(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال خان خټکه

زه خوشا ل توره په لاس کفن په غا ړه به را پا څم
که خبرشومه پښتون دچا غلام شو 
خوشا ل خا ن خټکه
خپله وعده اوهوډ پوره کړه خوشال خا ن خټکه
ګوره پخپله وعده نه شي پښيما ن خټکه
کفن په غا ړه کړه، راپا څه د لحد دکوره
دغلامۍ ژوند تيروي نن ستا بچيا ن خټکه
په شرنګ د توري کړه، دا توره شپه سبا د پښتون
ورته په غوږ کي د غيرت وکړه اذان خټکه
با با داستا د کورنه ،جوړه کربلا ده واوره
په بي رحمۍ سره قتليږي زوړ اوځوان خټکه
يو ځا نځا ني غواړي ،اوبل بيا د پيسو وږي دي
پروايي نشته د خپل پت اود وجدا ن خټکه 
ما ت ځنځيرونه ، اولسوکړل دهمت په مټو
غپرد پښتون نه نور ځوک نشته غلاما ن خټکه
هغه لاڅه کړي،چه يو وروربل ورورد کوره شړي
اوس چا ته لاړ شم چا ته څيري کړم ګريوان خټکه
پښتو يوازي ، د خبرو او شعا رژبه ده
هغه د پت پښتو ستا پريښي دي ميدا ن خټکه
فقط سمبول يو، دانسا ن ددي دنيا نقشه کي
خوانسا نس حقوق مو نشته قهرما ن خټکه
که محروم پا تي شول ، دحق او دحقوقو ځني
نه به مو دين وي نه دنيا او نه ايما ن خټکه
 دپلارنيکه ميراث چه، څوک د سرپه بيه نه سا تي
هغه اولس وي شرمسا رلکه افغا ن خټکه
د سبا وون د سوزنغمي د حا ل په غوږو واوره
که راتلي نه شي يو الها م شه د درما ن خټکه

سبا وون ( څوکيوا ل )
٩-٤-١٣٩١
٢٠١٢-٦-٢٩

Chawkiwal Sabawoon

-
بېرته شاته