(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زه يم په يو طرف جانان رانه په بل طرف دى سپرلى په يو طرف خان رانه په بل طرف دى لېونى نه يم د جانان په چم كې داسې وشو ځولۍ په يو طرف ګرېوان رانه په بل طرف دى اخر د چا ومنم داسې تنزول كې يمه زړګى په يو طرف او ځان رانه په بل طرف دى كم نصيبۍ دى زما نور څه خبره نه ده پرهر په يو طرف درمان رانه په بل طرف دى زه كه زرګا نارې وهمه چې جونګړه بچ ده ګلۍ په يو طرف باران رانه په بل طرف دى زړګيه ګرانه ده چې څنګه به منزل ته رسم زه ځم په يوطرف كاروان رانه په بل طرف دى زه منور زخمي عبسث ميانځ كې اټاله شومه اميد په يو طرف ارمان رانه په بل طرف دى

Manawor Zakhmi, Naukhaar -
بېرته شاته