(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مــــــینې نه انکار

هغه که هر څومره د مــــــینې نه انکار کړې دے
ما په خوبونو کښی بيا هم ورته سینګار کړې دے
زخمی زخمی زړه له د مالګی ټکــورونه ورکــوم
ظالم په پټه مې په شا بانــدې ګــزار کــړې دے
د ښار مئين د نخترو په نڅا څه پوهــــيږي؟
د لته مئينو د خوږې مينې اظهـــار کړې دے
مونږه چې چاله په راستی د مینې لاس ورکوو
مونږ سره هغو د لستوڼې د مار کار کړې دے
زمونږه چـم ته دا سپیره هوا د کومې راغله
د پښتنو په باغ زاغانو د شر کار کــړې دے
د ملاکنډ په سر د زرکو اوازونــــــــــه نه اورم
که مو هر څو ورته د عمر انتظار کړې دے
څوک ئې منې او که ئې نه مني هغه ئې منې
ګلالې هر ځاې کښې د زړه اظهار په جار کړې دے

ګلاله یوسفزې سوات

-
بېرته شاته