(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

بزرګان که ماشومان؟!

زموږ بزرګان داسې دي لکه د بهر ماشومان

هر خراب کار چې وکړي ملامت دي لویان

درته کوم دماشومانو او نویو ځوانانو کیسه

دولتي آزاديو هغوی بې ادب کړي دي پوره

دلته ماشوم حق لري بندي  کړي خپل پلار

دهغه خبره تر پلاره  دولت ته لري ډیر اعتبار

پلار حق نه لري ان هغه ووهي په چپلاخه

 شاید دا سي د ماشوم تر اخیستلو فراخه

دلته دماشومانو سره  دي اوبه غلبیول

دوالدینو کار دی تل د اولاد رضا حاصلول

په مکتب کې ښوونکی له ماشوم کوي پوښتنې

چا  خو نه يې وهلئ یا  یې درته کړې ښکنځلې

چې په خپل اولاد د غوسې پورته کړې سوک

د کار غوټه به خلاصوي ناچاره په موک

دلته که غو اړې خپل خر له خټو  وباسې

په ماشومانو به غرض نه لرې شاباسې

کوم ماشوم ته څه ویل او پر پورته کول لاس

د بندي خانې ته دسیده تګ دی پاس

 

***

دځان په ګټه  قانو ن پوه دي نوي ځوانان

چې سره یوځای سي ترې جوړسي شرمښان

په کوڅه کې دلته څوک له سپو نه ویریږي

لوند خیشت سي چې د هلکانو تر څنګه تیریږي

د حیا تڼی نه لري ددي ځای جوني  هلکان

مشران لاره  کږوي چی وویني دلته ځوانان

یو هلک  په باسیکل خوږ کړه زما ملا

زما په ځای هغه ملا ونیوله سو  په الا الا

د خلکو په بدو بدو کتو مي کړې دوې پور

د نور شر له لاسه   په منډه ولاړم تر کور

میرمني  مې ویل ولي رنګ الوتی یې وارختا

متل دی چې وتښتله چې نه تښتي بې  حیا

***

دلته ماشومان نه دي  ناخبره سترګې پټي

 په هر شي پوهیږي هغه مه بوله هلکوټي

مه غولیږه د ماشومانو  په ورځ کراره

که څه د هر شي لیدو ته یې سي خوله غراره

مه غولیږه دهغه په کوم کار د مشغولا

اخته وي هر غوږ یې په تا کې وي جلا جلا

***

در ته کوم د یوماشوم یوه بله کیسه

چې تر ټوله ده ډیره خوږه او دلچسپه

رخصتي وه دلته  د دوبي د ماشومانو

په کور کې روز نلره له هغو مشرانو

یو ګډوال چې په یوه کوټه  کې اوسیده

دخپل ماشوم دلاسه  و کفته او  زده زده

یو ه کوټه فلات یې  لره یوه برنډه

مور یې هغه ویسته برنډې ته په پلمه

دبرنډې دروازه یې کړله له دننه تمبه 

کش  یې کړله  له دننه د کرکۍ پرده

ماشوم ته یې ویل راکوه د بهر راپور

څوک پياده ځي څوک  دی سپور

که تر سره کړې تر یوه ساعته دا دنده

نوی ګیم درانیسم دا ده زما  وعده

ماشو م په خوشالۍ پیل کړ راپور

دننه یې هګۍ  جنګولې پلار اومور

هلک ویل هغه دی راغئ  یو  سور بس

 هغه دی ډاګي لیکونه اچوي په  هر آدرس

هغه دی راغئ یو سپین  ږیرۍ بوډا سړی

ورسره ده یوه انجلۍ  تر شا یې دی سپی

وریځ ده تالنده ده شړکنده باران دی

یو سړی چتري په سر په راسته روان دی

هغه دی د جان مور اوپلار کوي مینه

یوبل یې لوچ په غیږ  کې نیولي یخوي ینه

مور یې ویل  ته هغوی  وینې   په حیراني

ماشوم ورته ویل یا په ډیره شیطني

احمد هم  په برنډه  کې ولاړ دی لکه ما

هغه هم مور ته راپور ورکوي هرسبا

***

زموږرسنۍ که څه دي ماشومان د آزادي

په برنډه ولاړ ارګ ته کوي خوشامندي

پوهیږي چې له پردې تر شا څه تیریږي

راپورونه خپروي هغه چې په سړک تیریږي

کاشکې یو په برنډه ولاړ ورکړي ولس ته راپور

دبزرګانو کورنیو په سیالۍ فساد کړئ خپور

اصلي د  کج غیږې  پهلواني ده  دلته دفساد

دلته په دوربین کې نه مالومیږي یوساد

دغولولولپاره  د فرمان کاغذ باد پورته کیږي

  ژر یې ښیښې تار یاتوند باد تار شکوي آزادیږي

د ارګ نوی فرمان وایي اوبه د لاندېخړيږي

و اړه را ګیروئ غټان په ارګ کې اوسیږي

***

دلته هیڅ څوک دکار غوټه نه خلاصوي

بله غوټه وراچوي په هغه کې خپله کوي

زموږ بزرګان سوي لکه ماشومان بهرني

هر شی خریړی کړي بیا د الا الا نارې وهي

اوبه ور سره غلبېلول( دشریر کس سره ګذران کول)،د کارهغوټه خلاصول (مشکل حلول

خپله پکې کول (خپل مقصد حاصلول)،خپل خر د خټو پورې ایستل ( خپله کار اجرا کول)،

خرېړی کول (خرابول)،ساد ( ایمانداره)، موک ( رشوت)

