(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو دنیا

د ماشومانو د دنیا ښکولي شعرونه

مونږ ښاسیته ماشومان یو

لا خو تازه ګلان یو

مونږ ښاسیته ماشومان یو

لکه د ګل غوټی ورو ورو په سپخیدا یو

د مور او پلار د هر خپګیان خندا یو

ټوله دنیا هر کور ده په ماشومانو

رنګینه روښانه لکه د لمر رڼا یو

لکه ستوري د اسمان یو

مونږ ښاسیته ماشومان یو

له خپل ځان سره ساتیریو کې لوبیږو

د مینی محبت سیلابو کې لمبیږو

د خپلی دنیا خوښیو کې ډوبیږو

په  ټولو خلکو ګران یو

مونږ ښاسیته ماشومان یو

که سومره خپه شو زر بیرته پوخلا کیږو

د هی چا بد نه رانه راځي د هر چا خوښیږو

زمونږ ژوند ډکه دی له رنګا رنګ خوشحالیو

ذبیح لله شریفي په غم درد د دنیا نه پوهیږو

ناخبره له هر خبګیان یو

مونږ ښاسیته ماشومان یو

 

رپ مونږ ماشوان ګران په هر چایو

 

مونږ ماشوان هر کورته رڼا یو

د مور او پلار امیدونه تمنا یو

ډیره مینه محبت ور سره لرو

ورته ساتیرۍ هره مژغولا یو

بی جوړی عاجزانه بښایسته یو

ښکلي ګلالي ګلونه د دنیا یو

لکه د سحر ګلانو غوندی یو

معسومانه خوشحاله په خندا یو

صادیقه زړونه لرو نه پیژنو

خبګیان ډک له هر ښکلا یو

ډوب په خپلو مستیو ساتیریو

کې هر لحظه سبا او بیګا یو

د دنیا له هر څه نه نا خبره یو

کله خوښ مست کله په ژړا یو

ذبیح لله شریفي ستا شعر اورو

ریښتا وایی ګران په هر چا یو

 

ماشومانو واورۍ

علم تعلیم پوهه زدکړه رڼا ده

هر خوشالي هر رنګه خندا ده

د ژوند راحت خوش بختي

سمون لارښونه د هر چا ده

باسمره غټه سرمایه ده د ژوند

د تیرولو لپاره د امیدونه تمنا ده

د انسان د ژوند د ټولو مرضو

دردو زخمو هر رنګه دوا ده

بی تحسیله بی علمه انسانانو ته

ځکه بنده هر لاره هر خوا ده

ناپوهانو ته بی خونده غمجنه

له جنجالونو ورته ډکه دنیا ده

بی کسپه بی کاره به ګرځي

ژوند یی خراب در بدره تبا ده

که ویپښتی د هر یوه زړه یی

له پیښمانیو نه ډک په ژړا ده

ذبیح لله شریفي د غمو باران به

په راوري مل ورسره چوتیا ده

 

رپ مونږ یتیمان ماشومان یو

 

مونږه یتیمان یو لویه خدایه

ډک له ارمان یو لویه خدایه

سر پنا نه لرو لامده خیشته

د غمو په بارن یو لویه خدایه

لکه د ګللانو پاڼی وریژیدلو

دربدره فریشان یو لویه خدایه

د هر مرض درد ګریفتا شو

خپه سر ګردان یو لویه خدایه

اوس څه وکړ هیڅ نه پوهیږو

چیرته روان یو لویه خدایه

د خواري غریبي د ظلمونو

ځکه ګیروګان یو لویه خدایه

ولی داسی بد ستمونه وشو

راسره بندیان یو لویه خدایه

د انسانیت د ښمنانو وویشتو

په زړه زخمیان یو لویه خدایه

ذبیح لله شریفي وایي وژاړو

چاته ډیرهیران یو لویه خدایه

 

رپ مونږه دردیدلي ماشومان یو

 

مونږه د بد حالاتو زپلي ماشومان یو

لکه د خزان بادو وهلي ګلان یو

د ظلمو ستمو بارانونو وراسته کړیو

کاڼه ړانده په سترګو غلي روان یو

څوک جنګو څوک غربۍ خواریو

مزدورو په زړو چولي زخمیان یو

هر خوښي مستي نه بی خبره یو

سرو ورونو سوزولي غریبان یو

بی کاره ناچاره وږي تږي پراته یو

په هر رنګه زولنو تړلي بندیان یو

د انسانیت دښمنانو د خپلو مستیو

لپاره په غمو ویشتلي سرګردان یو

د ښه ژوند د علم تعلیم د پوهولو

له لارو نه جګړو سړلي هیران یو

ذبیح لله شریفي چی غټ شو په غلتو

بدو لارو ځکه ځو دردیلي انسانان یو

 

