(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Chandan

شاعرښاغلی ریاض تسنیم

تماشه دې دَ خپل زړۀ کا
تماشه کۀ دې پکار ده

دَ مجذوب َ دَ خُلې نه وتې
نو خبره خو دَ کار ده

دا چې مالار ته راکاږى
دا دُنيا کومه پۀ لار ده

دا به منې چې دروغ هم څۀ پۀ کمال وايو
چاکرى هم کړو اؤ شعرونه دَ خوشحال وايو

داسې خاموشه سوزېدۀ هم مزه خپله لرى
کوم کوم سړى ته به دَ ماتو زړګوحال وايو

ښۀ مطمئن يُو، چې پۀ خپله ګناه ښۀ خبر يُو
نۀ دېوال وَر ګڼو اؤ نۀ وَر ته دېوال وايو

لارې ګواه، دَ رنتنبور نه تر لاهوره پورې
خپلې سندرې دَ زنځير پۀ سُر اؤ تال وايو

دَ هغۀ حُسن پۀ غرور کښې هيڅ کمےنۀ راځى
مونږ کۀ هر څومره داستانونه دَ زوال وايو

خُلۀ مو دې ماته شى، کۀ هغه ورځ پۀ مونږه راغله
چـــــــــې  د تــــــــــــيــــــارو  ســـــــپـــه  ســـالار  تـــه  بـــه  مــشال  وايـــــــــــو

تسنيمه! بڼ دَ شاعرۍ شولو لۀ شوره خالى
اوس پۀ دې دَور کښې به چاته خوش مقال وايو

دا خلق تا اؤ نۀ پۀ ماپسې لاسونه مروړى
ټول خپلې خپلې مدعا پسې لاسونه مروړى

دا چې پۀ قدر دَ رڼا اؤ دَ رنګ نۀ پوهېدل
هغوى پۀ رنګ اؤ پۀ رڼا پسې لاسونه مروړى

دواړه برباد، ولې پۀ خپل ځائې مطمئن يو دواړه
نۀ زۀ پۀ وخت ، نۀ وخت پۀ ماپسې لاسونه مروړى

ټول دَ جادو دَ اژدهاؤ نه امان غواړى ــ اوس
څوک پۀ امسا نۀ پۀ موسى پسې لاسونه مروړى

دغه تنها کوڅې ودانې وې پۀ ما تسنيمه!
اوس دې زما غوندې تنها پسې لاسونه مروړى

خبر دا دے، چې نۀ بنګ شۀ ، نۀ لونګ شۀ
سخته وسپنه زړګےوۀ ، لاړۀ زنګ شۀ

هر خواهش مې کله دوست، کله دُشمن شى
هر خواهش مې دَ دُنيا پۀ رنګ کښې رنګ شۀ
 

ستورى سترګو کښې راخېژى اؤ پرېوځى
هر دېوال ځى، تر اسمانه پورې دنګ شۀ

بې کچکوله ملنګى نۀ ده عذاب دے
دا جهان چې څومره لوې وۀ دومره تنګ شۀ

پۀ هر رنګ کښې کۀ ئې ګورې رنګ ئې يو دے
خدائې دې نۀ کا ، کۀ تسنيم دا ستا پۀ رنګ شۀ

نۀ مې نهرونه کنستل ، نۀ دا اووۀ سمندرونه اؤ نۀ غرترمينځه
نۀ وې مضبوطې قلاګانې ،بس نرےدېوال دَهجروۀ اکثر ترمينځه

دادَ داستان کومه حصِه کښې مې لاس ومروړل پۀ نورو کردارونوپسې
دا زۀ يواځې يم ولاړ، ولې ولاړيم ، دَ کوم خېراؤدَکوم شرترمينځه

زۀ هم زلمےؤم، شهزاده وُم اؤ راوتی وُم دَ ژوند دَ ښاپيريو پۀ لټون
سترګې چې کوم پلو ته واړٍوُم ، ولاړوى يو دَتوروکاڼو غرترمينځه

تل ئې وژلےاؤ بېخى ئې دَ خپل مرګ پۀ لذتونو خبر کړےنۀ يم
چرته زما دَ وينو څاڅکى هم پراتۀ دى؟ دَمنظر اؤ پس منظر ترمينځه

نۀدَرحمن پۀ شان مې عشق،نومهينےمې دَ بهلول اؤ د اورنګ خوړلی
خو تجربه وه اؤ بلهاډېره ترخه وه ، دَ سرکار اؤ دَ نوکرترمينځه

چرته پۀ زور ويستل پکار دى ، يوه ورځ يا يوه شپه دَ موړ ديدن دپاره
يَه سړيو! مياشتې اؤ کلونه شمېرو، کله وى روژه کله اختر تر مينځه

شپه هم درنه وه، دَ سحر درک هم نۀ لګېد اؤ زړونه هم پښېمان غوندې وو
لارو به څۀ وئېل تسنيمه! عمر تېر وۀ دَ خبر اؤ نۀ خبر ترمينځه

نۀ دې زړۀ سُورےدے، نۀ دې داغ پۀ ځيګر ايښی دے
دا دَ محبت پۀ کومه کرښه دې سر ايښی دے

