(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زۀ به ځم افغانستان ته

زۀ تر څو به مهاجر يم
پروت به داسې در په در يم
بې منزله به تر کومې
زۀ روان کډه په سر يم
يوه ورځ به مې دردونه
حال د زړۀ وائي ارمان ته
زۀ به ځم افغانستان ته
 زۀ به ځم افغانستان ته

٫٫جرمني،، دی که ٫٫هالینډ  ،، دے
که دے ٫٫فرانس،، که ٫٫سوئزرلينډ،، دے

که ٫٫بيلجيم  ،، دے که ٫٫ډنمارک،، دے
که ٫٫ سويډن،، دے که ٫٫انګلينډ،، دے
دغه واړه کله رسي
ګران٫٫کونړ،، او ٫٫بدخشان،، ته
زۀ به ځم افغانستان ته
زۀ به ځم افغانستان ته

٫٫کينيډا،، که ٫٫امريکه ،، ده
٫٫اسټريليا،، که ٫٫افريقه ،، ده
که ٫٫ناروے،، دے که ٫٫پولينډ،، دے
يا که ٫٫چيک،، ٫٫سلواکيه ،، ده
په څو وارې ټول لوګے شه
٫٫ قندهار،، ته هم ٫٫لغمان،، ته
زۀ به ځم افغانستان ته
زۀ به ځم افغانستان ته

زۀ چې چرته هم اوسيږم
د وطن خوبونه وينم

د دنيا په هر ښائست کښې
د ٫٫خپل تن،، خوبونه وينم
بې صبري د هر نظر مې
په ښکاره وائي جهان ته
زۀ به ځم افغانستان ته
زۀ به ځم افغانستان ته

دغه خړې پړې خاورې
راته ګرانې له سرو زرو
دغه کاڼي کاڼي غرونه
ډک د سپينو ملغلرو
د ٫٫کابل،، لارې به ښکل کړم
 غيږ به ورکړمه ٫٫پغمان،، ته
زۀ به ځم افغانستان ته
زۀ به ځم افغانستان ته

کۀ مې زړۀ ٫٫جلال آباد،، دے
نو نظر زما ٫٫هلمند،، دے

که مې حُسن ٫٫ننګرهار،، دے
نو ٫٫هرات،، ګل د نمير دے
احترام لرم په زړۀ کښې
هر پښتون او هر افغان ته
زۀ به ځم افغانستان ته
زۀ به ځم افغانستان ته

يه د امن دعويدارو
زما کور د امن کور کړئ
نور وحشت مې پکار نۀ دے
پرهرونه مې ټکور کړئ
دا آواز کوؤم
لايقه
د وختونو هر کاروان ته
زۀ به ځم افغانستان ته
زۀ به ځم افغانستان ته

-
بېرته شاته