وړه جینۍ نازنینه یمه

 

وړه جینۍ نازنینه یمه

ډیره  ښکلی رنګینه یمه

ورته ګوډي ساتیری یمه

پلار مور باندی ګرانه یمه

کټه مټه لکه شافرکه یمه

خبرو کې لکه طوطکه یمه

پستی خوږی خبری کومه

ښکلی جزابه لکه زرکه یمه

نوی په قدم وهلو زه راغلی یمه

د ګل غوندی ښاسته ګلالی یمه

عجزه معصومه ښافیری یمه

ډیره خوږه شیرینه نازولی یمه

بابا انۍ سره ډیر ګران نښت لرمه

لکه د غوټیو غوندی  ښایست لرمه

چا ته د لور چا ته د خور نوم لرمه

د ماشومانو د ښه نوم هرزښت لرمه

په وړه خوله ذبیح لله شریفي تاته دا وایمه

لیږ فکر کوه د ماشومانو دنیاته دا وایمه

زمونږ ژوند مه هیروۍ د انسانیت د ښه

د ژوند لاری راوښی یۍ هر چاته دا وایمه

رپ سومره مهربانه دي

له مور او پلار نه ګران دي

زمونږه مهربانه معلیمه یا معلیمان دي

د ژوند د سفر ښونکي دي

سمونکي د هر انسان دي

خبری یی لکه سره زر دي

ځکه د غټ مقام صاحبان دي

مشوری یی ډکې له ښیږڼو دي

رڼا د تورو تیرو د جهان دي

زحمت کشه خواریکښه دي

د ډیرو ګلانو باغ بانان دي

د انسانیت ډیوي دي ذبیح لله

شریفي غټ ستوري د اسمان دي

 

د مور او پلار خوږه مینه

د مور او پلار ده سومره میهربانه خوږه مینه

له لمر ده بتره روښانه خوږه مینه

د پښو له قدمو لاندی یی جنتونه دي

کوي اولاد سره عاشوقانه خوږه مینه

دا عشق ساری مثال هی چیری نه لري

ښکلی ده ډیره جانانه خوږه مینه

دنیا ډکه له مینو دی خو دا سی نه وي

د دوۍ ده بی سبره اسانه خوږه مینه

لټ پټ جهانونه کړۍ پیدا به نه شي

داسی زوروره مستانه خوږه مینه

واورۍ د ذبیح لله شریفي سمرونه لري

له هر چانه ده ګټوره بی شانه خوږه مینه

اولادونه

د ګلانو ساتنه هر چاته اسانه نوینه

ډیرونه ظالم غماز بیلتانه خوړیدینه

وخت یی د سمر راشي په بار شي

د خزان باد توفان یی ورنه الوزوینه

تابه تنها پریږدي ورپسی به زوریږی

څوک کله بیا خالي باغچه خوښوینه

په کې توره تیاره شپه وي اسمان بی

سپینو ستورو کله روښانه ښکاریږینه

ورسره اموخته شوو سترګو ته ډیره

سخته به وي چی ورڅخه سبر شینه

ذبیح لله شریفي پوهیږی څه درته یادوم

اولادونه د جدایی سیلاب ډیرونه وړیدینه

 