پال به دَ حافظ اؤ د رحمن ديوان کښې ګورمه
دا ځل مخامخ دې راته داسې منظر ايښی دے

هر ځلې چاپېر لکه پرکار لۀ ځانه چورلمه
هر ځلې دې پښو کښې راته داسې سفر ايښی دے

زمکه مې راکاږى ځان ته ، هسې ټيټ روان نۀ يم
بوج مې دَ خپل عصر دَ ګناه هم پۀ سر ايښی دے

دا تسنيمه! څوک دے؟ خدوخال لکه زما لرى
دا ئې کوم تصوير زما دَ قد برابر ايښی دے

تلم اؤ راتلم ، اخر خالى مکان ته ودرېدمه
زۀ چې لۀ ځانه مَرَور ؤم ، ځان ته ودرېدمه

دا شپه زمونږ دَ بدبختۍ حالونه چاته وائى
يوه شېبه لۀ ستورېو ډک اسمان ته ودرېدمه

خدائې خبر کومې ذائقې مې پۀ زړۀ وورېدې
داچې دَ شونډو دَ شکرو کان ته ودرېدمه

نور دَ دې ويړجهان لۀ هر منظره غلےتېر شوم
تۀ مې ارمان وې اؤ زۀ خپل ارمان ته ودرېدمه

حق دےتسنيمه! دَ باګرام دَ پريزادو جادو
راغلم اؤ څلى دَ ملنګ رحمن ته ودرېدمه

ژوند ــ زمونږه حوصله ده ، پۀ دې خاوره
مرګ دےهره ساه اؤ شپه ده ، پۀ دې خاوره

خوشبوئى ده ، لۀ رګونو نچوړيږى
وينه ځائې پۀ ځائې پرته ده ، پۀ دې خاوره

ډېرې لوبې دَ سرونو سره وُشوې
ډېرو کړې تماشه ده ، پۀ دې خاوره

څړيکې زړۀ نه راوُځى، زړۀ ته واپس ځى
حال دَ زړۀ هم تماشه ده پۀ دې خاوره

رېګ دے، دشته ده تسنيمه! تنهائى ده
دَ عذاب لاره ووږده ده ، پۀ دې خاوره

راته معلومه وه ، چاپېره ريا ، نۀ راتلمه
زۀ دې کوفې ته دَ خپل زړۀ پۀ رضا نۀ راتلمه

نۀ دَ بل ځائې ؤم ، نۀ د تېرو زمانو پۀ شانې
دَ دې کوڅو ؤم ، خو پۀ ياد کښې دَ چا نۀ راتلمه

يامې شعرونه يا دَ ويښو شپو زخمونه راؤړل
زۀ چې هر وار لۀ تا راتلمه، تنها نۀ راتلمه

څۀ عجيبه غوندې مزه وى دَ ماضى دَ ياد هم
هسې دَ ورانو کنډرونو پۀ خوا نۀ راتلمه

تسنيمه! دړد مې پۀ رګونو کښې موجونه وَهَل
دا چې هجوم کښې دَ دې واړه دُنيا نۀ راتلمه

چې کلےچُپ وى اؤ رسۍ دَ دار خبرې کوى
نو داسې وخت کښې لېونى دَ کار خبرې کوى

زړونه هم چا دى دَ لعلونو پۀ بدل اخستى
دا خلق خدائې خبر دَ کوم بازار خبرې کوى

دغه نرګس سترګې اؤ دغه پۀ زړۀ کاڼی جهان
پۀ دغه ګل شونډو به څۀ سرکار خبرې کوى

هر ځائې اؤ هرچا ته مو خپله مدعا بيان کړه
اوس دې پۀ مونږ پسې دا واړه ښار خبرې کوى

تسنيمه! داسې يو همزاد سره مې عمر تېر شۀ
دَ شمار خبرې اورى اؤ د شمار خبرې کوى

عجبه حېرانى ده ، عجب غلى يُو، جانانه!
چا داسې ائينو ته وُدرولى يُو، جانانه

نور دا دَ قسمتونو ستورى ښۀ راته معلوم دى
دا ډېره ده ، چې خيال کښې دې راغلى يُو جانانه

کاش تا خو دَ  دې هجردَ شپې حال پُښتلےنۀ وے
کۀ  نورچا نۀ يُو، تاخوازمائېلى يُو جانانه

نغمې  مو لکه سېل نه جُدا شوې زاڼې ژاړى
دا ځلې داسې زړۀ باندې داغلى يُو جانانه

دې خاورو اؤ ګردونو کښې هم سحر غوړېږو
ګلاب يُو اؤ چا لاره کښې کرلى يُو جانانه

د ځان سره مو جُخت دَ دائرو پۀ سفر بيائى
دې خپلو خواهشونو کلک نيولى يُو جانانه

دې دَور کښې مو دا حواله هم غنيمت بوله
بس وُښکې يُو اؤ سترګو کښې راغلى يُو جانانه

تسنيمه! حُسن واړه مو دَ زړۀ دننه وُليد
پۀ خدائې ، کۀ کوهِ قاف ته پسې تلى يُو جانانه

 

