(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلی غفوری شعرونه تازه شول

د زړه احساس

د هجـــران سـخـتـې شـــیبـې نګار مې نـشته         د وخـــتـونـــو ازمـویـلی یــار مې نـشـتـه
د عـــیشـو پـــه نـېشـو مـسـت کـله ویښیږی؟          د رنـځـو نـېـشـه یــاران د بـار مې نـشـته
دا د میــنې د ادراک پـــه مـشــغــــــولاکـــې        ماخــسـتـن را ځـنـې هیر، ماښام مې نشته
له هــــیواده مې ګـــــرداب د ویـنـو جوړ دی         آرام نـــــــلـرم، د زړه قــــرار مې نـشـتـه
د تـنکـــو هـــــــیلو په و یـنـو تجـــارت دی!          لــه صـفا نه ډ ک زړګي بــازار مې نشته
ما د شــپو د زړو  په تــل کې سـفـر کــړي          د مـاښـام لــه تــروږمــو نـه ډار مې نشته
هر قدم چې وړاندې ږدم اغزی، ځوزان دی         فــولادی پـونـدې لـرم، پرې کار مې نشته
ددې ځمکې مخ هــر ځای راته کورګئ شـو         تیت پــــرک لــــرم یاران، دیـار مې نشته
ســـر مې هم د چا په وره کې کښته نه دیٔ!          که د ســتـرو خــدمـتـو یادګار مې نـشــته
د رقیب د خــپـل ځــــان واک د لاســه تللی         زه خپلواک خو یم، که نوراختیارمې نشته
ســاقی راشــه د ځـــیګــر وینې مې وېـشـه!          چا ویل چې خُم مې مات خمار مې نشته؟
دغه خـپـل د زړه احساس یاره درلــیـږم
د حـسـاسـو شـیـبو بـل ریـبـار مې نـشـته
 
ویـر

په وطن کې یې جوړ کړی لوی غوبل دی
واک زموږ له واک وتلی، واک د بل دی!
د خزان سیلۍ بې رحمه ژوبلول کا
ريژوی یې هر ګلاب او که سنبل دی
څه تنکۍ، تنکۍ ځوانۍ شوې خاورو لاندې
جوړ دوزخ دی کندهار او که کابل دی
د افغان د پګړۍ ولونه ړنګ و بنګ دی
غورځیدلئ ګل د پیغلو له وربل دی
څوک ددې، څوک د هغو لومو کې ګیر یو
څه تقدیر، څنګه حالت مو مبتذل دی؟
دا ساقی د زهرو ډکې پیالې ویشي
د رقیب په دې خوږو، خوږو کې چل دی
د فلک د ناکردو نه به څه نالو؟
نه ئې پای ښکاری او نه یې دا اول دی!
که نجات غواړې همت در لره بویه
ټنبلۍ او مأیوسۍ کې د زلل دی
یو تر بله په ګیلو کې ګټه نشته
ضرورت د ستر پاڅون، ملی تکل دی
انتقام کې د وطن بربادی وینم
څوک چې نورو ته ګذشت کوی اتل دی
غفوري سبا به ټــــــول سره یـوکیږو
خیر که نن مې د ملګرو خیال بدل دی

-
بېرته شاته