(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زانګوسندرې


پروفیسر نواز طایر تاڼه ملاکنډ


الله هو شه الله هو!
للې للو للې للو للې للو
تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دی
هغه ډک دې د مصرو
الله هو شه الله هو
په دې لار مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دې
لکه ګوډی د اوړو
يا دا چې:
الله هو شه الله هو!
للې للو للې للو للې للو
زما جانان داسې اوده دې لکه پنډ د پتاسو الله هو شه الله هو
زما ګران داسې اوده دې لکه ګل په نندارو الله هو شه الله هو
په کوزه چنه مه راځئ، په بره چنه وروو الله هو شه الله هو
پشې شه پيشو، په دې لار مه راځئ غلو الله هو شه الله هو
هلته يو دبلې دی ، هغه ډک د اشرفو الله هو شه الله هو
بچې مې داسې اوده دې، لکه ګوډې د مصرو الله هو شه الله هو
للې للو للې للو للې للو، قورې پشې شه پيشو
يا دا چې:
الله هو تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دې. هغه ډک دې د مصرو
الله هو تاسو مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دی. لکه ګل په نندارو
الله هو تاسو مه راځئ غلو
په کوزه چنه مه راځئ، په بره چنه رو
هلته يو دبلې دې. هغه ډک دې د روپــــــــــو
الله هو. پشې شه پيشو. دلې مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دی لکه ګــــــــوډې د مصـــــــرو
يا دا چې:
الله هو شه الله هو زما جانانه الله هو
يوه زرې دې ده مور پلار دې نيشته دې په کور
نه مې مور شته نه خور هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو
ته اوده شه زما ځان مور دې ستا نه شه قربان
ټول کارونه مې دي وران شپه او ورځ مې ده په ځان
الله هو شه الله هو للې للو للې للو للې للو
يا دا چې:
پلار دې تلې دې په جنګ ښه تيره توره تر څنګ
سر به ورکاندې په ننګ په وطن راغلې فېرنګ
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
پلار دې تلې په غزا دښمنان به کړي فنا
نوم به پرېږدي په دنيا نن به راشي يا سبا
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
الله هو
تربوران راته په څو ټول وطن شو راته بو
د زړګي نه مې ځي نو خدائ دې ګډګړي په دوي لو
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو

-
بېرته شاته