واده ته دي  ولاړ سي، چې نظری کاکا خپله نسي ، نو موږ له کاره راساً دلته راغلو.

پر سترګو مې پیریان راغله.

له زوم سره په میزو ګرځیدم د یو کورنۍ ټوله ټبر راغلی و څلور میزه یې  نیولې وه

له ځان سره یې خپلې لوڼي او د هغو ټوله خسر ګڼی هم راوستلې وه.   هغې ویل دا ټوله زما کورنۍ ده  .

په سترګو مې توره دربله سوه .

له ځان سره ویل  : اې خدایه ! دا خلک کورنۍ او ټبر هم نه سره پيژني .

یو  څو هلکان چې نشه وه ،ما  له هغو څخه وپوښتل له کومي خوا یاست ؟

هغو ویل: موږ د سالون والا له خوایو.

پر سترګو مې پیروی راواوښتی. او پټه خوله کښېنستم.

یو دوست  له اړخ ونیولم او راته يې ویل  :پر ځان یې تېروه.دا دوران  پر هر واده والا دی

 او په ترنم یې زما په غوږ کې ویل :

یاره ځان سمبال کړه پر ځان یې مه ډیره

ددوه غابه دوستانو مه کړه ګېله ګوڅه

زموږ دپوه دوستانو نازول دی غزول

اوس  ته په حوصله اوره د هغو ګیله مانه

په دې وخت کې یو بل ته  ویل :

موږ ته چا منتو رانه وړ

بل ویل :   وچه ډوډی یې سوځلی  وه...

سترګې مې پر سر ودرېدلې .

***

د چوکو سترګو جنګ

 

