(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبلواک استقلال !

موږ درلود استقلال  او داستقلال منار

منار پاته  سوپه استقلال یې ټکه ولویده

موږ ولومړی داسیا  یو خپلواک هیواد

اسیاپاته سوه  پر موږ ټکه ولویده

افغانستان په سیمه کې د آزادۍ  ګلاب   و

ځوزان پاته  سوه په ګلانو یې ټکه ولویده

 دبل په لکۍد مښتو  راغلور نوم سو بزرګان

ولس تباه سوه په بزرګانو یې ټکه ولویده

چې دبل په توره ارګ ته ننوځي تورزن

د وطن  ټوله خلک ورته ایسي راهزن

غړم سي، ډزسي،ګریچی سي او ډم ډم

کیښ ! پرې سي سرونه چې وي مغزن

په وطن کې دسوک وهلو رینګ جوړ سي

له سهاره تر ماښامه پکښې وي بزن بزن

دهغو تر شا ودریږي خېله پرتوګه ډانګییان

غژ!له سپاهیانو یې ډیر سي جنرالان ډوزن

ټوله مور او پلار ازاره مخه کړي سیاست ته

 مقامونه  ویشل کیږي دسوکانو په وزن

په وطن کې داسې یو ښه قانون جوړسي

چې مني یې نه کوستیزن او نه شمیرزن

دتورسپي بیه له تورمږ سي سل برابره

ګل  بې قدره سي ان  ترزقوم اغزن

  هر چیري دآغا جان د مټو له برکته

بازان سي ټوله پک ټپوسان لاپزن

داټوله علامې دې  دبل اوبل واکي

استقلال دي مبارک سي  د هر نقب زن

دبلواکمشر دنده کیږي مصلحت او دلالي

له هغه چا سره چې د بادار د ګټې وي  ډولزن

پرځان راټولوي خاوره پلورونکي ټېکداران

د کانونو پر پلورولوسي پر یو بل بانګزن

نه پریږدي  یویې  ان نسوار په شازه کې

کله  پریږ دي په صاف میدان کې سوزن

وطنپال دبیې اچوي  د اسپین پوشان

حلبي ساز  ته وایي  مډرن سرود زن  

په پردو  ځان ، ارګه او بارګه ساتي

  دمقام ګهر دپاره وي په بهر کې لامبو زن

تل پراوبوباندېکرښې ورښې باسي

یوازې پوره کوي ارمان د خپل بچ  اوزن

کله به را سي یو  پر سپين آس سپور

چې ورکه کړي دا کړۍ د غل اورهزن

کله به پیداسې یو وطني شعبده باز

چې شیدې وکړي په انځورسوي ګاوزن

د هر خاین له پزې شور  راتوی کړې زر

دا ولس خپله سي د خپلي خزانې  خازن

نظری  بس کړه  له ورځي مه  وینه خوبونه

در په یاد کړه هغه کیسه د  ملا سرمغزن

ول له هغه وخته چې راغلئ دی ظاهر شا ه  

اوپه کندهار کې یې جوړکړئ د برق مخزن

داوبو برېښنا یې کړه ټوله لکه پیروی

بې برقه اوبو  نران کړه تر نامه لاندې  ګوزن  

ول تورجان  اکا چې څښلې اوبه دڅاه

تل به  دهغه پسې وه څو ښایسته لغړزن

یو ورځ والي هغه وروغوښت ولایت ته

په خبرو خبرو کې یې هغه ته ویل کوستیزن

 تورجان ویل   توکل دي مي وي  په پاک الله

 اخ ، تو! ستا هم  څه اوڅه دمور وخور او زن!

دبل واکي یوه  وتلې علامه دا  ده

هر یونر ددې هیواد دنیا ته ایسي زن

څوک بمونه څوک راکټونه  ورباندې اوروي

 دهغه ملک په سرونوارمان باسي هر تزن

له ویرې خولې ، و تړل سي د پوهانو

بلواک ته داستقلال مبارکي وايي  هر خړمېزن

استقلال دي مبارک سي مګر د هغو

چې په سپینه ږیره د نورو دي لغړزن

له بیېاچول (خرابول )،پراوبو کرښېکښل( بې مانا خبرې کول )

خړمېزن( ګړینګن)، ،کوستیزن( نامرد، بې عزته)،وزن ( عزت)، ګوزن ( فلج)،مغزن ( پوه )،لامبو زن ( تجربه کار)،سرماغزن ( سودايي)

-
بېرته شاته