(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فلسفه

د فنا فكر لاهو كړم وېره ګډه مې شوه خيال كې سترګې خاندي د ګل رنګ ته فكر ډوب يې وي زوال كې ددې هر انګور د بوټي يو خومار يوه دنيا ده له يوې خولې نه راوځي كه دا اخ دى كه خندا ده ددې ټولو سوالونو يو ځواب يوه مانا ده خو په ټولو فلسفو كې بې مانا فلسفه دا ده چې دا سور ولې ګلاب دى؟ چې دا شين ولې توتي دى چې پتنګ ولې په شمعې تالا شوى دى ستي دى.

Enayatullah Deedaar, Kabul -
بېرته شاته