په واده کې  لیدل  کیږي هر ډولې سترګې

له زمری نیولي د موږک او پیشې سترګې

د واده والا  خوله چینګه په زړه الله الله وي

میلمه ته ښه راغلاست وایي په عزتې سترګې

یو له بله پوښتي د ناوي لخوادی که  له زومه

چې وویني   هریو  ډیرې سپخېدلې سترګې

هغو چې راوستي دي له حساب او کتابه ډیر

هر چا ته مالومیږي  دهغوی ګونګې سترګې

هغه چې په مبایل اخلي د جنو عکسونه

لري یو څه  له نصابه   زیات چوغې سترګې

هغه چې چوکۍ یې نیولې دوې او درې

دهغه دموروي ډیري  د پیشې سترګې

هغه چې بې ځایه غابونه راوړي میزو ته

له نیکه  اوپلاره لري  زړه خوږې  سترګې

هغه والدین چې سر نه ګرځوې په اولادو

هغوی لري مورزاده  دغويي سترګې

د هر غاب او څوکۍ او میز په ډیریدو

له واره سي د واده والا  چپکې سترګې

هغه چې خبر کړي دي هغوی  درېیم ګروپ

دهغو په لیدود واده والاسي  چوغې سترګې

هوتلي چې ستا په کچه ډوډۍ پخه  کړې ده

په هر اضافي غا ب یې  سي دلرګي سترګې

نشه سندر غاړي ته چې هرڅه ووایې هنرمند

اخیر دلاک  درښیي خپلی کونې سترګې

یارانو واده د سترګو جنګولو مینا با زار دی

نبض لوړیږي په لیدو دهرفلمي سترګې

ځان یو غوړپ کوي ټول لطیف جنسونه

د یار لپاره دي د هغه شپې  کجلې سترګې

جنو دسترګو لو مې ایښي دي ځوانانوته

دپړانګ،  بیزو ،  دچابلغمي لینزې سترګې

دساټو باټوښځو  مړونه انتظار کوي د شپې

چې کله به ځان موړ کړي په خمارې سترګې

بده ښځه که هر څو وي دلوی سړي میرمن

یو وار اړوی هر چا ته خپلې کانټکتې سترګې

که غواړې ووینې په واده کې خپلې سترګې

غټي ونیسئ په اینه مصف کې تنګې سترګې

خدایه هر افغان ته  ډیري ښادۍ ورکړې

چې میلمانه یې  بې اینکو نه کړي کړغې سترګې

د دوست واده و نه بولې  دوست دغوا لنګون

په سپین سترګو راسته کړې توپکې سترګې

له نشې څخه وکړئ سترګه اي دوستانو

چې د ښځو په ګریوانه مو نسي سرې سترګې

چې خبر وي هغه دي راسې واده ته  په عزت

چې واده والا درته ښکاره  نکړې برګې سترګې

د واده سالون، سینما نه ده زما ګرانه وروره

دا اسره  مه بوله یاره په چکمکې سترګې

هغه چې زیات راولي  وایي کوم دود و بایده

مخ پيټک یې شل وي په نه تخېدلې سترګې

لاس مه  سره ورکوئ یارانو د زوم پرضد

پښې پسې ور اخيستل کار دی  دټیټې سترګې

دزوم له  سترګو څخه خاشه اخلئ یارانو

په واده کې نسې ستاهم عیني غیني سترګې

بدنیته سړی  که هر څو وي ستا دوست

هرومرو درپسې لغړوی ډیم فولې سترګې

نظري دومره دي سترګې  سترګې یادي کړې

کاشکې نه وای په دنیا کې فریبې سترګې

 [ سترګه کول ]  شرم کول ،  [ سترګی تخېدل ] شرم او حیاپر چا غالبیدل، [ سترګی پر سر درېدل ] قهر و غضب کیدل،[سترګی سپخېدل ] څیری کیدل، [ خوله ایله کول ]بد ویل،[ له سترګو څخه خاشه اخیستل ] دلسوزی ، [پر اسره پیښېدل] غنیمت و مفت شی ګنل.

کړغ سترګی ( کمزوری سترګې)،ټیغ سترګې ( سترګی بوتی راوتلی )، ، چوغی سترګی ( وړی ستر ګې)، چوکی ستر ګی ( یوه غټه بله وړه )

میریه دښو دې تیرغمونه مه راوړه!

د ولسوالي میراب ټوله ورځ په سیوري کې ناست، پښې يې یو پر بله اړولی وي ، په کډو سر به يې د بادرنګ پوستکي ایښي وه او له عادت له مخه  یې  تل خوله پر غلطه ښوروله.

میری د لوی کلي د راي په اثر د  ولسوالی  میراب سوی و ، دې رایو هغه شوده  سیاسي کړ، دا خیال يې  په سر کې پیدا سو چې دالوی کلی خو خپل دی راسه دا د بر کلي خلک هم خپل کړه،  بیا چې ژوندی يې میراب  به  یې  ،نو په ځان کې يې څه  بدلونونه راوستل، مخکې یې د  کرک کڅوڼه په لاس کې ګرځوله  خو اوس  یې پر ځای د زرکې د لرګوقفس ګرځوي، د رغچینې پر ځای يې قره قلی پر سر کړه ،د پټو پر ځای یې  چپنه   واغوستله ،کرار کرار يې  دهغه بل کلي چمونه   پیل کړه ، اوس داسې مالومیږي چې کارغه د زرکې رفتار کوي، خپله غټ مټ او پنډ سړی دی خو ږغ يې لکه د ښځې  نری کړی  دی  او لکه د مور یونازدانه زوی د ژبې پر سر  خبرې کوي.

هر څوک چې  اوبه غلا کړی هغه  دا بد کار په لوی کلي ټپي او هغوته یوسترګګ وهي .

دا چې کوشنی کلی تر لوی کلي نیم  دی نو دهغو د اوبو ویش د امیر کډو له وخته  نیم وو خو میري دلوی او کوشني کلیو تر منځ د د یموکراسي په نامه  دا اوبه برابري ویشې

اوبه یې سمي نیمې هغه بل کلي ته ورکړې، چې څوک ورته ووايي: میریه دا څه کوې؟

 هغه په سترګګ ورته وایي: زه ستاسو د کلی یم  مه کوه چې هغوی داسې ونه ګڼي ،چې ګوندې زه ستاسو په خوا یم .

خلکو ورته ویل : میریه چې ګټه دي نه رسي غمونه خو مه راوړه ، موږ ته دسبا لانجې مه جوړوه .  ته خدای کډو پیدا کړی یې،  هغه چې پوهيږي هغه ځوريږي او چا چا ورته ویل نر د ښځوپه کار ښه  نه مالومیږي .