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 

دا خو زما  زړۀ انتخاب ــ راوړۀ
چا به دَ هغو سترګوتاب راوړۀ

دومره دَ رنګ باران ته وُدرېدلو
مخ مو تک سور لکه ګلاب راوړۀ

هر يو سړےمو پۀ عذاب خوشحال وۀ
هر يو سړى راله عذاب راؤړۀ

دَ خپل خپل مرګ خبر مو ځکه راوړۀ
څۀ به دې ښار خانه خراب راوړۀ

څوک به اوس شګو کښې ټيکونه ګورى
پنډ دَ سرونو چې درياب راوړۀ

پۀ توره شپه دې مړې ډيوې راوړې
دا دې دَ کوم تپوس جواب راوړۀ

کاش دَ وطن دَ وينو رنګ دې ياد وے
تا لۀ درباره چې خطاب راوړۀ

چې مسخرو دعوې دَ علم کړلې
مونږ دَ هغې زمانې تاب راوړۀ

ياران لۀ خپل سخنه وُشرمېدل
چې مې هر تورےانتخاب راوړۀ

 (خوشحال خټک ته نذر)

دُنيا ډکه لۀ الَمه
خوشحالى ده څومره کمه

خو دسوزى کړې لکه شمع
اےزما دَ سترګو نَمه

سرې سکروټې مې سينه کښې
تږےراغلم لۀ زم زمه

چې دې خپل ناشونې کاندى
بيا لۀ غېرو دَ خېر طمع؟

تر دې دمه راسره ئې
افرين شه خپله دمه

خوب خو ستا اؤ زما نشته
خلق خوب کوى بې غمه

بې پړدې مو عمر تېر کړۀ
پۀ پړده کښې لۀ عالَمه

(ق)

تور څادر دےچې رپيږى
کوم ځائې پاتې لۀ ماتمه

خو راياده کربلا کړه
طمع اؤ لۀ دې عالَمه؟

هۍ توبه ئې دَ نېکۍ نه
هۍ توبه ئې لۀ کَرمه

يو ښامار دے، وينې ځبېښى
لۀ عربه تر عجمه

ـــــ

لارې ستا دَ زلفو لارې
پېچ در پېچه ، خَم در خَمه

بس دا يو حقيقت پاتې
دَ عشق لار ده محترمه

دَ خوشحال برکت غواړه
دَ تسنيم دَ  لاس قلمه

چا حوصله راکړه چا موصله وُليده
تسنيمه! مونږ ډيره بې دړده زمانه وُليده

شپه ده اؤ شپه ده اؤ دَ زړۀ پۀ رڼوځى روان يُو
نۀ موسم دشت وليدۀ ، نۀ مو ښاريه وُليده

نۀ د ښېرو، نه دَ دُعا برکتونه پاتې
دا چې هر ځائې دَ بلاګانو موسايه وُليده

سيند دےروان کۀ دَ سرونو کنډولى روان دى
چا مو دَ خاورې دا ويرژنه نذرانه وليده

چا چې دَ نورو کچکولونو کښې جولۍ څنډله
نن مو دَ هغه فقير لاس کښې هم کاسه وليده

دَ ائينو پۀ مخ مو څومره ايرې وُشيندلې
دا مو پۀ څومره ناخوالۍ خپله څهره وليده

بويه تسنيمه! کۀ لۀ خپلو وينو وُشرمېدوُ
بويه کۀ مونږ پۀ غړېدليو معجزه وليده

 

چې دَ صافو اننګو ده
تماشه خو دَ کتو ده

يوه لاره ده دَ ويښو
يوه لاره دَ وودو ده

چې ماران دَخزانو دى
دا دُنيا هم دَ هغو ده
 


(ق)

کجاوې دې دَ رېښمو
اؤ سپوږمۍ پۀ راختو ده

يَه دروېشه خدا مسته !
قافله درنه پۀ تلو ده

چې ئې چرته نظير نشته
زړۀ دےپيرــ ګنى پير نشته

دَ فقير نامه هم دا ده
چې نامه دَ فقير نشته

دَ فقير سکون هم دا دے
 چې ئې بوج پۀ ضمير نشته

دَ فقير دَ لارو ګرده!
فقير شته کۀ فقير نشته؟

 دَفقير قېد،ازادى ده
چې ئې پښو کښې زنځير نشته

دَ فقير جاګير خو عشق دے
بل جاګير دَ فقير نشته

دَ فقير سخن ــ شکرې
نور خواږۀ اؤ تاثير نشته

 

 

 

 

 

 

دا کلےويښ دےخو کوى لکه وودۀ  خبرې
 ځکه پۀ زړۀ دننه پاتې شوې دَ زړۀ خبرې

دا ځل مې ښه تماشه وکړه دَ نيمګړى جهان
چا به دَ څۀ ارمان کوۀ ، چابه دَ څۀ خبرې

يا دغه خلق چې لۀ وسپنې هم سخت وُختل
يابه زما پۀ اواز کړلې دېوالۀ خبرې

کله نا کله پۀ خپل ځان پورې خندا هم راشى
دا چې لۀ ځانه مرور شمه پۀ نۀ خبرې

تسنيمه! هر يو کېفيت دَ خپل وجود دننه
نۀ دا ګرمى کوى خبرې ، نۀ ساړۀ خبرې

 

 

 

 

