(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قائدمزدور

شاعر: کمال الدين برکي، اپر کاڼی ګرم جنوبي وزيرستان ايجنسي ازاد قبايل

فکر ئے بلندوو شير په شان ئے ژوند وو
کور د ده کږه وياله قوم نه دے مومند وو
توره او قلم لاس کښے، وومے دا بهادر کاکا
خدايه وروه رحمت تل په صنوبر کاکا

زوئی د فراز خان وو ښه سياستدان وو
ډېر ښه مجاهد وو ښه فخرافغان وو
صرف زمونږ نه وو، وو دلر او بر کاکا
خدايه وره وه رحمت تل په صنوبر کاکا

دا د ده پر چار وو، خوار غريب ئے يار وو
خوښ ترئے زمينداروو، تنګ ترئے جاګردار وو
قيداو بند تېرکړے، ما او ستا پر سر کاکا
متبلغ و خطيب وؤ، خوښ ځان عندليب وو
دهرچازړه ته ګران وو ښه ليکوال واديب وو
فخر کوو مونږ ځکه نن په دانشور کاکا
خدايه وره وه رحمت تل په صنوبر کاکا

بد مے فرنګيان شي څوک ئے چي دوستان شي
سر ترينه چپه کړئی هغه خائنان شي
دا زمونږ پيغام وو تل د زوراور کاکا
خدايه وره وه رحمت تل په صنوبر کاکا

نن برکی کمال، خدای ته کړم دا سوال
بياټول پښتون يوکړے، يو کړے زمونږ خيال
کړه په نقش قدم روان مونږ دخپل رهبر کاکا
خدايه وروه رحمت تل په صنوبر کاکا

 

-
بېرته شاته