(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پسرليه راشه راشه

چې پر وچو وچو للمو
د رحمت راښکې باران شي
چې د غرونو پر سرونو
هر يو ګل زما جانان شي
د ملالې ژبه وايي
هر بلبل راته افغان شي
د غاټولو غوټۍ واکړه
ته يې لپه کې دعا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

راشه زړونه مو جارو کړه
له ګردونو له غباره
د سالو وږمې خورې کړه
څڼې څنډ وهه نګاره
د بېلتون پر کنډوونو
تېروه د مينې لاره
په شپېلۍ د محبت کې
د ژوندون مسته نوا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

ترېنه سوي دي سپرليه
په بمونو کتابونه
ماشومانو ته مې غواړم
د ګلونو کتابونه
را د سولې او دامن
د فکرونو کتابونه
د تيارو پر توره دړه
د رڼا الفبا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

الف اور په کلي بل و
بې په بم ختلی ګل و
ګل زمونږ د کلي ځوان و
په رښتيا ګل د وربل و
ورپسې په اوښکو اوښکو
په سرو وينو لوند غزل و
د شهيد روی مې دروړی
د يتيم په خوله موسکا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

مونږ د اوسپنې اغزو کې
يبلې پښې کوو مزلې
راشيندلې الوتکو
زمونږ سترګو ته خځلې
دا ماران مو دي ترمینځ که
فاصلې دي غځيدلې
دغه ټولې کړه درټولې
د وصال خوږه دنياشه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

لږ د زړه په سترګو لوله
د شهيد پر کفن وينه
دا وطن مو لويه مور ده
دا وطن مو د تن وينه
پام کوه چې خرڅه نه کړې
پر اغزو د چمن وينه
بوی د شنو غنمو راوړه
په هوا شه هوا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

دا وطن جنت جنت کړه
دا چې نن کنډر کنډر دی
دا که وران دی که ويجاړ دی
دا زمونږ د زړګي سر دی
دا د بورې مور ټيکری دی
د زوی مړي پلار څادر دی
په زړګي پورې يې نيسه
د سپوږمۍ د شپې سوما شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

په هوا کې چې د زاڼو
مستې مستې قلقلې وي
چې جنګي جازونه نه وي
نه يې بم نه يې شغلې وي
چې مجنون وي امن امن
سوله سوله چې ليلې وي
دا جهان وي مينه مينه
بس د مينې تمنا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه

چې زمونږ پر دنګو غرونه
لمر د برم وزرې وکړي
په ډبرو کې لالونه
د ښکلا خبرې وکړي
چې په اوښ پسې د امن
شين خالۍ سندرې وکړي
يو کاروان د ژوند روان کړه
په بنګړو ماته چوپيا شه
راشه راشه پسرليه
پسرليه راشه راشه


 Pir Mohammad Karwan  پیرمحمد کاروان

-
بېرته شاته