(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

وطن ازغی دی که ګلاب دی خوږ دی
دا داسې باب،داسې کتاب دی خوږ دی
احساس له درد،دردله دوا ورکوي
وطن نغمه،وطن رباب دی خوږدی
وطن خوتن دی او تن ژوند دوطن
یو که یې سوال ، بل یې جواب دی خوږ دی
وطن مې بخت دی زه پرې ناز کوومه
بس که کریاب دی ، که دریاب دی خوږ دی
زما دخیال دنالیدلي سپرلي
دګل مستي،دګل شباب دی خوږ دی
ماته دخپل وطن دلارو کوڅو
ګرد هم په سروزرو حساب دی خوږ دی
زما وطن لکه فطرت دسائل
ازل مې کړی انتخاب دی خوږدی

-
بېرته شاته