خره زمري رهبري کوي

طنز دی په بدو نیوکه په ژبه خوږه 

غندل د هغو چې لاره یې نیولې کږه

دطنز دنده ده کول د خاینانو رسوا

وایي د  هغو په بدو کړو شاباس او واوا

هم په بدو کړو  کوي خوږه نیوکه

د بدکارانو باسي یوه یوه یاغي بڼکه

طنز په خاین او  لوټمار اوبه ځړوي

بډومار اوغدو ته د تمبکو ایماله ورکوي

دوپی مار چې له روده ولس تږی پرېباسي

دهغسې  ټولو تاراک ګرو پرتوګ باسي

هغه زور ورچې تور غوړولی دی تنګې ته

نه ګوري د هغه زور، نسب ا و رتبې ته

طنز نه دی په تیاره کې ایله کول

نه هر سوله بوله له غاړې ټینګ نیول

  مګرهر څوک په طنز نه پوهیږي

ساده یې په ظاهري مانا غولیږي

په طنز کې  تشبې ، پېښې او کنایې سته

 دهرې یوې بیلې ماناوي او کیسې سته

په طنز یوازې پوهیږې ادیبان او پوهان

نه اله بوله، خېله پرټوګ اونادان

کم عقل یې خر ویني نه یې ویني کډو

د بېړا خوله ورته چینګه سي لکه کنډو

بې سواده یې نه پوهیږي په مانا

داسې ګڼي چې  دادب ضد دی اوناروا

دطنز اصلي موخه ده پزه پر ې خاینان

دهغوی پلویان دطنز ضد  دي مبلیغان

هغوی نه غواړي څوک هغوی رسوا کړي

هغوی غواړي په پټه خلک اغوا کړي

طنز په هغه نیوکه کوي چې خوري هوږه

نه هغه چې ټوله شپه تیر وي په لوږه

طنز په هغه وهي دریشخند وملنډو کرږه

چې دشپې په تیاره کې چلیږي لکه ړنده مږه

د خبرېله مثاله درته وایم یوه بیلګه

په هلمیند  کې انګریزان سوه مېښته

جنګ ډیر اوږد سو لکه د غوايي کولمه

اخیر ا امریکایانو راتلو ته پيدا سوه پلمه

افغان دولت هم دشپې په تلاشي و غوسه

ول باید افغانان هم شریک سي په شاکاسه

ولیکل خره زمري رهبري کو ي رسنیو د لندن

دځینو د غیرت سدرۍ سوه دلته په شلیدن

په غوسه سولندن ته  افغان رسنې او پارلمان

چې ولي لندن رسنیو بللي دي خره افغانان

خبره ورسیده تر بهرنیو چارو د وزارت

ول لندن ته نه دی مالوم زموږ غیرت

له پا رلمانه  هم د افغاني ننګ ووتله کرږه

 د ارګ د میړانې او غچ  دزنګولې غرغږه

اخیر یو  پوه ویل  وړونو دا ده یو ه کنایه

 هغه لري په  غربیانو کې یو ه کیسه

 د اوباما  دګوندانتخابي نښان دی خر

د انګریز د عسکرو نښان دی د زمری سر

مانا داچې امریکایان  هیلمند ته ورغله

 او قومانده یې له انګریزانو واخیسته

هغوی نه دي  دارګ دمشر ان په کیسه کې

نه افغان اردو خپل سیال بولي په اساسه کې

ناحقه هر شی لکه برقي جارو مه کشوئ

تر هرڅه تر مخه ځان په کیسه پوه کړئ

طنز دی د پوهو او پر معلومانو  لپاره

په خپل سوچ ګهر مه بوله خر مهره یاره

طنز لکه بادرنګ دی سريي خوږ اخیر يې تریخ

هریویې جوړوي د خپل وخت سیاسي تاریخ

طنز د نس دخوږ لپاره ترخه کپه ده

ترخه ده خو په کار یې یوه هنده ده

له بوتله عسل نه ایستل کیږي په ګوته سیده

 ناچاره  باید ورته کړې سیده ګوته کږه

 طنز له مظلوم سره ښیي خواخوږي

د ټپي پر ټپ د غم شریکي ملهم ایږدي

طنز د مظلومو ګونګیانو ګونګه روژه ماتوي

لکه افطار د وطن پرستو  تنده لوږه ورکوي

کنايې :اوبه په ځړول( بېعزته کول).تر اوبو تږی پورېایستل(ختا ایستل)، تور غوړول (مکاري)

په تیاره کې ایله کول (بې مطالعې یو څه ویل)،،پښېپسېور اخيستل  ( پر چا دلاور)،پزه نه درلودل (شرم او حیا نه لرل)

وییونه : اله بوله( ساده)،سوله بوله( بی سببه)، خېله پرتوګ( ناپوه). بوله ( کم عقل)،

