(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي ترابي شعرونه تازه شول

زۀ پوهېږم نيت ئې نشته دَ بخښنې
که زر ځله ئې لاس لاندې کړم له زنې

ته ! تپوس کړې ستا دَ مينې برکت دے
ګريوان څرې چې زما دے تر لمنې

زه شندم چې ورته لارو کښې ګلونه
هغه ږدي راته په لارو کښې تل غنې

مينې ستا مې عقل ، زړه په داسې حال کړو
ګوزاره چې لکه نه کوي دوه بنې

نور دي اوليدل خفګان دي زړه ته راغے
داسې څه وايه تا کړي دَ مننې

په وطن کښې چې زمونږه څوک باچا شي
بل هېڅ کار هم نه کوي بې له وهنې

کله هم چې کار دَ شرم ترېنه اوشي
هېڅ خوند نه کوي چې غواړي بيا بخښنې

په مونږ لوبې چې کوي غم ئې پکار دے
که نه هر وخت به کؤو تشې غندنې

ځکه تل به يو دَ نورو په قبضه کښې
مونږ اوده يو رانه نه کيږي څارنې

زه تواب يم سم خزان وهلے بوټے
سيوری ګوري چرته يار دَ ګورې ونې

***********

هر الزام ته زماپام دے
ستا دې پام ته زما پام دے

ستا ستم دَ برداشت نۀ دے
خپل ناکام ته زما پام دے

چې دي زۀ کړم بې آرامه
ستا آرام ته زما پام دے

زۀ خو ستا په ننداره يم
څوک وئ بام ته زما پام دے

رانه تلے نۀ شې جانانه
ښه ماښام ته زما پام دے

شو دَ ځان دشمن په خپله
پښتون قام ته زما پام دے

پښتانۀ به يو کؤومه
دې مرام ته زما پام دے

زۀ تواب ستا په شان نۀ يم
احترام ته زما پام دے

   ۵-۵-۲۰۱۲/ الرياض

دوطـن تصويـر

دروغ نـــۀ شــــو ويــلـــے چـــې آبــــاد  دے آبــــاد
تصـوير مـو دَ وطــن دَ ژونـد بربــاد  دے بربـــاد

نــرخـــونـــه دَ هــر څـيــز کــوي آسـمـــان ســـره خـبـــرې
سـم خـلـق لـېـونـي شــول کــړي دَ ځـــان ســـره خـبـــرې
څــــوک هـــم نـــۀ شـي کــولـے حـکـمـران ســره خـبـــرې

پۀ دے وجه هر تن پکښـې نـاښـاد  دے نـاښـاد
تصـويـر مــو دَوطــن دَ ژونــد بربــاد دے بـربــاد

آواز څوک دَ خپل زړۀ پکښې پۀ جـار کـولـے نـۀ شـي
صـلــه نــۀ مـيـلاويـږي څـوک روزګار کـولـے نــۀ شــي
څنګ وخت شو يو پۀ بل باندې اعتبارکولے نۀ شـي

دا څوک وئ چې  ژوندون زمونږ آزاد دے آزاد
تصويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

تويئ بۀ دَ خپل ورور وينه پۀ دے بۀ خوشحـالـيـږي
دَ بل ئې دَ خندا کړو ځـان خـو بـيـا هـم نـۀ شـرمـيـږي
خـفـــه يمـــه ډېــر زيــات دا خلـــق کلــه بـــۀ پــوهـيـږي

ښـکاريـږي نــالا ئــقــه ئــې استــاد دے استــاد
تصويـر مــودَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

وخـتــونـــه ځــي خـــو مـونــږه ترقــي کــولــے نــۀ شـــو
حـېـران يــو چـې دَ چــا ســـره سيـالــي کـولــے نــۀ شــو
ټول عمر تېر شو غم کښې خوشحالـي کولـے نـۀ شـو

پـــوهـېـږو چــې کـچــه دَ دې بـنـيـاد دے بـنـيـاد
تصـويـر مـو دَ وطـن دَ ژونـد بـربــاد دے بـربــاد

ســــودا ښـۀ پـــــۀ اســانـــــه کــــوي خـلـــق دَ ســرونــــو
پۀ چا کښې رحـم نـشـتـه کۀ  مـاتـم وي پـۀ کــورونـــو
ژوندون پۀ سخته شوے دَ هـر چـا دے پـۀ جنګـونـو

چې لاس ئې رسي هـر سړے شـداد دے شـداد
تصويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

شــروع کــۀ پــرهـرونــه دي هــر څـومـره کـړي دردونـه
سوچ مه کوه چـې څـوک بــۀ درلـه دروړي مـرهمـونـه
پـۀ دے دور کښې څـوک هـم دَ چـا نــۀ کـوي غمـونـه

څوک څۀ کړي کۀ دَ بل پۀ خُله فرياددے فرياد
تصـويـر مـو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

انسان تۀ دَ انسان پۀ سـتـرګـه نـۀ ګـوري حـېـران يــم
پـــۀ خُـلـــه بــۀ درتــه وائ دَ دردونـــو دي درمــان يــم
کارونــه کـــړي غـلـط او ځـــان تــه وائ مسلـمـان يــم

جوړ کړے داسې خـلقـو تـل فـسـاد دے فـسـاد
تصـويـر مـو دَ وطـن  دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

راپاسئ چې پۀ يو ځـائے مخنـوے دَشـداد اوکـړو
هېـواد کښـې دَ غـربـت خـلاف پــۀ نــره جهـاد اوکـړو

مونږ ځان دَ دې جوګه کړو چې دَ نورو امداد اوکړو

دَ بل نۀ مدام غوښتے مـونـږ امـداد دے امـداد
تصـويـر مـو دَ وطـن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

اوس کله دَ چا زړۀ کښې پخوانے زمـونـږ عـزت دے
راغلے دَ هر لوري چې پـۀ مـونـږ بانـدې قيـامـت دے
دا ځـکــه اتـفـاق نـۀ مـونـږ مــدام کـــړے نـفــرت دے

اور بـل مـو پـۀ کابـل او پـۀ بـغـداد دے بـغـداد
تصـويـر مــو دَ وطـن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

خـلاص نـۀ شــو مـونـــږه چــرتـــه دَ ګنــاه او دَ ثــوابــه
ظلـمـونــه هـم پــۀ مونـږه بانــدې کـيــږي بـې حـسـابــه
ذهـنــونـــه ګـنـې ښـه زمـــونــږ دَ ډېـــرو نـــۀ
تــوابـــه

غــربـت زمـونــږژونــدون لــره جــلاد دے جــلاد
تصـويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربـاد
      

                       الرياض

 

-
بېرته شاته