(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دذبیح الله شریفي شعرونه

حق ویل د هرچا کار نه دی

په د وطن د جنګ توفان روان دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
دلته مونږ ته بنګړی سری شوڼډی شراب ساقی خومار مه یادوه
د ښو ځوانانو دی پاتی ډیری کوڼډی د لیلا د غاړی هار مه یادوه
د غمونو زمونږ په ګلستان باران دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
د هر چا خونی ورانی دی له هیندی سیریال نه مونږ ته غزل مه جوړوه
څوک مسافر دی ژړاګانی دی خوار شی غزل د لیلا د اوربل مه جوړوه
زوړ که ځوان دی ناخبره له ځان دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
د شهید یتیمان په ژړا په غم دی د خدای لپاره ورته پلار یادوه
لاره مو ده ورکه کړی تور تم دی نوم د هر ظالم هر غدار یادوه
هر څوک مریض ډیر په خپګیان دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
هق ویل د هر چا کار نه دی په زخمونو مو مالګی مه دوړوه
دروغجن مکار مو یا ر نه دی هڅی د دروغو غالی مه غوړوه
ټول دوستان راته جوړ شوی ښامران دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
که یادوی یی شی په هیلمند لوګر جنګ دی د صوات وزیریستان بمبار یادوه
د ناتو دبم باریو له لاسه هر کور په وینو رنګ دی د ملایانو حلالول په جار یادوه
دلته د ټوپک سالار زور دوران دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
هر څه مو لیلام شو د عربو د ایران د پاکستان د غلامانو تیری هر ظلم مه هیروه
ولی نوم د وطن بدنام شو د هینتهاریانو هملی وغتده د پښتنو هر وژنه هر غم مه هیروه
د هر چا له لاسه زړه مو پری پری فریشان دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی
وطن له خبګیانه ړنګ بنګ دی د چوپو وکیلانو وزیرانو لیکوالانو بی خبری یادوه
ذبیح لله غلی شه هر شعر د بدرنګ دی د کرزی او مولا عمر بی غوری یادوه
نن د هر چا سپینو خبرو کی تاوان دی
په دردونو کې د هر افغان ګزران دی

 

عاشوقي می څه کوله

عاشوقي می څه کوله

اوس یی دغه سمر شو

زړګی می سوری سوری

د جفاګانو په خنجر شو

نه خبونه نه راحت لرمه

هر څه می لاړ در بدر شو

له خپل ځان دنیانه نا خبر یم

حال می له لیونیانو نه بتر شو

ژوند می رانه ورک شو د پخو

ګل غوندی په هواکې فر فر شو

یم ورلاندی ستومانه وړی یی نه

شم دغمونو لوی پڼډ می په سر شو

ذبیح لله خپه خپه سرګردانه ګرزیږم

اوس خو زیندان راته خپل کور شو

کندهاریان غمجن بندیوان دي

خوږمن د کندهار ټول انسانان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

بمونه په وریږي  کندهار زوریږي
هر رنګه سختی    ورباندی تیریږي

خپه خپه یی ټول ماشومان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

په کی شخړی دي    خیټی یی مړی دي
د غلو او رازنویی    په کی جګړی دي
   
په وینورنګ ټول وطن دی
کندهار غمجن بندیوان دي

توری تیری دي    چیغی دي ناری دي
په ښه ځوانانو یی    ډکی هیدیری دي

په کی پراته زخمیان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

بندی د هرغم دي    خبګیانونه یی اړم دي
نن یی هر خواکی  جوړ تور تم دي

هر کور کی کوڼډی یتیمان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

تالی یی خرابی دي  جګړی هر شیبی دي
د سرو مرمیو په کی    بلی سری لمبی دي

څوک یی زیندانوکی بندیان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

جنګونه یی نه سړیږي    هر رنګه ژړیږي
د مرګ توره بلا یی  په وینو نه مړیږي

هر څه یی وران وران دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

ظلمونه یی په سردي    دردونه یی ډیردي
کوم به یی یاد کړی      هر څی یی دربدردي

ورنه تاو فوزد هر دښمن شیطانان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