دغه ګومان مۀ کړه چې نۀ سوزيږى
چنډن ، اګر پۀ پټه خُلۀ سوزيږى

تاؤ دَ دي خپل وجود څۀ ټوقې نۀ دى
لۀ خپله تاوه چينار وۀ سوزيږى

لۀ خپل قامته دې ګيله کړى خلق
زما اؤ ستا نه دوئ پۀ څۀ سوزيږى

تر خپله وسه پورې لار وهل دى
تر خپله وسه  وزر نۀ سوزيږى

تسنيمه! مرګ پسې لاسونه مروړى
څوک چې دَ ژوند پۀ تنارۀ سوزيږى

 

 

 

 

 

 

 

ځارــ دَ سپرلى نه ئې وږمه قدرَ  ته وانخسته
تاله درتلل اؤ چا چنبه قدر ته وانخسته

دومره تادى وه دَ سفر دَ ماښامى پۀ شونډو
ستا لۀ منګُلې چا بوسه قدر ته وانخسته

پۀ ماتو پښو دَ خپل کالۀ دُرشل ته وُرسېدو
وخت وۀ روان، مونږ ترې لحظه قدرته وانخسته

دا خپلې وينې مو څلور اړخ ته وُشيندلې
اؤ خون بها مو کاسيره قدرته وانخسته

دَ جنتونو خواهش دوه ؤ سپېږمو له راوستلو
سړيو! دَ ژوند نه مو مزه قدرته وانخسته

داسې دَ نمر طمعې ړاندۀ اؤ کاڼۀ کړى ووټول
سړيو! پۀ لاس کښې مو ډيوه قدرته وانخسته

زۀ مطمئن ، چې دَ هر چا پۀ رنګ کښې نۀ شومه رنګ
تاسره غم ، چا دې نامه قدر ته وانخسته

تسنيمه! خلقو دَ مارانو اجازې غوښتلې
چا هم دَ مينې اجازه قدرته وانخسته

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

 لۀ خپله خاکه پسې تګ چې کور برباد وکړے
تسنيمه! داسې څۀ جادو دې پريزادو کړے

زمونږ پۀ شان ووــ اواره اؤ دړدېدلى خلق
مونږ باندې ظلم کۀ دےکړے، پۀ زړۀ ښادو کړے

چې ستا پۀ قېد کښې دى ، هغوى څومره بې غمه وودۀ
چې ستا لۀ قېده دى  ازاد ، فرياد ازادو کړے

ټول بامراده ،لۀ صديو ماړۀ ماړۀ ګرځيږى
کۀ ارمان کړےدَ مراد ، خو نامرادو کړے

اوس ښاپېرى پۀ کشمالو نۀ کوهِ قاف کښې اوسى
تسنيمه! ځائې پۀ ځائې سازش دې ادم زادو کړے

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

ګويا دَ عشق پۀ وُچو څانګو بيا بهار راغی
دا چې دَ هر يوۀ مجذوب مخې له دار راغی

ما چې سوچ وکړۀ ، کائنات دَ تنها يۍ نامه وه
ما چې هيڅ نۀ ګڼۀ ، هغه زړۀ مې پکار راغی

څوک چې دَ بل پۀ تماشه وۀ ، دَ هجوم سره لاړ
څوک چې هم خپلې تماشې ته وۀ ايسار ــ راغی

هر څۀ جُدا، چې دَ طلب لارې جُدا جُدا وې
چاله دَ زرو کان، دَ چا مخې له يار راغی

دغه دُنيا دَ سړيتوب معيارته نۀ رسېده
نۀ بيا داتا راغے، نۀ رام اؤ نۀ اوتار راغی

لکه ښوره دېوالۀ ترمې ترمې ورژېدۀ
هغه تسنيم چې دَ دړدمندو پۀ قطار راغی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

لۀ بلې خوا راغلم اؤ بيا پۀ بله اووتمه
دا چې لۀ خپل کفنه څو څو ځله اووتمه

دې وُنو بوټو راته هره لار راؤښودله
زۀ پۀ تپوس تپوس لۀ دې ځنګله اووتمه

عشق کرشمه ده، ګنى بله کرشمه چرته ده
تا چې څارله پۀ هغې دُرشله اووتمه

ما به دَ هجر دَ انا لۀ قېده څوک وُباسى
لۀ خپله خاکه خوبه کله کله اووتمه

 

 

نۀ دَ خپل ځان پۀ طرف وُم، نۀ دَ جهان پۀ طرف
دَ دې بې خونده تماشې نه خپله اووتمه

زۀ چې پۀ شونډو ګرځېدمه ، هيڅ پروا مې نۀ وه
زۀ هله ورک شوم ، چې دَ زړۀ لۀ تله اووتمه

داځل راغلےدَ کوفيانو پۀ صلاح رضايم
تسنيمه! خدائې زده کۀ لۀ دې مقتله اووتمه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بيا درله هر څۀ درځى
حل کۀ دَ دې زړۀ درځې

ټول تراخۀ زمونږ نصيب
تاله ټول خواږۀ درځى

څوک چې پۀ هيڅ نۀ در تلل
اوس پۀ نيمه خُلۀ درځى

خوب دَ زاڼو مۀ وينه
تاله الوتۀ درځى؟

زۀ اؤ دَ الف معنا؟
تاله ګنى نۀ درځى؟

 

 

 

يَه دَ هجر سرې سيلۍ
شرم درله نۀ درځى

وې مې ، دُشمنى مې زده
وې ئې ، نور به څۀ درځى

وې مې ، دَ تسنيم علاج
وې ئې کج باڼۀ درځى

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څومره بې ځايه رژېده، څومره بې رنګه شوله
لاړه اخر دَ ښائستونو دُنيا ړنګه شوله