ګوډاګیان

هغه څوک خلک بولي ګوداګی

چې دوطن د دښمن وي خواګی

ولس یې بولی تالي چټی لاس پوڅی

تل یې خپل ولس ته ایښي وي زینګی

په فارسی یې عمال بولي او کاسه لیس

دکلی خلک یې بولي تارتوک اومټونګی

هغه چې  د بل رسۍ یې  وي په غاړه

په خپل  وطن کی د دشمن وي شاتینګی

خوري  ، څښي او تنفس کوي ددې وطن

مګر د نورو هیوادو وي تور پیشوګی

ښه تک سپين وي لاسونه یې خلک مچوي

خو هغه تل مچوی د تک تور تور لینګی

دخپل مور د ژبې سره کوي تل خیانت

ځکه بهرني یی ورډکوي د خره بارګی

په خپل کور کې ددشمن چوپړ کوي

دا کارونه یوازې کولای سي ایجراګی

یو یې د ایران په ګته کوي ټول تړونونه

له هرکړه يي ښکاری د ایران څیری زبیګی

بل یې کوي کاروبار اوبزنیس مذهبي

دتوري جنډې په ځړولوډکوي خپل بارګی

څه یې سوي د پردو کلتوري لاس پوڅي

په تلویزیونونه کې کوي د نفاق زویرګی

 ***

ګوداګیان ژر رسیږي لویو مقاماتو ته

ځکه پردي د مشرانو هم ډکوي تونګی

دا کار مه بوله  د اصیلو مسلمانانو

که څه د جهاد نارې وهي همیشګی

دا سې خلک هغه چرګې ته پاته کیږي

قتقت  دلته هګۍ هلته  اچوي ملارګی

دهغو ډیره خوله خوندید لې ده دلته

نه یې دی  لیدلی د ولس خلق تنګی

 دنیا دا سپين سترګي ګوداګیان  پيژني

اخیر به واوري  ټوله دهغو اونګی

دډیرو لا تر اوسه دابزنیس جاري دی

ځکه داغوټې تر اوِسه نه لري چنګی

دا ناوکۍ  ولس ته دلیري مالومیږي

لکه په ګورم کې چې وي چرګی

تر څو به دا بزنیس  دلته چلیږي

چې ورک نسي دا زموږ د باغ ګاګی

د لاسکښېنیولو دلته ښه تجارت روان دی

پوړونه لري غربګی ،ایرانګی بابوګی

***

اخیربه له دې وطنه ورک سي کاسه لیسان

دا د سرطان ، ایدز اوسرګوزی دی  والګی

دا ماران بې خاره چنګښې تیروي ښوی

په هغو تر اوسه پېښ سوی نه دی جزګی

هغوی د بل تر سیوري لاندې اوسییږي

د ولس په سترګوکې خاورې شندي بد رګی

د افغان په ستو ني کې یې لغته ایښي

دلته ښکاري دی د پردو خپله تازي ګی

دلته د هر وطن سته ځاله او جولاګی

ځکه دلته دغیرت آس سوی دی شینګی

 

 

زبېګی(خشتګ).بارګی(پنډوکی)، مټونګی ( حرامي )،چرګی( هغه حیوان چې تندی یې سپين  وي )،چنګی ( محصول)،ګاګی(پر فصل باندې د پروړو انسان ځرول چې چوغکې هغه ونه خوري). زینګی ( حریف پر زنګانه پورته کول )، اونګی ( د پلار د کوره د وتلو په وخت کی د ناوی ژړا)،شاټنګی( مددکار)،ایجړاګی(نرښځوکی)، ملارګی(سست)،تونګی( خورجین)، خواګی ( پټ ملګری)، بد رګی( رذیل) ،تازی ګی( تازی سپی)، شینګی( هغه آس چې له سورلۍ کولو پاته وی او بارونه وړي)

vکنایې:خوله خوندېدل(جرءت کول)،په ستونی کې لغته ایښول( ضر ر رسول)، خوله ورډکول(رشوتورکول)،تر سیوري لاندې اوسیدل( مریی).

