(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باغونه ا و یادونه/خیالي شیبې

دیومهاجرې پیغلې او ځوان د وطن خاطري

باغونه او یادونه

پیغله

کاشکې د وطن باغو  ته تللې وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښکلی کابل جان کې ښه باغونه دي

هر لورته یې ښکلي منظرونه دي

باغ د بابر شاه کې ګرځیدلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

لاړه وای  پغمان خیالي درو ته بیا

ناسته یې وای  ښکلو منظرو ته بیا

ګل مې په اوربل باندې ټومبلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښکلی ښه باغونه قندهار لري

خوند یې ښه انګور او سره انار لري

بیا په چهل زینو ورته ختلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

تللې شاهي بڼ ته ننګرهارپه لور

هلته د شهید امیر مزار په لور

هار مې د نارنج د ګل جوړ کړای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښکلی دی مزار د شنه باغو سره

ښه ښکاری روزه د ګنبدو سره

سوال مو دایمان الله ته کړی وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

لاړه شهدا ، تمیم  انصارته وای

نا سته د افغان سعید مزار ته وای

بیا مو د دوعا لاس پورته کړای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

ځوان

لاړ وای د پروان ښایسته باغونو ته

بیا د استالف ښه منظرونو ته

یخې د چینو اوبه مو څکلای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

پیغله

لاړ وای مهتر لام بابا زیارت ته بیا

لاس وای په دوعا د خدای رحمت ته بیا

نظر مې د سوال په ځان منلې وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلې وای

ځوان

ښه ښکاري وطن شینکي باغو سره

خوند کړي  افغاني کلو بانډو سره

بیا  عمرزیو په لارو تللای وای

ګلو لمن ډکه ترې راغلای وای

خیالي شیبې

تیر د وختونو څه مده غوندې شوه

د یار ګيله راته پلمه غوندې شوه

ولاړم تر کلي او ګوڅو د دلبر

چیرته چې ښه هلته مې شپه غوندې شوه

 د ډیر کلونو او وختونو  وروسته

خدایږو چې ماته مې توبه غوندې شوه

ماچې حساب کې د پردو ګڼله

هغه صنم د خندا شنه غوندې شوه

نور ستړی ستړی په میرو کې نه وم

په خپل مالت کې مې دمه غوندې شوه

د زړګي راز یې را څرګند کړ راته

چې بې نقابه راښکاره غوندې شوه

ما هم اظهار ورته د مینې وکړ

هغه ښکلا چې مې میلمه غوندې شوه

خوږې خبرې د خوږلنې اشنا

د زړه دنیا د زړه کعبه غوندې شوه

خیالي شیبې هغه خواږه وختونه

اوس راته پاتې خاطره غوندې شوه

---------------

سمیع الدین افغاني

۱۹- ۱۱- ۲۰۱۲

 

-
بېرته شاته