بس خو دَ لاس پۀ اشارو به سره زړونه تش کړو
دا دَ ګونګيانو قافله کۀ مو تر څنګه شوله

ښه ده اخر د ائينو دَ خندا ورځې راغلې
ښه ده ــ  دَ هر سړى څهره دومره بد رنګه شوله

څوک به چندڼ، څوک به لونګ دَ عشق دَ لارې وېشى؟
دا ښاريه کۀ بې فقيره ، بې ملنګه شوله

بيا دَ اسمان پۀ وسعتونو کښې ورک شوى ښۀ يُو
تسنيمه! دا وارې کۀ زمکه پۀ مونږ تنګه شوله

 

 

 

 

 

 

دا دې کوم ياد ته دَ بڼو څانګې راؤڅنډلې
تسنيمه! لاړې اؤ لۀ خپله برمه پريوتلې

دغه ګردونه هم زمونږ دَ داستانو نو نه ډک
تا کۀ پۀ غور لږ زمونږه لارې وُڅارلې

ستا پۀ دروغو باندې چُپ پاتې کېدۀ وو رواج
ستا پۀ ٫٫رشتياؤ،، مې هم لۀ ځانه سره وُخندلې

يوه خوبى لکه ايمان مو سلامت ساتلې
نۀ مو قلم خرڅ کړے، نۀ مو سترګې وُګنډلې

دغه دُنيا چې څنګه وه ، پۀ هغه شان روانه
تسنيمه! خپلو خواهشونو پۀ زړۀ وُداغلې

 

 

 

 

زمونږ دَ پاره قېد، زمونږ دَ لاسو زنځيرونه
دَ هرې غاړې هار دى دا زمونږ محبتونه

دا شپه مو دَ درنو بڼو پۀ حال باندى خبر ده
اےخوبه! مونږ ليدلى پۀ هر خوب پسى خوبونه

وئېل ئې دَ تيارو پۀ ضد دَ چا مرسته لرې هم
وئېل مې دَ هوا پۀ وږو باردى مشالونه

تسنيمه! چې دا زيړ رنځوره نمر پۀ غرغره وۀ
مونږ وُشيندل دَ ژوند پۀ اننګو باندې رنګونه

ياران پۀ قافيو اؤ رديفونو پسې ورک وو
تسنيمه! چاته ياد وو دَ غزل نزاکتونه

 

 

 

 

 

زۀ او خواهش د ښاپېرېو دَ ښار
يعنى سينه کښِې شته سا ګانې دَ کار

مات مې ورمېږ لکه د مړاوى ګلاب
دا زۀ پانسى يم پۀ کوم ښاخ دَ بهار

جُرم به يو پۀ يو منمه اخر
زۀ لاس تړلےاؤ ستا لاس کښې مهار

ښه ده ، چې نور پيغمبران نۀ راځى
ښَه ده ، پۀ خپلو وينو رنګ ښۀ دےښار

يَه زور اورو زړۀ مو وُچاؤدلو
شونډې پرانيزئ ، کړئ خبره دَ کار

 

 

 

 

 

هغه هم زۀ وُم ، چې سېلاب پسې مې کور ګرځوۀ
دا دَ عشق پېټےمې دَ خپل زړګى پۀ زور ګرځوۀ

هر خوا چې تلم دَ خواهشونو کړۍ نۀ ختمېدې
هر خوا چې تلمه خو نظر مې ستا پۀ لور ګرځوۀ

خود به خالى منګُلې تلې لۀ ښاريې فقيره!
چې دََ  انا  کچکول دې هر ځائې کښې نسکورګرځوۀ

ډېره پۀ ګرانه مو دَ قطب مرتبه موندلې
نۀ مو ګرېوان ، نۀ مو زخمى زړۀ کورپۀ کور ګرځوۀ

تسنميمه! تګ وۀ يقينى لۀ بې يقينه کوڅو
چې مو پۀ دې غلبېل غلبېل سينو کښې اور ګرځوۀ

 

 

 

 

 

نۀ مو ملکونه غوښتۀ ، نۀ مو جاګيرونه غوښتۀ
بس دَ نازکو مهوشانو نه مو زړونه غوښتۀ

مونږه دَ خپلو ډوبېدوتماشه هم وُنۀ کړه
خلقو دَ سترګو سمندر نه هم لعلونه غوښتۀ

نۀ وو زما دَ زړۀ پۀ شان دَ شوخ وشنګوزړونه
چې ئې دَ عشق پۀ لويه لاره کښې حدونه غوښتۀ

چې اقتدا مو دَ ملنګ عبدالرحمن کړې ده
بيا به مو څۀ رنګ لۀ درباره خطابونه غوښتۀ

تسنيمه! چاوې چې مېوې دَ صبر نۀ دى خوږې
خو محبت کښې چا دَ صبر تعويذونه غوښتۀ

 

 

 

 

 

 

