(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوښکې مۀ تويوه

تړمې اوښکې زما د سترګو نه
چې کله توې شې
نو زۀ داسې محسوسومه
چې ستا په غېږ کښې به خپلې ورستۍ سلګۍ وهم
او زۀ چې کله مړ شم
نو زما غړيدلې سترګې
په خپلو نرمو لاسو پټې کړه
بيا مې زنه اوتړه
د خپلې پاکې لوپټې نه په شليدلي پلؤ
بيا لږه اوژاړه, راپريوزه په ما
چې جنازه مې کله واخلې
او ما په لور د هديرې روان کړې
نو تۀ نوره ژاړه مۀ کوه
انګولا مۀ کوه
بس خپلې دواړه غټې ښکلې سترګې پټې کره
زما يادونه ځان ته مخې ته کبږده
او خپلو سرو , نرمو , نازکو شونډو
زما تندې ښکل کړه
تۀ چې واپس له دغه خياله راشې
او خلق واپس د هديرې نه راشې
څو ورځې پس بيا هديرې ته راشه
ګلې يوازې راشه
څو ځنګلې ګلونه راؤړه د ځان سره
زما په قبر ئې قطار کيږده
ړاته د مينې او خلوص نه ډک سلام اوکړه
بيا مې قبر ته مخامخ کينه
او اوښکې مۀ تويوه
ماته يو څو خواږې خواږې خبرې اوکړه
بيا چې تۀ چپ شې نو ماته غوږ اونيسه
زما ځواب ته انتيظار اوکړه
د مقبرې دغه ډوبه خاموشي
زما ځواب اوګڼه
نا ځواب نه زما يو سوال او ګڼه
چې يو ځل بيا به خامخا راځې
چې کله ځې زما د قبر نه واپس کور ته
نو لږه په شا اوګوره
مخ دې راواړوه او زلفې دې په شا واړوه
چې لږ ارام اوموم
لږه نشه ستا ځوانۍ واخم
لږه دمه د ستومانۍ واخلم

غزل

دا به څۀ ښئست وې چې ئې نور نۀ وي رخسار کښې
دا به څۀ مئين وې چې ئې ژوند نۀ انګار کښې
باد ستا د يادونو چې طوفان شې زما زړۀ کښې
خوب مې په سر واخلې ستا د سترګو په ګلزار کښې
خوند د ژوندانۀ څۀ دے بغير له محبته
زور د بيلتانۀ څۀ دے د عشق په انتظار کښې
شمع د پرهر بله ساتمه ستا د حسن
ځان مې اودرولے دے د ستورو په قطار کښې
څوک خو به ارشد له اواز ورکړې چې ارشد ه
ولې داسې پروت ئې دا دی کلې لو يه لار کښې

-
بېرته شاته