(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعرونه او لنډۍ

له مغفرته ډکه راغله روژه

دپخلایني اوبښني موده

روژه به ماته کړودخیرپه میوو

څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو



په خوله روژه سترګی له اوښکوډکی

ځینی له جنګه باروي نن کډي

دوي ماتوي روژه په خپلواوښکو

څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو



ځینې نصیب کی لری وچه ډوډی

ځینې روژه نن ماتوي په سلګۍ

دچا دکورغړی شهید په ډزو

څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو
ځینې په اوښکوهم روژه ماتوي
په ادیره کې خپل شهید خښوي
شهید خوماته کړه روژه په وینو
څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو
له مغفرته ډکه راغله روژه
دپخلایني اوبښني موده
روژه به ماته کړودخیرپه میوو
څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو
دروژی سوله که څوک ومنی نن
دا به ښه ورځ وي دروژی په ګډون
دپاک الله دربارته وکړي رجوع
څوک روژه ماتی ماتوي په خوږو

که سپوږمۍ نه یې کمه نه یې
 دمینې رنګ دی تیاره زړه رڼا کوینه
 پرون دی غږ دراتګ راغی
 په اوریدو مې ویده زړه غورځی وهینه
 خوب ته مې راغلي نیمه شپه کښې
 دخیال په غیږ کښې مې نیولې ویښ دی کړمه
 رب دی په پټه ګیر کښې راکړه
 که ته په ډار شی زه به تا ښه نازومه
لیدلی خوب مې تعبیر نشو
 له وسوسونه به اډوکي سکاره شینه
 یوری بیا خوب ته مې راشه
 ملا اذان دی نژدی شوی ویښ به شمه
 میني دی زما پښي زولني کړي
 سترګي قاضي، زړه دی دکشف کارونه کړینه
 راشه څې دواړه سره کینو
 جرګه دمینې په موسکا زړه ته وروړونه
کیسه دمیني لوی کتاب دی
 دکتابتون په څلورم پوړ کښې یې ساتینه
 طالب پی پروت دی غلی یې لولی
 لمړی کړی ګوته ښه لمده پاڼي شمرینه

مسکو ۱۶.۷ . ۲۰۱۲
 

سترګی دتا مین یې بل وي
 په یوه لیدویې مال وتن درته بښینه
میني سترګی ساده نه دي
 لکه دوربین دغره له څوکي ټول څارینه
د دري کلو مسافر راغی
 دشا په غوټه کښې یې رانجه راوړی دینه
سترګي څې څومره په رنجو شي
 میني سترګي له کتو مالومی دینه
میني سترګي وي تل ښکلي
څې شی میني بیا به اوښکي تویونه
 اوښکي رڼي له سترګو راغلي
 یا به خوشالی یا به دناز ژړا کوینه
 سترګي دی توري هسی ښکاري
 میني سترګي بی رنجو تل خوند کوینه
 سترګي څې مور درته کړي توری
 په ژړا نشی څی ماتم تری جوړوینه
 سترګي دی څومره ښکلی ښکاري
 یا دي میني یا د میني نیت کوینه
سترګي دی ډیري توري نکړي
 دپیغلتوب سترګی ساده ټول خوښوینه
سترګي دزړه په خوله کتل کړي
 څې زړه یې نه وي سترګي لاري بدلوینه
 سترګو ته ګوري مینه غواړي
څې مین توب ته په درنښت راغلی دینه
 اوښکي ژر پاکي کړي له سترګو
 له اوښکو ډکی سترګي مینه ژړوینه

 مسکو ، ۱۹. ۰۷ ، ۲۰۱۲

-
بېرته شاته