تسنيمه! ځکه مې پۀ سترګو کښې ساتل ياران
لکه دَ شګو دَ وخت لاس کښې رژېدل ياران

ما به تر کومې شرنګ دَ  زرونه  ساتل ياران
دومره پۀ لږه لږه بېعه خر څېدل ياران

دا ځلې بيادى دَ بادونو پۀ اسونو سوارۀ
نۀ چاته ګورى ، نۀ پۀ زمکه ايږدى پل ياران

څومره پۀ لويو خُلو وړې وړې خبرې کوى
څومره نيمګړى ښکارى ، څومره مکمل ياران

رانه چاپېره ټول دَ پنجو پۀ سرونو ولاړ
چا وې زما تر قده نۀ رارسېدل ياران

څومره نا څاپه دې سبب دَ تنهايۍ وُپښتۀ
څۀ بې اختياره مې دَ خُلې نه وُوتل ٫٫ياران،،

دا حقيقت پۀ باخبره دېوالونو ليکه
تسنيمهۤ! ستا پۀ اواز نۀ را خبرېدل ياران

 

 

 

کېدےشى ، چې پۀ خوب کـښې ئې ليدلى مرادونه
کېدےشى ، چې دا خلق پۀ هوا ږدى قدمونه

کېدےشې ، بې مقصده مو دا لارې وى کچ کړى
کېدےشې ، اپو ټه مو وى نيولى کچکولونه

کېدےشى ، چې مونږ ټول دَ رقابت سندرې وايو
کېدےشى ، هره ساه کښې مو ساه اخلى عذابونه

کېدےشى ، زمونږ هره اندازه به رسا نۀ وى
کېدےشى ، چې انګار ته مو وئېلى وى ګلونه

کېدےشى ، ستا پۀ نوم ئې تورې خاورې وى اغوستى
کېدےشى ، هجر زادو پټ پټ کړى ماتمونه

 

 

 

کېدےشى ، چې دې خُلۀ وى پسته کړې لېونوته
کېدےشى ، چې دې شاته وى نيولى زنځيرونه

کېدےشى ، چې د صبرهر تعويذ مو وى پۀ غاړه
کېدےشى ، چې ستا غاړې ته مو نۀ رسى لاسونه

کېدےشى ، دَ باګرام لۀ ترکو رقص وى هېر شوے
کېدےشى ، چې رحمن  لۀ  دړده نۀ کوى غږونه

کېدےشى ، چې تسنيم دَ تنهايۍ سېلاب اخستی
کېدےشى ، چې دې خلقو ورکاږۀ کړۀ ورمېږونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ځان له وَ هَم لار پيره!
چا ته شم ايسار پيره!

شين لوګے، نۀ هو چغه
سوړ دےهر بازار پيره!

دړد معنا بدله کړه
هر سړےقلار پيره!

شپه مې پۀ څنګل ووده
شپه ، لکه تور مار پيره!

خوب اؤ خُلۀ يو ځائي غواړى
خلق ډېر هوښيار پيره!

سرې سکروټې خلې ته کړم
شى خپله اظهار پيره!

ق

 

رقص دےاؤ دَ وينو رقص
ښار تک سُور انار پيره!

هر دهمال اؤ حال کښې زۀ
سَريم  دَ قطار پيره!

ق

 

کنده اؤ غر چاته ياد
ستا لاس کښې مهار پيره!

يخ يخ قدمونه ږدم
ګرځم پۀ انګار پيره!

ډېر به مې نرګس وُوخوښ
ښۀ يمه بيمار پيره!

زۀ چې دَ هيڅ کار نۀ وم
زۀ ئې کړم دَ کار پيره!

عشق خوارَوَل  نۀ کوى
کړى سړے، سردار پيره!

يو تسنيم ډاډه وۀ ډېر
هېر شۀ اؤ کۀ شمار پيره!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

سبا رُوبه د اسمان کوى سېلونه
اؤ دې زړۀ پۀ زمکه وُليدل خوبونه

سبا رُوبه د ځوانۍ پۀ خوب ووده وى
اؤ دا تږےزړۀ به وکړى ديدنونه

سبا رُو به پۀ صديو کښې يوه ورځ وى
او پۀ دغه وخت به وخت کوى نازونه

سبا رُو به حال دَ زړۀ دَ هجر وائى
اؤ ورو ورو به تېرې ورځې کړى ويرونه

سبا رُو به شهزادګۍ وى پۀ داستان کښې
اؤ چاپېره به  ګدېږى کردارونه

ق

 

سبا رُولکه شهد شونډې واکړى
اؤ لۀ حلقه به تېريږى جنتونه

سبا رُو به لکه سپينې مټې پړق کړى
اؤ ړاندۀ خلق به راؤړى بينازړونه

سبا رُو به مشک پۀ دواړه لاسه نولى
اؤ چاپېره به فضا وهى موجونه

سبا رُو به د مسکا ګنجونه وېشى
اؤ دا سرۀ ګلاب به ټک وهى لاسونه

سبا رُو به تور ګټان زلفې پرانيزى
اؤ چاپېره به وريږى بارانونه

سبا رُو به کجاوه کښې لونګ پاشى
اؤ دا دشتې به پۀ ځان کوى نازونه

سبا رُو به کج حَبَش باڼۀ کړى پورته
اؤ عالم به دَ تيارو کړى منتونه

سبا رُو به د غزل مصرع کړى پورته
اؤ جوټې به خورى دا غرونه اؤ سيندونه

ق

 

