(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اختره راغلې د وير او سلګو كلي ته سوال درته كومه لاړ شه بل د خوشحالو كلي ته زما يتيم ماته سلګۍ كړي تاته څنګ وخاندم دلته غوغا ده لاړ شه بل كوم د مزو كلي ته زما د زړو پيوند پيوند جامو به څه اختر وي زه غريو نيولى يم لاړ شه بل د خندېدو كلي ته دلته په دې كلي كې غم دى يوه غوغا جوړه ده ظالمه لاړ شه د شرنګ شرونګ چمبو كلي ته زما وړې انجونه ژاړي د خپل پلار قبر ته لاړ شه د ډول د باجو او سرونو كلي ته يم وچې شونډې سپېرې څڼې لونګين نه لرم لاړ شه د عطرو د لونګو خوشبويو كلي ته فرياده دلته مې يتيمه خور كجل نه لري لاړ شه رنجو دنداسو او د سرخو كلي ته.

Matiullah Faryaad -
بېرته شاته