کبرجنان

هوایي کیدل د بدل سړي ده خاصه

اصیل  سړی کله لري دا سې نقیصه

 که بد ذاته پيدا کړي کومه تنګه

دپر دوبادیګارد سيخدمهیا چمچه

لکه زړه ښځه مالومیږ ي له لیري په  تګ

تنګ یې سي په کونه لوی خښتګ

لکه زرکه  د ګوتو پرسریې سي رفتار

لکه نازدانه د ژبې  په سر یې سي ګفتار

 د سترګو له کونجو تل آسمان ته ګوري

 دمالت خلک ټول خپل مرییان بولي

پر  دوستا نو تل ځان من من کوي

په شخصیت کې ځان تن تن کوي

شرمیږي مشرانو ته په روغبړ و سلام

تمه لري چې مشران  یې وکړي احترام

ترازو په لاس ځان تلي په همکارانو

ځان پړسوي لکه بوغۍ  په یارانو

چې وویني خپل  دوستان انډیوالان

پزه آسمان ته ونیسي لکه خنزیران

هغه چې پلار  یې پاکول پزه په  دیوال

مځکه نه ویني زوی یې پيدا کړی دستمال

کمینه ډنګره ځان مه  پړسوه لکه بوغۍ

په لاره دي له کبره له خولې وځي سپرغۍ

 پام چې سپرغۍ دي بوغۍ نه کړي پټاو

په یوه ګړۍ به دي خروار سي  نیم پاو

له خره کله آس جوړیږي په پیسه

ټپوس کله عقاب کیږي په مقام و رتبه

پیسه او رتبه دي لکه لونګ د حمام

چې ګورې په یو ګړۍ دبل سي احرام

ځان  مه ورک وه  په ټنګو کالو کې

چې خلک دي وشمیري په سړو کې

 لیري کړه دلمن لاندې دي باد

ګوندې خلک  دي په ښو کړي یاد

دلته  هم ډیر سوي کم اصلان

تل  ګوري آسمان ته دانګریزونوکران

ددنیا په رتبه داسې سوي غوره

په پرتاګه کې غورځي لکه ورږه

***

غرور کله کار د  اصیل انسان دی

غرور لومړی کړی  ملعون شیطان دی

اسلام  په مغرور ویلی  دی  تولعنت

چې په دنیاوي شیانو بدلوي طینت

ځان مه ورکوه په دې وړه دنیا کې

موندل به دي مشکل سي په سبا کې

  په کناویز مه ختاوځه د ملاخوږی

جامه اخیرمرداروي هر نس خوږی

فلک  باسي اخیر د مغرور یاغي بڼکه

 مست فرعونان یې اچولي له خرتیزکه

 که رتبه ده که پیسه  خواړه د ي ستا

 دا مردار تیغونه یې وي باسې پربل چا

ولي تل په لاره له شا باسې خپل خښم ؟

دومره خوره چې دي سي آسانه  هضم

پزه په هوا کې مه ښوروه ناشولټه

دومره مه نازیږه په دې موقتي کته

