(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون

د تکړه پښتې شاعرې محمودې تقوا په زړه پورې شعر

دل پښتون دلدار پښتون ریبار پښتون
عشق پښتون نظر پښتون پرهار پښتون
ننګ دی که غیرت دی په همدې کې دی
شان پښتون ټوپک پښتون دستار پښتون

تل به ئې په زړه کې احترام کوم
دود پښتون دستور پښتون رفتار پښتون
ننګ، جهاد مېړانه د پښتون مانا
پښت پښتون منصور پښتون هم دار پښتون
سر ښندل بایلل ئې دي په خټه کې
ننګ پښتون فرهنګ پښتون انګار پښتون
هرڅه ښکلي ښکلي په پښتو کې دي
خیال پښتون احساس پښتون قرار پښتون
نه خوښوم پرته له پښتون مینه
ته پښتون هغه پښتون ټول آر پښتون
تل به ئې بازار د مینې ګرم وي
سیند پښتون منګی پښتون نګار پښتون
خوند کوي فقط له پښتنې سره
ټیک پښتون، پیزوان پښتون او هار پښتون
پورته شه ساقي د میو جام ډک کړه
غم پښتون هوس پښتون خمار پښتون
وخت د نو بهار دی غږ ترې پورته کړه
ساز پښتون آواز پښتون بهار پښتون
دا به زما تقوا همیش ملګرې وي
شعر پښتون قلم پښتون شعار پښتون

-
بېرته شاته