(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دماشومي ملالې دروغتیا په هیله

دماشومي ملالې دروغتیا په هیله 

 شاعر: ولی محمد نورزی   

                      د پښتون دقام غښتلې ښائیستي ملالې ښه سي                            

دعلمیت دکورڅراغ بلې ډیوي ملالې ښه سي                            

 دخیبردغرولمن کي چي پیداشوی ته نړۍ ته                            

                       دسوات د سیمې ګرانې پښتنې ملالي ښه سي                            

 دظالم مرمي نا څا په بي خبره  پر تا راغله                             

  دغرورله ویاړه ډکي نګینې ملالې ښه سي                             

ستا دهیلولوی ارمان به کله بیا پوره کيږي                             

 په غمونوکي رانغښتې نازداني ملالي ښه سي                            

تاته ټول خلک دعا کي سپلنې درته دودیږي                            

 دکوما څخه راووزه، شګوفي ملالې ښه سي                            

 نړي ټوله ستا دزخم دجوړښت تداوي غواړي                            

دهمزولوڅخه ورکي ګل دستي ملالې ښه سي                            

دواړه لاسه په دعاووپورته کیږی نن وتاته                              

نورزی هم درته دعا کړی ګلالې ملالې ښه سي                           

                                       

 

زما وړوکي  ملالۍ    خوری

شاعر: عبدالحفیظ ملیار

زما وړوکي     ملالۍ       خوری

زخمي  زخمي  ای  ګلالۍ    خوری

زما  د  ګلو   ګلغوټۍ    خوري    

ای با همته   سپیلنۍ   خوری

په  وچو  شوڼډو   کې    مسکۍ  خوری

ته  لا   د  ګل  په   څانګه       

  لا  غوړیدلې     نه وی            

 لا  خندیدلې   نه   وی       

د  مسیدو   او   غوړیدو   په   حال  وی

ستا  امیدونه   ار مانونه   خورې

دا  دوطن  او  تمدن   په  خا طر

 د  ازادۍ   او   سر  لوړۍ   په   خا طر

د  سپین   سحر د دا ځلانده  لمر

 د سپیني   سړیکې   په   څیر

په  ځلیدلو  کې  وی    

د   میوندۍ   ملالۍ    

  دحسیبې  اونا هیدې شهیدې  

او  د  وطن  د  باعذته  خویندو

او  د  وطن  د شهیدانو  د  ارمان   په  خاطر

تا  اواز  پورته  کړلو

ولې   مکاره  دا  خونکاره   بې   فرهنګه خلکو

د  انسانیت  او  بشریت  دښمنان 

د پښتنو  د ازادۍ   قاتلان 

( د پاکستان  حکومت)

 پخپله  و  ویشتلې  

په  وینو  ولمبیدې  

دا  ستا  په  وینو  يی  لاسون  سره   کړل

د  ستا  دا  معصوم   زړګی  

د  دوی   د  بیرحمه   زړونو    د خوښۍ   ښکار  وګرځید

او  اوس       

همدغه     د   بشر  او  انسانیت   قاتلان

په  تا   لا  ویر   هم  کوي   د  درواغو ژاړي په  تا

تر   څو  د  خلکو   فکر

بل  خواته   واړوی   دوی

  زما   زخمي   زخمي   ملالۍ  خوری

 ستا  دښایسته   ښکلو  ملالو  سترګو

دا  غیرتي   نظر  

دا  به    پښتون   ملت  ته 

لکه  ډیوه   ځلیږي

    ټول  به  را  ویښ   ټول   به  يو  ځای  کړی  سره

ستا  انتقام   به    واخلي

ته   خا طر جمع  اوسه

ته  نا امیده  مشې

ته  ځوانیمرګه  مشې

دا  ستا  ارمان  د  پاک  انسان  ارمان  دی

دا  ستا  ارمان  د  هر  افغان  ارمان  دی

لری  په  خواکئ   شازلمې   ورونه

لری  په  خواکې د  ګلالې   ورونه

لری  ته  پیغلې  ملالۍ  خویندې

د خوشحالخان  بابا  زامن  لا شته  دي

د میرویس خان  بابا  زامن  لا  شته دی

هر  یو  به  تا ته  دا  د ګلو  ګیډۍ

درته   ډالۍ کړي   ګرانی

ستا  د  ارمان  به  درته   زیری   در  کړی

واوره   چې   لوی  افغانستان  به  جوړ  شي

تا ته   د  اوږد   عمر  دعا   کومه

چې   په  خپل  ژون  د  پښتنو  د  ازادۍ  دا  زیری

په  خپلو غوږو  نو   واوری

 