 کنایې :ځان من من کول(ځان لوی سړی بلل)، یاغی بڼکه تر ېایستل ( له مستی اچول)، پزه په هوا نیول (ډیر کبر اوغرور

پزه په دیواله پاکول ( ډیر افلاس او مسکنت )،ځان پړسول( تکبر کول) ،ځان ورکول( مغرورکیدل)،ترلمنيلاندېباد لرل( مغرور)،د هاله وتل( مست کیدل) ، ځان تلل( پر چامنت اچول).

 

باټکان

 په سیند کې دباټک مانا ده منځ خالي

سپک، بې مغزه  ، چټي  اوخوشي

 هر چیري ډسکي ولي هغه  سوډر

 خلک یې له ډیره  نازه بولي آغا ډر

 یاران ورته وایي واه واه  غټبازه

 له غروره واز واز رهي وي  لوی بازه

 عوام یې بولي پشلا آغا تیزن

ځینې یې ساډو بولي ځینې ډزن

دوستان  یې وایي راغئ ټټري

 ځان ورته  ټینګوئ راغئ  بکواسي

کندهاریا ن ورته وایي باټک آغا

 ځینې مشران یې بولي کوزک آغا

پارسیبانان ورته وایي لاف زن

  لاپوک ورته وايي څوک بادزن

هغه څوک چې خوري شیان بادک

د خبرو پتنګ ته یې څوک سي هک دک

درې ډوله دي  داانتیک موجودات

چې لري له ازله داسې   ښه عادات

یو یې غریب بې واکه  دی  باډیمار

بل يې شتمن  باواکه دی ډوزمار

بل  یې هغه  هډور پهلوان دی باټن

دووسي کوي د ښې  جولې دی غورتن

***

اول يې له ازله نیستمن دی باټکي

په دنیا یې یوه نه چلیږي دی ډیوالي

په وږي نس تل دپلو ټیغونه باسي

دجاپان سوداګري کوي په تش لاسي

چې پر پچه وخیژي وینې سپینه ماڼۍ

تل په پو پ پر اوبو جوړوي بوکڼۍ

دخوارافغان خواره  زاره  زويه

خپلي  وچې نینې او شینې ژويه

***

دویم یې هغه   واکداره  ډارن دی

ډیر واک لري مګر ډیر دوړن  دی

کله ځان کوڼ واچوي کله کودن

 له خپلې سایې ویریږي هغه ډزن

خوکله کله  خبرې کوي دزمري

په کړوکې دی تاخوري ماخوري

په باد يې ژوند لکه پتنګ دی

بې بارانه یې غړومبېدنګ دی

 خبرې یې وي   لکه فیشنګ هوایي

په جلسو کې کوي دخبرو آتشبازي

یوګړۍ  وي د دې لاپو غړم اوړنايي

هیڅکله یې بڅرکي تر  مځکې نه رسي

بهرنیان دا سې امران  بولي بوس بادو

خبرې یې راوځي تل  له  بادکوکلمو

وایی نن پاکستان نیسم سبا ایران

پټوي  په دې لاپوپر کنر  دراکټو باران

تل خبرې کوي   دشیر او ګاوزوري

خو دټک ترمخه لکه هوسۍ تښتي

 

