(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کور د پښتنو

زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــکئ په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ

Rahmat Shah Sahil -
بېرته شاته