خزان ده په ګلانو یی  روانی د شهیدانو یی
جنازی دي غورزي    خاوري په ارمانو یی

په تماشه یی ټول جهانیان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

قلم د ذ بیح الله به یی    کوم درد بیان کړي
خدای د صوله راولی    کرار ټول وطن کړي

ارمان له خړو خاورو لاندی ښه ځوانان دي
کندهاریان غمجن بندیوان دي

ښکلی کندهاره

ګلالی جانان جانان کندهاره
زخمی وران وران کندهاره
خوشحالی یی در څخه وړي
شاهزاده ګران کندهاره  زمونږ
له ټولی دنیا راته خوګ یی له هر
پارهارد ځار شو اتل روښان کندهاره
هیڅ کله د نه هیروو ښایسته
له هر چا له ټول جهان کندهاره
جګړو کی راګیر یی الله د رحم
وکړی زمونږ ګلستان کندهاره
په سرو وینو کی لت پت یی
بی وسه فریشان فریشان کندهاره
د څو بی غیرتو بچیانو له لاسه
ژړیږی ارمان ارمان کندهاره
وس نه لرم زړکی می درباندی
دردیږی قربان قربان کندهاره
زه ذبیح الله د په پاک الله سپارم
غیرتی تورزن قهرمان کندهاره

پښتنو ژبه

د غیرتمنو پښتنو ژبه ده
دا د جرګو پیسلو ژبه ده
ولله خوږه له هر چانه پښتو ژبه ده
په ما له خپل ځانه ګرانه پښتو ژبه ده
ځار له هر لغته شم پوره اسانه پښتو ژبه ده
مور راښودلی د پښتو ژبه ده
دا د جرګو پیسلو ژبه ده
پښتو به سر ته رسوي هر پښتون
هر رنګه پالنه به یی کوي هر پښتون
خپله لیلا به یی جوړوي هر پښتون
د غه مو د پلار او نیکو ژبه ده
دا د جرګو پیسلو ژبه ده
ګټنه یی له هر چانه په مونږ فرض ده
له هر دښمنه یی ساتنه په مونږ فرض ده
راتلونکی نسل ته سوچه لیکنه په مونږ فرض ده
ډیره درنه د ویجرو ژبه ده
دا د جرګو پیسلو ژبه ده
ګیلمن له هغو یم چی پښته نه د خپلو تاریخو نه کوي
ذبیح لله چی پښتو وایي او پښتو نه کوي
الله د دغه سی خلکو په خولو نه کوي
د جیږو غرو د کوچیانو ژبه ده
دا د جرګو پیسلو ژبه ده

 خوږه پښتو ژبه ده
مور راښودلی په زانګو کې خوږه پښتو ژبه ده
شعر شاعري کې اسانه ده دا د وجیرو ژبه ده
تل یی راته سالي د مړانی کیسی افسانی دي
واوری پښتنو دا ډیره ژړه د پیړیو ژبه ده
چی تل د نړۍ غټو غلیمانو ظالمانو ته ماتی
ورکړی دي دا د هغو توریالیو جنګیالو ژبه ده
چی یی له وړکتوب نه په پټاره سوزني کې کلک
تړلي وي دا دغه سی کلکو کوچنیانو ژبه ده
چی په زیندانوکې یی هیره نه کړه غفار خان
ولي خان اجمیل خان دا د دغسی سړو ژبه ده
چی د قام ژبی مخ کې له هر څه نه تیر وو
کبیر ستوری ذبیح لله دا د دغسی باتورو ژبه ده

 د پښتو ساتنه لکه فرض لمونځ ده !؟

پښتو څه اسان کار نه ده ساتنه غواړي
پښتو ژبه لکه فرض لمونځ پالنه غواړي
د خپل مملکت له درباره یی راوشړله پښتنو
دښمن مو د پښتو ورکول له وطنه غواړي
په هر مجلس کې یی په شرمنو وشرمه وي
پښتنو پښتو لکه ناموس ګټنه غواړي
تش په خوله څه نه کیږي دا هر څه
د ژباړلو رنګا رنګ کتابونه غواړي
خلکو ورسولی خپلی ژبی تر اسمانه
ذبیح لله وایی پښتو خدمت له هر چانه غواړی

 پښتو
راځی چی پښتو ژبه روښانه کړو
راتلونکي نسل ته یی اسانه کړو
چی په ډک مجلس کې پښتون په
بله ژبه لګیاوي نو ګیله له چانه کړو
لکه د انګلیش یی ساتنه وکړو
نور یی ګټنه له هر چانه وکو
هر پښتون ته یی په زغرده
د ساتنی سپاریښتنه وکړو
ورته جوړ یی خپل قانونه کړو
ورباندی ډک رنګا رنګ کتابونه کړو
له یوی خوا ورنه تاو وردو ده له بلی
خوا پاړسو نور ورنه ورک دا ظلمونه کړو

