(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبث

ولې غږوې عبث
کاڼو ته نغمې عبث
چاته ترانې عبث
چاته خزانې عبث
زړونه چې لیدل کوي
سترګو ته پړدې عبث
مونږ ته انتظار اسان
ښکلو ته وعدې عبث
ما په ځان کې ومونده
ما ته مسلې عبث
ورک يې په دنیا پسې
چورلې له کعبې عبث
فکر چې قیدي وي نو
سیل د میکدې عبث
دا بې سره سر ورته
پښو کې څله ږدې عبث
تنګو تنګو زړونو کې
مینه لټوې عبث
غاړه د لوټې عبث
غاړې ته تسپې عبث
ستورو راته چغې کړې
لاړې درنه شپې عبث
ښکاري عندلیب درته
وکړلې قیصې عبث‬

-
بېرته شاته