(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان

ای د پښتون د اصل نسل د تاریخ وطنه
ای د وفا د ننګ او پت او د غظمت وطنه
ته څه خبر یې چې دا ستا د بچو
د ځیګر تړمې تړمې ګرمې وینې
ولې او چا تویې کړې د څه د پاره
ستا د لکونو شهیدانو غوښې
لکه د میښو د غواګانو په شان
د قصابانو په تخت
کباب کباب تیکه تیکه خرڅې شوې
چا د تهذیب او د بدلون په نامه
ستا د بې وسه ماشومانو بچو
د خولې نه مړۍ وخوړه
ځان له یې بنګلې جوړې کړې
چا د مذهب د سرلوړۍ په بانه
دا ستا د کونډو پښتنې لوپټې
په ډک بازار کې سرعام نیلام کړې
ځان له یې بینکونه ډک کړل
چا د پښتو پښتونولۍ په ترڅ کې
دا ستا د پېغلو د جبین خالونه
په پېښور او اسلام آباد کې خرڅ‌ کړل
ځان له یې حجرې جوړې کړې
خو ای زما د ننګ او پت او د غظمت وطنه
لمبه لمبه ذرې ذرې وحشت وحشت وطنه
چې دې زخمونه شي‌ راټول او لږه سا واخلې
زما د یو ارمان تکمیل له به دوام ورکوې
چې د تهذیب او مذهب او قومیت دلالان
به نور په خپله سینه نه ځایوې
دغه بې روح بې ضمیره او بې سترګو بتان
به په ما نه منې نور
ما له به نوې جذبې نوې نسل
چې ننګ او پت او محبت پېژني
ما له به داسې قیادت راکوې
چې د راتلونکي پېړۍ نیت پېژني
چې ستا د مخ داغونه هم ووینځي
زما د زړه زنګونه هم ووینځي


لیکوال :‌ ښاغلی اکبر سیال
شعري ټولګه : ژوند او جانان
د پاڼو شمېرنه : ۵۶ - ۵۷

-
بېرته شاته