 کار د ځوانانو دی
قامی یوالی جوړول کار د ځوانانو دی
د قام اولس ویښول کار د ځوانانو دی
لر او بر راویښ شی په وطن د ازادۍ
انقلاب راوستل کار د ځوانانو دی
د پلار نیکو تاریخونه ولولی نوری
ارمان پوره کول کار د ځوانانو دی
راځی چی د سولی ډوی بلی کړو هر
غلیم غدار سړل کار د ځوانانو دی
دا خپل منځیني له یو بل سره د نفرت
جنګ جګړی ودرول کار د ځوانانو دی
سره یوه جرګه شی ذبیح لله انقلاب ته
سندری تراڼی ویل کار د ځوانانو دی

سولی یو ځلي خو راشه
زمونږ هر کور کلی ړنګ بنګ ده سولی یو ځلي خو راشه
د وطن هر خوا کې مو روان جنګ ده سولی یو ځلي خو راشه
هر څه په کې وران ویجاړ دي په راوستلی یی په ویر ماتم ده
ښکلی وطن مو په ولله ډیر بد رنګ ده سولی یو ځلي خو راشه
د غم جګړو له لاسه په مونږ باندی تیریږي قیامتونه دلته هر
انسان ته چی ګوری له که ملنګ ده سولی یو ځلي خو راشه
هر خوشحالی ده له مونږ مخ اړولی مدام په چیغو نارو یو
زړونو مو نیولی د وینو زنګ ده سولی یو ځلي خو راشه
څه خیالي انسانان مري ټول وطن مو هیدره شو غماز مرګی
راروان هر چاته رنګ په رنګ ده سولی یو ځلي خو راشه
د ذبیح لله قلم خو وایي په کې ورک د خوارانو غریبانو د خپه
زړو د خوښیو مستیو شړنګ ده سولی یو ځلي خو راشه

 د ازادی سوله
راشه راشه دا تور تمونه توری تیری
د جنګ ځپلي وطن راته رڼا کړه سولی
خپه خپه غمجن له غمه ډک زړونه خوشحاله
د خورانو غریبانو د هر چا کړه سولی
نور بس ده ډیر مو وژړل له هر نور مو
له کور نه ورکه د غم دغه بلا کړه سولی
مونږ وګي تږي نحر د خپلواکی یو راته
بلی ډیوی د انقلاب په هر خوا کړه سولی
وطن مو ړنګ بنګ بدرنګ ده د جګړو له لاسه
راته یی روښانه د ازادی په ښکلا کړه سولی
افغانان ټول درته سترګی په لار دي ته نه راځی
خدای د راسره پخلا د ذبیح په دعا کړه سولی
سولی ولی نه راځی ؟
ژوند لکه د پخو ګل په هوا شو ته رانغلی
هر څه مو لاړ چور  تالا شـو ته رانغلی
دومره بدرنګ هم نیو کله تا نه چی هـیریو
مونږه او خوښی سره جـودا شو ته رانغلی
هر خیال او ارمان مولاړ بندیـوان دغم شو
زړونه تش له خوښی او خندا شو ته رانغلی
سآ اخلو له نا چاری څخه پراته لکه لا شیو
ژوند مو په خندا  مسخره د هر چا شو ته رانغلی
تیاره ده له هر خوانه ماتم ده لاره ده ورکه توره
په مونږه میلمه غمونه د ټولی دنیا شو ته رانغلی
له کوفارو ګـیله نکړو ملګری د شیطان دی
خوراک د دوی دهر بم اوغلا شو ته رانغلی
د شیخانو مولایانو د فیتوو اوغرغرو ښکارشو
مونږ د هر ظلم په ویر او ژړا شو ته رانغلی
خدای دی د لوی قیامت ښکار کړه نـاځوانی
مونږه په هر مرض مو بتلا شو تـــه رانغلی
زه ذبیح الله بــــه د وکړم هر شیکایت الله ته
ورکه شی خوراک دهری بلا شوته رانغلی
زما وړی لیلا ګوناده تــــــوری سترګی سره لاسونه مو سافریکی
ما طالیب جان ته هم نارواده اسکه غاړه جیګه شمله موسافریکی
زما د رنګین اشنا خوښ دی ګلونـــــــــه رنګ په رنګ کی
زما هم قسم ده هروخت به ورته راځمه رنګ په رنګ کی