سبا رُو به کړى نظر پۀ ملنګانو
اؤ چاپېره به وى سترګې کچکولونه

سبا رُو به کړى نظر پۀ مسافرو
اؤ دې خلقو نه به هېر شى خپل کورونه

سبا رُو به اشاره کړى لېونو ته
اؤ دا روغ به پۀ سرونولى رېګونه

سبا رُو به فېض د ژوند دَ لارو عام کړى
اؤ دا مرګ به روزانه مروړى لاسونه

سبا رُو به خواهشونه وى تسنيمه!
سبا رُو به وى پۀ خوب پسې خوبونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ملنګه چې دا خلق پۀ تُندۍچرته روان دى؟
وئېل ئې ، دا دَ خپلو خواهشونو غلامان دى

ملنګه! دَ لونګو څانګې لارې دَ چا څارى
وئېل ئې ، څو کم سنه دى ، لۀ قافه را روان دى

ملنګه! دا ګټان زلفې ، د رانۀ  بانۀ  اؤ ډک زړۀ
وئېل ئې ، دغه ټول علامتونه دَ باران دى

ملنګه! کوم يوسف ته دې ليدلےخوب بيان کړۀ؟
وئېل ئې ، بس يو زۀ اؤ دېوالونه دَ زندان دى

ملنګه! محبت ګنى بېخى دلته ناياب دے؟
وئېل ئې ، چې ناياب نۀ دےخو ډېرئې پۀ ارمان دى
 

ملنګه! ستورى څۀ وائى ، چې زمکې ته راګورى
وئېل ئې ،د ساه ګانو جوارۍ وته حېران دى
 

ملنګه! يو تسنيم پۀ سخن فهمو پسې مړ شۀ
وئېل ئې ، دلته واړه ٫٫دَ غالب طرفداران،، دى

 ملنګه! تور دَ سترګو وايه څه رنګه سپينيږى
وئېل ئې ، يو عذاب دَ انتظار پۀ نوم ياديږى

ملنګه! دَ کوم دشت هوا پر هر لره دوا ده؟
وئېل ئې ، پرهرونه پۀ هوا کله رغيږى

ملنګه! دا سپوږمۍ هم دَ چا ياد کښې ده ستومانه
وئېل ئې ، خو دَ ستوريو دا ځنګل پرې نۀ خبريږى

ملنګه! دَ درياب دوه غاړې هم چرې يو شوى؟
وئېل ئې ، زندګى خو بس پۀ هجر تماميږى

ملنګه! دَ رباب ژړيدۀ کله زړۀ راکنى
وئېل ئې ، چې دا شپۀ اؤ تنهائى کله يو کيږى

ملنګه! پۀ اخبار کښې يو خبر هم زمونږ نشته
وئېل ئې ، روغ عالم زمونږ پۀ دړد کله خبريږى

ملنګه! دا دَ کومې دروازې خوا دې نيولې؟
وئېل ئې ، بس تسنيمه! خوشبوئى ترې راخوريږى

وئېل ئې ، دا خفه درنه پۀ څۀ شى ښاريې دى؟
وئېل مې ، دواړه لاس کښې مې نيولې ائينې دى

وئېل ئې ، دا دَ کوم بدن خوشبو در پسى راغله
وئېل مې ، ستا لۀ مخه خوشبويانې راپسې دى

وئېل ئې ، محبت لۀ فېضه ډکه استانه ده
وئېل مې ، ستا دوه شونډې ئې شيرينې دروازې دى

وئېل ئې ، زما هجر يوه لويه مدرسه ده
وئېل مې ، ستا دَ وصل هم نايابه تجربې دى

وئېل ئې ، پۀ خندا کښې تور لونګ شيندې لګيائې
وئېل مې ، دا هم ستا دَ قربتونو کرشمې دى

 

 

 

 

وئېل ئې ، ماتې ماتې څڼې راغلمه دا چرته ؟
وئېل مې ، دَ دې خلقو زړونه نۀ دى هديرې دى

وئېل ئې ، نۀ دې زور شته نۀ دې زر اؤ عاشقى کړې
ئېل مې ، ملنګانو نه مې کړې لاس نيوې دى

وئېل ئې ، غټو غټو کتابونو کښې څۀ ګورې؟
وئېل مې ، د خپل ځان لټون عذاب عذاب لمحې دى

وئېل ئې ، لږ را دېخوا شه ، دا زړۀ دې دَ کتو دے
وئېل مې ، زړګےڅۀ دے، خو دَ وينو سرې ولې دى

وئېل ئې ، دَ غزل لهجه زخمى لرې تسنيمه!
وئېل مې ، دَ وختونو خندا ګانې راپسې دى

 

 

 

 

 

سترګې مشال لرم ، نۀ لاس کښې مې ډيوه ــ ملنګه!
لکه د هجر دَ شپې هره لار ووږده ــ ملنګه!

ښَه ده ، چې هره کربلا مو لۀ نزدې وُليده
ډېره مو کړې وه لۀ ورايه تماشه ــ ملنګه!

څومره بې وسه ننداره مو دَ بازار وُکړله
چرته ارمان ، چرته خوبونه مو ګاڼه ــ ملنګه!

دا خلق ساه نۀ اخلى ، مرګ ته ورځې شپې لنډوى
دا جهان نۀ دے، دا جهان دےهديره ــ ملنګه!

