(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زړه دی ډک دی د خپل ځانه په کښي ځائي نشته د یار.
داسي ډک ئي د نیکونه لکه ډک د مړو ښار.
دواړه ستر ګی دی ړندی دیی ده بل بد ده ځان ښه وینې.
تل آینه کښی ځان ته ګوری د یار نه وینی سنګار.
شونډی ستا ووزګاری نه دی چه څه صفت د اشنا ووکړی
د خپل نور قصیدی وایۍ په کو څه کښی د دیلدار.
دا چه ته په نیکئ مست يئ لکه وو فر غون په زور.
د ریا ښه درنه تاوو دی لکه لوئي او تور حصار.
چه په بل کښی بدی وینی څومره زړه دی شی خوشحال.
ده بل خیشت درته غلا ښکاری د تور تاریک جمال.
دا شمکور ړانده چه وینی چه ډغري ويئ غورځی ګیی.
دا هم ستا په شان روان دی چه غورزی او پا سیګی.
دا چه ته ورپوری خاندی دا مجنون او دا ملنګ..
ستا قبا دا شنو رېخمو او دا دوي شلیدلیی لنګ.
دا هم زویی دا آدم دی د آلله د ګوتو جوړ دی.
ډوب ډوب دی په تیارو کښی په شرابو کښی شوړ پوړ دی.
دی هم ځی په چغو چغو دی هم ښا غلته روان دی.
ته چه يئ د کم په طمعه هم هغه د دا مقام دی.
اي چه ډوب په فضل ډوب ئي اي چه بره ځی خوشخاله.
د ده شور چغي هم واوره دی هم تا لا وي هم ځان لا.
دا چه دی پړمخ پرېوزی تاته ښئي د تند ق لاره.
دا دی دي سر ماتی ولید ځکه ته راوان اوښیار يئ.
شیخ چلو د نیکو ډکه ګنګار دی ستا استاد.
ستا دعا د ځان د پاره تالا دی ده دا فریاد.
ستا د ښو ډیوا بلیګی په سینه کښی ځان د پاره.
دا ده سری لمبی دا اوور دی هما جهان د پاره.
دی تصویر دی دا آدم د ختوئي او پریواتو ئي.
او په سوو وازه روونو د پتنګ د الواتویئ

محمد شعیب خپلواک

-
بېرته شاته