  ته رانه غلی سولی
ژوند لاړ کڼډر کڼډر شو ته رانه غلی سولی
دربدره خوار او زار شو ته رانه غلی سولی
ټول وطن مو ویجاړ زخمي زخمی په جنګ
جګړو کې لر او بر شو ته رانه غلی سولی
تل مدام د ځوانیمرګو په کې جنازی روانی دي
دا جنګ نور هم سرور شو ته رانه غلی سولی
هر کلی یی له ایتیمانو راته ډک کړ د دنیا له
خوښیو مو زړه سبر شو ته رانه غلی سولی
د ذبیح لله قلم خو وایي قسم ده هر افغان زخمي
زخمي د زړه په سر  شو ته رانه غلی سولی

سوله رانه غله
ورکه سپینه کفتره ده
بیا رانه غله مروره ده
هر څه مو وران ویجاړ شو
دا ناځوانه لا منتظیره ده
د زوریدلوغمجنو انسانانو
زړه ورته بی سبره ده
ډیرو یی ارمان ګورته ویوړ
کبرجنه ډکه له غروره ده
نه پوهیږم ولی د چا غږ نه اوری
چیرته ناسته غلې قراره ده
زه ذبیح لله شریفي به په جرګه
ورشم پته یی له چا سره ده

 و سولی راشه
و سولی راشه د افغانانو عیراقیانو
دا د غم تورتومنه رڼا کړه
ډیر ودردیدل وژړیدل نور یی
وچی له سترګونه ژړا کړه
له یو بل سره مرور خپه
سرګردانه زړونه پخلا کړه
پاک دا بی زایه سمتي میلتي
غلت نفرتونه له هر چا کړه
ډیر انسانان یی وخوړل ورنه
ورکه د جنګونو غمجنه بلا کړه
افغانستان عیراق ښایسته باغچه دی بیا یی
خزان وهلي ویده ګلونه په خندا کړه
خدایه ته ورته ووایه چی راشي
قبول مو دغه سوالونه دعا کړه
ډیر یی ارمانجن یم زما د ذبیح لله
شریفي دا ارمان خبونه ریښتیا کړه

د سولی کاروان
راځی جوړ د سولی کاروان کړو
خپلواک لر او بر افعانستان کړو
ورکی دا دغم توری شپی کړو
روان په د لاره هر افغان کړو
تر څو به هم دا شان ویده مده یو
د وطن نوم روښانه په جهان کړو
د علم د ریښتن ولې ډوی بلی کړو
هر غریب ویده میده په لړزان کړو
دا وران ویجاړ وطن جوړ کړو
راټول مسافر کوڼډی یتمان کړو
لاسونه د ورور ولی سره ورکړو
د وطن غلیم غدار نور هیران کړو
  د پلار نیکو مړی خوشحاله کړو
په لار د ازادی ځانونه قربان کړو
ورځ له بلی بتریږی تبا برباد شو
رازوندی د سولی نوم نیشان کړو
تر کومه به هم داسی چوپ غلی یو
ذبیح لله تر څه وخته به خبګیان کړو

 رڼا ده سوله
د ماتمونو د تور تیر رڼا ده سوله
د ژوند او وطن هره ښکلا ده سوله
راځی چی سره یو موټی شو وطنوالو
مینه محبت خوشحالي خندا ده سوله
د ازادی د پیغام زیري په کې شته ده
چتر د خوش بختی په هر چا ده سوله
په کې شته ده حیکمتونه برکتونه د الله
ډکه له ایمدونو تمو تمنا ده سوله
هم د نن کټه ده هم د راتلونکي نسل
لپاره لویه سر مایه د سبا ده سوله
د ژوند پر مختږ لپاره لویه وسیله ده
خدایه زما د ذبیح لله لویه دعا ده سوله

 د سولی زیری
کلونه وشو چی مسافر یم لویه خدایه
پردي وطن کی در بدر یم لویه خدای
خپل کور کلی رانه پاتی ده څه وکړم
نه ارم شته خوار اوزار یم لویه خدایه
خپه خپه غمجن غمجن یم په زړه باندی
چودلی لاله وانده غار غار یم لویه خدایه
تنها یی سره په جنګ یم ډیر یم فرشانه
سحر ماښام په ژړا سر یم لویه خدایه
زما ذبیح لله دعا کړه قبوله چی لاړ شم
تر څو به هم داسی نا قرار یم لویه خدایه 
کاشکی سوله راشي زمونږ وطن کی
له مودو نه سترګی په لار یم لویه خدایه
ټول مسافر افغانا لاړ شو خپل وطن ته
د یوه داسی زیري انتظار یم لویه خدایه