د بد عمله غلت اولاد کیسه

ما یو خوږ شیرین

اولاد درلو ده

هغه زما تن وجد وو

 کله چی ماشوم وو

ډیر ښکلی ښایسته وو

لکه د یو ګل په شان وو

ما باندی ډیر ګران وو

زما هر ارمان وو

 زما هره مژغلا

مسروفیت وه

بی ده به می

یوه لحزه هم

راباندی نه تیری ده

ډیر غټ غټ امیدونو

ارمانونه می ورته

په زړګی کی ول

ورته ساتیلی می وو

چی له ده نه به

یو ښه وښیار

 با تعلمه با تربیه

 انسان جوړیږي

ډیر زحمت به می

 ورسره تیراوو

چی تعلیم وکړي

خپل درسونه

ښه زده کړي

هر وخت به می

کیسی نصیحت

وصیحت ورته کاوه

د ده به چی هر څه

 خوښی دل ما به

ورته راوړل

دۍ به می په

خوشحاله کوه

ډیر به خوښ شو

ولی ارمان ارمان

ارمان ارمان

ډیر افسوز

معتاسفانه

چی زما په ارمانو

 یو ډیره بده

د تورو تیارو نه

 ډکه وریزه

له یو سخت

توند بد

دردناک خترناک

 باد توفان باران

سره راغله

زما دغه د ګل

 په شان نازک

ښایسته ښکلی

 په ما ګران

اولاد ئی

رانه والوزاوه

رانه ورک شو

ډیر بی رحمانه ئی

راته هیره هیره

 خاوری کړ

لکه خزان

وهلی ګل

دا شان ئی

مړاوی زیړ

وچ کلک کړ

 مریض مریض خپه

خوږمن دردمند شو

له خپله ځانه نا خبر ده

د لیونیانو په شانی

خیرن پیرن ګرځی

په رنګا رنګ

غمو دردو

جنجالو کی ډوب دی

په اخته سوی دی

اوس یی هر څه

له یاده وتلي دي

کله کله یی

چی ووینم

ژړا راشي راته

ولی زما

له سترګونه

 وښکی نه بیږي

په د خاتر چی ما

ډیر ورپسی ژړلی دي

زما له لاسه هیڅ شی

هیڅ څه نه کیږي

اوس لوی شوی ده

زما هیڅ یوه خبره

نصیحت وصیحت

 هم نه منی

رانه تښتي پټیږي

چی په ما یی

 سترګی ولګیږي

بیا ارمان ارمان

ارمان ارمان

ډیر غټ

اپسوز متعاسيفانه

دغه بد غم لړي

دردناک خترناک

له تورو تیرونه

 ډک توند باد

توفان باران

هغه بی چاره

 د سګرټو شرابو

 د چرسو پوډرو

قیمار هیروینو

په سیلاب سین کی

ډوب کړی ده

اوس هغه لکه

د ګل په شانی

ښایسته ښکلی

انسان نه ده

یو مریض نیشي

سرګردانه انسان ده

د دغه بد غم لړي

دردناک خترناک

توند باد توفان

له لاسه می

ټول ارمانونه

هاوس خیالونه

می لاړ خاوری

هیری هیری شو

هر ارمان هاوس

خیال هر څه می

په غمجن دردمن

زړګي کی پاتی شو

زړګی می

 ډک پک ده

له غمو دردو

له خیالو جنجالو نه

زه هم اوس

 هیڅ چاره نه لرم

پرته له خبګیان

ماتم ژړا نه

دغه وه زما

 د ګل پشان

 د ښایسته ښکلئ

 اولاد کیسه داستان

ذبیح لله شریفي

اخیر کی زما

دغه دعا ټولو

 د ګل په شانی

انسانانو ته ده

چی زمونږ

خالیق مهربانه

لوی خدای دی

هر څوک وساتي

له دغه بد توند

خترناک دردناک

باد توفان باران نه

؟! امین

ذبیح لله شریفي

 

 

د افغانانو نجونو غږ

دا لا څنګه ریواج ده او کلتور خدایه

ولی کوي دا ظلم پلار او مور خدایه

ډیر کیږي زیاتۍ افغانانو نجونو سره

په بلیږي د ظلمونو ستمونو وور خدایه

ولی مونږ شو بد بخته بی چاره چی

مرګ قتل غلتي وکړي ورور خدایه

ورکوي مو په جرګه کې ملا ملک

سپینږیري د بدو په نوم په زور خدایه

که هر سخت ژوند راځي څه مو کوي

په بی رحمي له کورنه باسي هر لوور خدایه

د اولاد په سترګو نه ګوري خرسوي

مو د پیسو لپاره په نوم د ولور خدایه

وایي تاسی ښځی یاست علم تعلیم څه

کوۍ چوپ غلۍ کې نۍ په کور خدایه

هیڅ وخت مو څوک غږ اواز نه اوري

دغمونو باران راوري له هر لور خدایه

د ذبیح لله شریفي قلم کې برکت واچه یی

وچت کړي غږ د ظلم د هر خور خدایه

 

ظلمونه ستمونه

 

خیر ده په ما مه راوله قیامتونه

مورکۍ پلار جانه زما ومنه سوالونه

مه می ورکوه می مه خر سوه

په ما مه راوله دغه بد حالتونه

کله زما امزولی ده بوډا سړی ده

خوله کې یی نه شته غاښونه

زه لا پرونیمه ستاسو خوږه لورکیمه

زه هم انسان یمه لرمه ارمانونه

لاړمه دربدره سومه ځان به څنګه 

خلاسومه له راتلون کو غمونونه جنجالونه 

ذبیح لله شریفي دا څه کیږي ولی په

نجونو افغانانو کیږي دا ظلمونه سیتمونه

 

 د ظالم پلار مور له لاسه

 