خو چا ته وایې دا خبرې لکه خوشایي په وچ دیوال نه مښتله .

 یوه ورځ څو تنو هغه د اوبو په مورۍ ومنډی بیا هم  د لوی کلی خلکو هغه راویست  ،هغه لکه چمبر خیال کوږسوی و، نه سمیده، خلکو په تورو تیلو غوړ کړ. هغه چې نیغ سو،نودکوشنی کلي د اوبو ویش یې تر لوی کلی دوه چنده کړی.

 د کلي زړو خلکو  ویل چې باران و نه درېږي، سيند به روڼ نسي، نو دلوی کلی څو ځوانانو د هغه سر د اوبو په مورۍ ننیستی . میری د هندوانو په خبره د بګوان پياري سو

 خو د خدای  وهلی میری غوټې لکه د ځوان کوچي د پرتوګاښ غوټې په کلونو کلونو غټو نه خلاصیږي .

 

سپي او سګوانان به  ورک سي له  رښتیاګو

چې یو وار دې وطن ته راسي سپي مرګو

هغه وخت د خاین تخم ورکیږي  له عطاره

چې  لیکوالان مو سر راپورته کړي له زانګو

دهغو آس  به په سپينه خوړه نوک ووهي

چې آس  ځغلوي په دې هیواد کې په غبرګو

هغه کسان به سي کوچني  اولوشتکیان

چې په کورۍ  یې ځانونه کړې دي ډانګو

د تل شین بوټي پاڼې به  دمني باد ژیړي کړي

چې په بڼ کې راغورځیدلی لکه ګومانډو

هغه شرمښان چې له هر خوا څیري رمه

هغو ی به له رښتیا وخو ري وهل د ډانګو

موږکان به د کولمو په شوله سي اخته

چې د نر پیشو د راتګ واوري   غړانګو

تر کله به خوښوي راته  مشران نوره دنیا

تر څو به چپ یاست یې د ازل ګونګو

لاس ته راوړنه یې ده اختلاس او غصب

نفاق،  رشوت او ډول ډول نورګو  ماګو

هره کارنامه حک کیږي په شناخته د تاریخ

څوک  مین د خپل ساز څوک د پردو ترنګو

د غلا په پیسو د چا وږي سترګې نه مړیږي

که ولري ددنیا په بانکو کې په لکو هرخښتګو

درباني چې له بودجې یې  ډیر پاته سوه سره

اهل یې دمقبرې لپاره دولت ته دی  په سلګو

لاسونه  سره یوکړئ اې  وطنپالوځوانانو

په مورۍ ننه باسي ککرۍ  ددې جیګ جیګو

د امریکا پروګرام  د ځان  بولی ډک لاس

بیا خپل سغل ماتوي  په لیټۍ دبدلوجرګو

خدایه څه مداري دي کړی زموږ په پېټه

شرم یې په سترګو کې نه سته دسترګ لرګو

مداریان نا شوده کارونه کوي  په ډمبکو

دا سیاست مداریان یې کوي دغلوپه جرګو

ترې پاته نسوه کوم ملي او معنوي ارزښتونه

خدایه ، په دې خلکولا څه کوي دا چاغ تګو

ناتو چې دومره مړه کړه چا ورکړی و مصونیت

چې اوس دي نری خوله را ماته سوه په اننګو

هر څه چې ستا ګټه وي هغه کوې چلولو

ولي لوبې کوې ټګه  په دې رنګارنګو رنګو

هغه متل دی چې ما نازولې ما غزولې

له خدایه غواړم دوطن خاینانو ته مهیرګو

دا دنیا هغومره چې خورې ستا ده اې ګوګو

یوه  ایکۍ نه ځایږي په دې لحدو وړو تنګو

دسترګو اوبه وتلی ( بې حیا کیدل)، ګومانډو ( پوڅکۍ)، ګوګو (احمق )، غبرګو (

چارنعل) ، ډانګو ( جګ)،غړانګو( بده آوازه)، مهیرګ ( وبا)، ،چاغ تګ( تیز تیز تګ، 

-
بېرته شاته