(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښادصاحب شاه صابر

باغ او بهار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
ښکلې هوښیار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
د کوم سپرلې دې چې د حسن په نشه پوهه دې
د کوم ګلزار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
لا په میینو د الفت نشه ختلې نه ده
له خو هوښیار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
د خاموشې ریواج یې هم په ژبه نه پوهیږې
څه نه قلار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
دلته چې ژبی خواځوې جیبونه ډک ګرځوې
دلته کښې خوار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
دا خلک څوک دې چې خالونه یې زنګونه نوالې
دا دکوم ښار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
هغه بی شمیره دې چی ښکلې قامتونه لرې
هغه په شمار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
دلته بې شرمو ژبوارو دنیا اخواړه له
دلته په دار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
د څړیکو څړیکو پرهرونو نه یې وینې څاڅې
دلته بیمار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
نشه نشه دې چې احساس لرې په غم اخته دې
خمار خمار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې
تا به یې پیژانې صابره خو تا نه پیژانې
دا د لوې ښار دې چې په سترګو کښې خبرې کوې

Sherzada Sajidشیرزاده ساجد 

-
بېرته شاته