ملالۍ يوسفزئى څه قصور وو چى بريد باندى وشو....؟
                                                                                                                     ليكونكى:   محمدنعيم كاكړ

 چى كله مى دا اواريدل چى په سوات كښې يوه ماشومه چى د خپلو ملګرو سره د ښوونځي څخه بيرته خپل كور ته راروانه وه چى ناولده وسله والو كسانو د دوى ګاډى ودرول او دا پوښتنه ځنيى وكړه چى په تاسو كښې ملالۍ يوسفزئى څوك ده چى كله چا نوم نه ورښوى نو بيا په ملالۍ باندى او د دوى په ملګرو باندى ډزى وكړى.  ځه نه پوهيږى چى دا ماشومه باندى ولى بريد وكړى دا څنګه مسلمانان دى چى دوى نه ماشومانه پرهيږى او نه  ئى زده كونكى والا پرهيږدى.

ملالۍ يوسفزئى څه قصور وو  هغه دا وو چى دوى ولى زده كه  كوى او دوى ولى نورو انجونو ته وائى چى زده كه كول د دوى دپاره ډېر زيات ضرورى دى او دوى ژوند دپاره تعليم ډېر زيات ضرورى دى. او بلى خواته ددې بريد پړاو يو داسى تنظيم په غاړى اخلى چى ځه د دوى نوم اخيستلو پحقله يو ځل سوچ كول غواړم چى دا څنګه طالبان دى چى دوى نن د انجونو تعليم په ضد دى.

ملالۍ يوسفزئى نه يواځى پښتنو بلكه د ټولو نړۍ دپاره يو داسى علم رڼا ده چى ددې رڼا څخه به ټوله نړۍ ماشومان ګټه ځينى ترلاسه كوى. دوى په انجونو باندى ږغ كړى دى چى هغه دى هم زده كه وكړى. دوى دا شان جرات چى كله څوك ووينى نو هغه ذهين به حيران شى چى  الله پاك(ج) دا كوچنى انجى ته دوى لږ عمر كښې څونى همت، هوشيارى او دماغ وركړى دى. چى په دا عمر كښې ئى د خپل ملك او ولس د ګټى خبرى كوى.

ملالۍ يوسفزئى جرات او بيدارى ته چى موږ وګورو نو ځموږ پښتون ټولنه كښې ډير كم دا شان ماشومان مخامخ كيږى چى هغه په دونى كوچنى عمر كښې دا شان د تعليم د پرمختيا او ماشومانو ته  زده كه وركولو باندى زور وركوى چى ماشومانو ته تعليم وركول ډير زيات
ضرورى دى. كه موږ په ټولنه كښې ملالۍ په شان داسى نور ملالۍ پيدا شى يا بيا د دوى په لارى روانى شى نو هغه به په ټوله نړۍ كښې د ملك او ولس نوم پورته كړى. ملالۍ يوسفزئى په شان انجونۍ په پيړي كښې يو ځل پيدا كيږى. او دا شان د علم رڼا خو بيا ډير كمه پيدا كيږى. دوى د كوم بيدارى سره كوم پيغام څنګه نورو ماشومانو او انجونو ته رسولى دى هغه د هر چا د وس كار نه دى. دوى د ځان فكر كولو باوجوده تعليم وركولو باندى زور وكړى دى. او نن هغه به هغه حالت كښې ده چى موږ ټولو ته پكار دي چى ددې دپاره دعاګانې وكړو

ځه د الله پاك(ج) څخه دا دعا كوم چى الله پاك(ج) دى ملالۍ يوسفزئى ته دى ورغتيا وكړى او  دوى چى كوم نيكى ارادې كړى دى په هغه كښې دى بريالى كړى. چى په ټوله نړۍ كښې خپل او د قوم نوم پورته كړى. (آمين)

 

-
بېرته شاته