***

 درېیم  یې هغه  هډور پهلوان دی باټن

دووسي کوي د ښې  جولې دی څښتن

  ښه مبارکه څیره لري وي  لوړ او  هډو

په عمل کې بیا بدتره وي تر غانډو

په تنه کې پهلوان لکه هرکولس  وي

خو په عمل کې د ټپوسانو دووس وي

هغه  دی لکه  دژمي غټ  ژیړ کډو

له بهره ساټ باټ وي له دننه  باډو

***

 په   دنیا کې موږ په لاپو کې ممتاز یو

په  اولمپيک  کې سیال نلرو یکه تاز یو

 متل دی وایي زموږ پک  هم تر پکه

نه چې د ماغزو یې ښکاري مځکه

  د سیاست یو اساس سوی تیزني

لو ډبره اخلي له جنګه تښتي ټټري

 متل دی چې هرڅوک  لوی غاپي

که کړتن وي په عمل کې کوچنی تراپي

دا متل  نلري  کوم اعتبار فی الحال

د ښمن ته لاپيوهه دوست ته حال

 ټولو ته مالوم دی د هرچا لوڅ او پوټ

لاپي شاپي د شخصیت دی سټ وټ

پلن کوناټيتهپراخ پطلون په  کاردی

د خپل کوناټي په کچه چلون په کار دی

***

در ښيم د باټک د پيژندلو یوه الباشکه

لکه ښځه کار اخلي تل هغه له کشکه

هغه وي لکه کابلي کریم رول

دننه یې  خام کریم  د بهر وي ګول

***

هر اړخیزې  څیړنې سوي په لاپو

په اوریدونکو ا ویونکو دشاپو

 لاپو ک  له اصله وي صغیر العقل

غوږ ورته نیونکی وي کم عقل

دغوږ نیونکي  اعصاب کړي خازه

په مغز کې یې لاپي ګرځي لکه غالبوزه

یو دا چې لاپي پر ماغزو لري بده اغیزه

بل داچې باټک هغه بولي بې مغزه

لاپي په مغز کې یو هارمون څڅوي زهریله

خوب ته نه پریږدي اوریدونکی ټوله شپه

لاپې دیو غوږننباسه دبله یې باسه

که دي میلمه  ساډو وي  له کوره یې باسه

که ته سوې دباټک چیري میلمه

د وچو کولمو له غوړیدو تیر سه

 د باټک سره ان په کار نه دی جوړ تازه

که هغه لاپي ویشتې  پټه کړه  پزه

دلته په لندن کې ډیر سوي باټکان

چې  ورسره برابر سې کزوي آسمان

 ناست دي د خیرات  په کاسه ټوله ټبر

دلاپو کوز یې نه ماتیز ي ان په تبر

خدای  مو دي وساتې د داسې برتن

ځکه خاليککرۍ یې  نه ارزي په  تن

خدایه ور ک  کړې دا ویرس له وطنه

  زموږ په وطن کې نسته د لاپو درملنه

یوه لاره لري که  غواړې وانه ورې لاپي

ورته وایه کونه یې که  داځای نه دی دغاپي!!

هډو(هډور)،ساډو(لاپوک)،هکدک(حیران)،ټتري،غورتن،کړتن،ټتو،ډوزن،دوړن، دوزمار، ډزن، ساډو،سوډر( باټک)،تاخوريماخوري(ډارن لکه ښځه)،ډسکي وېشتل ( درواغ)،سټ وټ (تباه اوبرباد)، لاډو ( کم عقل)،باډو(بې مغزه)،غانډو(مفعولیادلال)

محمودنظری

-
بېرته شاته