د ظالم پلار مور له لاسه داسې

شوم خواره زاره غلی کینه یاره

د هر چاغوسوته حوصیله کړم

ډیره یم ناچاره غلی کینه یاره

ستاله لاسه یم د ټول کور د وړ

او غټ نوکره غلی کینه یاره

د ورونو مخ کي د نه شې کولی

یوه ازاده خبره غلی کینه یاره

یو خواري غریبي دی بل ته شوی

لټ موپت خوره غلی کینه یاره

یو چی دا بی ځایه شیخي کړی

بل ئی بی کاره غلی کینه یاره

دا ناروا تبلیغ وینا د ور رالږوینه

کړم یی هیره هیره غلی کینه یاره

واوره د ذبیح لله شریفي شعرونه چی

اصلي ژوند څه ده مکاره غلی کینه یاره

 

خدایه ښځه هم انسان دی

 

خدایه زه هم ستا بنده یم

ستا په انسانانو کې یادیږم

په سور ورکې ژوند تیروم

لاړم هیره هیره شوم سوزیږم

دا راسره څه کیږي هیرانه یم

په خپله ګنا باندی نه پوهیږم

نه قبلیږي هر سومره دعا کوم

چاته فریاد وکړم ورته وژړیږم

ولی  په ما کیږي دا دومره ظلم

په نوم د ښځی هر وخت زوریږم

ولی غلامیږي ښځی د ښځو په نوم

خدایه ښځه هم انسان دی ولی حقیریږم

 

 د ښځو انصاف عدالت

 

علم تعلیم فرض په هر چا ده

دا نصیحت امر خدایه ستا ده

د ټولو انسانانو لوی حق ده

پوهه زدکړه سرمایه د دنیا ده

د جهان او اخیرت خوشحالي ده

په کې شته امدیونه که تمنا ده

د انسان لارښونه سمون ده

تور تیرو ماتمونو ته رڼا ده

د ژوند وسله اساني راحت ده

ټولو دردو مرضو لره دوا ده

نو ولې افغانانو ښځو ته وایي

چی علم تعلیم تاسو ته ناروا ده

د انسانیت ظالم د ښمنان ورته

وایي وتل له کورنه درته ګنا ده

د غلامي ناچاري په زنجیر تړل

شوي دي ژوند یی دربدره تبا ده

رنګا رنګ ظلم تیری په کیږي

تورتم ورته هر لاره هر خوا ده

د انصاف عدالت ټیکه دارن یی غږ

نه اوري غټه چاره یی چوتیا ده

خدایه ته هر رحم په ټولو ښځو

وکړی دا د ذبیح لله شریفي دعا ده

 

ځواني مرګه غزاله

 

لکه بلبله ښایسته غزاله لاړه

ځواني مرګه نیمه خوا شوله

سومره خوږ ښکلی غږ یی

درلود ورکه له دنیا شوله

په بی رحمي یی وی وشتله

خپه لاړه قبرته ورختا شوله

کومه یی ګنا وله ولی فر فر

لکه د پخو ګل په هوا شوله

دۍ بی چاره خو چاته هیڅ

څه نه وویلي څه له تبا شوله

ذبیح لله شریفي انسان خو څه

که وی پښتو ژبه هم په ژړا شوله

 

لوګر کې د شهیدی ناوکۍ په یاد

 

شهدات د مبارک شه ځوانې مرګی ناوکۍ

لت پت شوی بد بختۍ په سرو وینوکې

د سندرو په ځای درته جوړ شو د ماتم

ژړاګانو محفیل ډیره کمه وی خپلو تالوکې

د واده د هاوسو خیالو سپین ښایسته

کمیس پر ځای تاو شوی سپینو کفنوکې

دا سومره بد بخته بد قیصمته وی د واده

سور شال په ځای پټه شوی خړو خاوروکې

د ژوند دغه ورځ د خوښۍ خوشحالۍ

دی وه هغه هم درنه ککړه شوه دردو غموکې

لاړی خپه فریشانه ګیلمنه له د غی پاني

دنیانه زړګی د ډک ویوړ ډیرو ارمانوکې

خدای د دغه وهشي بی رحمه ظالمان

قاتیلان اخته کړي په خپلو دردوکې

په مخ مو ښه شه د ټولو مظلومو شیهدانو

 زه ذبیح لله مو نه هیروم دوعاګانوکې

*******************************

د پښتو د ولور فیلم او هغه فیلم چی

د سانګی په نامه یوه نجیلۍ په بدوکې

ورکوي یواری وګوري بل په روا ویب سایټ کې 

 د ښځو د ځان سوزولو یا وژنو اکسونه در سره وګری

 بیا دی د شعرو په معنا ښه سم واضیعه پوهیږي

-
بېرته شاته