(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

مينه کښې چا کړی دی وير ستا پۀ شان
ای زړۀ ! دَ چا مۀ شه تقدير ستا پۀ شان

پوهه يم چې تۀ نۀ ئې خو بيا مې هم
زړۀ کښې يو جوړ شوی تصوير ستا پۀ شان


ماته کۀ دَ نورو سترګې ستائ څوک
سترګو کښې دَ چا دی تاثير ستا پۀ شان


ډېر ئې کړم خفه راته ئې اؤويَل
ما دي الله نۀ کړي زهير ستا پۀ شان


اورمه صفت ئې دَ هر چا له خُلې
ښکاري ښائسته دی کشمير ستا پۀ شان


ما به هم خرڅ کړی څو څو واره وی
ښه ده چې مې نۀ دی ضمير ستا پۀ شان


ځان چې درنه نکړي قربان بيا وايه
څوک وئ چې تواب دی دَ دير ستا پۀ شان

Tawab Turabi

-
بېرته شاته