ډېره اسانه ده ، بيا دلته ګُذاره ــ ملنګه!
بس خو لستوڼےورکوه اؤ لاس ساته ــ ملنګه!

هره څهره ده ، دګومان پۀ اډاڼه ولاړه
هر تعلق دے، لکه تېره زمانه ــ ملنګه!

توره تيارۀ ده اؤ ياران دى دَ مارانو پۀ شان
تۀ پۀ چا ملاتړې ، تۀ خپله لار وَهَه ــ ملنګه!

زمکه روانه ده اؤ خاورې پۀ سرونو نولى
خلق ولاړ دى ، دَ خپل ځان پۀ تماشه ــ ملنګه!

دَ ښاپېرېو لۀ بور جله داسې مۀ تېرېږه
کۀ سپېلنى نۀ وى ، نو مالوګےکوه ــ ملنګه!

يا خو دَ هر سړى زخمونه کشمالى نۀ سپړلى
يا محبت دے، خپله خپله تجربه ــ ملنګه!

دغه چې لاس تر زنې ناست دے، لۀ حېرته ګونګ دے
دغه سړےوۀ ،دَ خپل دور شهزاده  ــ ملنګه!

خوب مې لېدۀ اؤ دَ دې خوب پۀ معنا هم پو هېدم
لارمې ليده اؤ رانه لاره ورۀ کېده ــ ملنګه!

ورځ دَ تسنيم غوندې پۀ نۀ زړۀ پۀ خندا تېروه
چې نيمه شپه ، خپل زخمونه نۀ دې شمېره ــ ملنګه!

 

 

 

يو تۀ دَ قدر شپۀ کښې بلېدلې ــ لونګينه!
دا لپې چې مې پورته وې نيولې ــ لونګينه!

مودونه دَ تيارو لۀ ځنګلونو راتېرېږو
مودونه مو سپوږمۍ پۀ پال نيولې لو نګينه!

هر کاڼےاؤ هر بوُټےبه زمونږ سندرې وائى
تۀ بيا کۀ لۀ دې دشته تېرېدلې ــ لونګينه!

هر څوک دَ خپلې برخې دَ عذاب سره پۀ جنګ وۀ
زمونږه لارې کوم سړى څارلې لونګينه

دا واورې اؤ ورېځې اوس دَ څۀ دَ پاره وورى
دا زمکه ده پۀ وينو لمبېدلې ــ لونګينه!

ړندوته مو دَ ګل د نازکۍ کړۀ صفتونه
کڼوته مو دَ کورتمبې وَهَلې  ــ لونګينه!

تسنيم او د تسنيم پۀ رنګې ډېر دَخلقو هېر وو
يو تۀ وې ، چې لۀ چانۀ هېر ېدلې ــ لونګينه!

لمبې دى ــ پورته کيږي لۀ زمينه ــ لونګينه!
حذر لۀ دې ازغى ازغى سپرلى نه ــ لونګينه!

دې درستې ښاريې ته څوک دَ زړه حالونه وائى
ګيله دَ سړى کيږى ، دَ سړى نه ــ لونګينه!

دا ځکه نۀ يقين اؤ نۀ دَ ژبې برکت شته
چاوُنۀ کړه يوه خبره سپينه ــ لونګينه!

ناشونې ده ، خو مونږه ته ناشونې نۀ ښکاريږى
دا زهر چې را څاڅى لۀ ګبينه ــ لونګينه!

تسنيمه! ښکته پورته دَ باګرام عزيز خانان دى
زړۀ څۀ کوى ، دُنيا پۀ زَر مئينه ــ لونګينه!

 

 

 

 

 

 

فرهاده !  دَ زړۀ وينې دې شينده لکه رنګونه
فرهاده ! چا دَ پيو بهيوَلى دى نهرونه

فرهاده ! زندګى دَ غړېدلو سترګو خوب دے
فرهاده ! چا دَ باد پۀ وږو ايښى دى سرونه

فرهاده ! بس ګلاب ګلاب خوبونه مو سينو کښې
فرهاده ! نۀ شيرينه ده زمونږ ، نۀ جنتونه

فرهاده ! هر يو شےدََ جُدايۍ سندرې وائى
فرهاده ! دَ دې  غرۀ نه اوس راخيژى اوازونه

فرهاده ! دَ خپل ځان اؤ دَ دُنيا مينځ کښې ولاړيو
فرهاده !ارمانونه مو دَ زاڼو قطارونه

 

 

 

 

 

 

ق

فرهاده !ګېر چاپېره فاسقان و فاجران دى
فرهاده ! دا دَ چا پۀ لاس راغلى هنرونه

فرهاده ! واپس نۀ راځى دَ زرو لۀ بازاره
فرهاده ! څۀ ارزان شُو دَ يارانو ايمانونه

فرهاده ! ډول باجوته پۀ ګډا هم اَسره نۀ کړى
فرهاده ! دى موسم راؤړۀ کچه کچه خويونه

فرهاده ! دَ خوشحال اؤ د تسنيم قيصه يوه ده
پۀ ژوند لکه تېــــــــشيۍمو چَلَولى قلمونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مرشده! دا دې کړےکوم جادو اؤ کوم افسون دی
وئېل ئې ، محبت خو دحېرت دَ لارې يُون دی< -
بېرته شاته