  سوله به راشی
دا تور تم تیری به هم رڼا شی
ورک به خبګیان د هر چا شی
د جګړو نوم به هم ورک شی
خدای مهربانه ده سوله به راشی
د خوارانو وښکی به شی پاکی
دا غمجن وطن به په ګډا شی
اټونونه میلی به وی خندا ګانی
د سولی خوب به هم ریښتا شی
ذبیح لله دا وخت ده راغلی چی
مرور ورونه یو بل سره فخلا شی


 زه به څه کوم بی تانه
ستا غمونه وکړم که غمونه د دنیا وکړم
ته چی نوی ستا د مینی خیال په چا وکړم
چیرته رانه ځی زه به څه کوم بی تانه
خدای خبر چی بیا د خوښی خندا وکړم
ستا د خیالو په ټال کې به زانګم زه نه
پوهیږم چی مخه په کومه خوا وکړم
ورکه د رانه لاره کړه مجبوره یم
چی کله نا کله له ناکمه ژړا وکړم
زه لاړ شه په خدای د سپارمه واوره
ذبیح لله نوری خبری به ترته بیا وکړم

 ته لاړی
راته د پریښول درانده درانده غمونه ته لاړی
رانه د وتښتول د شپی ورځی خوبونه ته لاړی
ما خو هر څه ګڼلی و زما بی غوره یاره
بل د کړه زما په نوی یاری ورونه ته لاړی
ولی یو دم داسی فر فاوا شوی نه پوهیږم ګناه
می څه وه راته د ونه ویل حالونه ته لاړی
دا د څه وکړل کړم د بی حاله خدا خبر بیا
راباندی راشي د خوښیو اوازونه ته لاړی
لکه د پخو ګل فر فر د په هوا کړم ذبیح لله تا چی
څه کول هغه د وکړل نور د ناورم شعرونه ته لاړی

 په خندا راشه
په خندا رسخت اخله په خندا راشه
د مینی لاس د راکړه په هوا راشه
هسی نه چی زما او ستا داستان نیما یي
پاتیشي هیره می نه کړی خا مخا راشه
دا یوه خبره می ښه واوره د غماز رقیب
ممه نه چا ته مه ګوره په ناز او عدا راشه
ستا د دغو روخستونه به بندوانه یمه
عمر سو ورځی باقي ده محببا راشه
د راتلو وعده خو وکړه چی خوشحاله
پاتیشمه په مخ د ښه شه چیرته بیا راشه
ځه په مخ د خه شه د راتلو لاری به
د سارم ذبیح لله حتمن په دغه خوا راشه

 کنه مرم درپسی
جانانه یو ځلي خو راشه کنه مرم درپسی
د خدای لپاره را پخلا شه کنه مرم درپسی
د ځواني ټول عمر می په شوګیرو تیر کړ
دغو د غم تورو تیرو ته رڼا شه کنه مرم درپسی
ماخو ستا په مینه باندی ټول ژوند بیلیلی
راځه لکه بریښنا شه کنه مرم درپسی
دا خو ستا د یاری زور ده چی ګناه کاره
شومه باقي عمر زما شه کنه مرم درپسی
زما د قسم وي که راغلی بیرته به د پری نه
دمه ذبیح لله راپه هوا شه کنه مرم درپسی

 
 زه مړه شوم له ډیره انتظاره
کله به راځی زما جانانه زه مړه شوم له ډیره انتظاره
در په سی یم ناقراره فریشانه زه مړه شوم له ډیره انتظاره
خیر د دیدن درنه غواړم زه یم ستا د مینه ملنګه او لږ
خو په ما شه مهربانه زه مړه شوم له ډیره انتظاره
زه در پسی شپه ورځ ژاړم الله خو د زر راوله
نا خبره یم له خپل ځانه زه مړه شوم له ډیره انتظاره
قسم ده نور می سبر نه کیږي ریښتا درته وایم زړه
د تور کړ راته له جهانه زه مړه شوم له ډیره انتظاره
وعده د لڼډه کړي وله دا سومره وږده شوله شیرنه
نور به راځی ذبیح لله جانه زه مړه شوم له ډیره انتظاره

-
بېرته شاته