(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پشتو مین ته دوعا

ساه مي واخله خوپښتورانه وانه خلې
زه پښتون یم پـه پښتوبانـدي پـتمن یم
که زما ستوري پـه قبر چیري راشي
پـه پښتوراته دوعاکړه پري میـن یم
(کبیرستورۍ)
پورنتي پښتني څپانده ږوندي احساس زه دې ته اړکړی یم چې تر(په پښتومین ته دوعا) سریزې لاندې دې ارواښاد ارواته داراتلونکې زرینه وړانګه ولیکم الله یې دې له ښکلې پښتو سره په جنت کې ورننه باسي.

په پشتو مین ته دوعا

راخــتلــو تـــه د ډ یـــر پـــه انتــظاروُه 
ښـه راغلاست لره دهــرپښتـون تـیاروُه 

تـل بـه ویـښ وی دپښتون راویـښیدوتـه
خو پښتون پـه ناپوهی کی تـارپـه تاروُه
د پښـتواوپښـتـنوغــم کی بــه ډ وب وی
دسیګرت لـوګی به ستـاګوتوکـی مـاروُه
پــه جــرګـوومحفـلوکی بـه حـضـوروی
ځکـه ستـادریدل هرځـای کـی په کاروُه

داحساس راپــارول بــه وُه سـتاغــږکـی
هرپښتون به په هرځای کی تانـه زاروُه
غورزنګونه به هرځای کی را پیداشول
چـی اوازبه دراخـپـورپـه کلـی وښـاروُه
ستاراتګ ته به هـرځای کی سلامـی وُه
کـه واړه وه کـه زاړه کـه خـواروزاروُه
پــه خپل غـږدپښتوږبـه راږونــدی کـړه
چی خـبـری او لیکـلی بـه پـری عـاروُه
ددوزخ دږبـی نـوم به یـی پـری کیښود
ګـزارونه لـه هرخواپـری وراپـه وراوُه
چی پشتون بـه شوپاشـاه پښتــوبــه لاړه
چــی لـګیـابــه تــل پــه ږبـه ددربـاروُه

ددربـارږبــه پـښتـوبــه پــه پـښتــون وه
لــه ډهـلـی تــراصـفهانــه چـی بـاداروُه
تـاخُــویُـونـه دپښتـون دی بــیـان کــړی
پـــه رښتیـاچـی پـښتانـه ډیــروفــاداروُه
دوی دږبـی خــد متــونــه هـلتــه کــړی
چی یوه خـواکی بـه تـوره بل خواداروُه
مـګرولی خـپل خـُویـونه ورنـه هـیردی
بیرتـه پاتی لکـه ږونـدکی چـی دغـاروُه
پشتانـه کـه پـه پښتوبـاندی راټـول شـول
واربی راشی لکـه څنګه چـی یی واروُه
سـتـا ارواتـه پــه پښتودوعــا درلـــیـږم
پـــه پـښـتـود ډیـــرمیـن زړه نـاقــراروُه
نن هـغه پـوهان ښکاریږی پښتونخواکی
چی(صافی)به ورته تل سترګی په لاروُه

-
بېرته شاته