(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحمان بابا په دیوان د حمزه بابا کلام

دادچا دتخیل څیری ګریوان دې
دپښتو ادب سحر خنده افشان دې
دادب ګلونه سترګۍ دشهلآ کړې
انتظاردتما شې دکوم جانان دې
پلوشو د کوم لمر مخې خبر راوړو
چه هر زړه یې لکه شبنم هسې چشمان دې
رنګینۍ کړې په منظر کښې پټ پټا ڼې
که ګل پوشه،،پرې خوبه،، بیابان دې
نسیم یوړی لو پټی دنکهتونو
شر منګیره خنده ګل کوی پریشان دې
،،ستوری خند،، دشاعرۍ اوراورکی شول
په اسمان دتخیل کښې چراغان دې
په لیمه دژړغونې عند لیب کښې
رنګ دسرو ګلو شوخې کوې خندان دې
دخپل بوی په تار پیلې دې ګلونه
ورک دفکر دسهری ځنی ګریوان دې
دبوډی په ټال کښی مستۍ ځوانې زانګې
دوصال دخوب جوټو، وړی ارمان دې
مځکه هم له ،،بخملینې خندا،،شنه ده
ته به وایې چه شینکی تری ځې روان دې
ننداره د نندارچې دسترګو تور شوه
تور دسترګو ننداره دهر چشمان دې
هر بلبل یې دبقا سندری وایې
دپښتو دباغ ملیار عبدالرحمن دې
په وربل یې دجانان چه سر خندلو
نن هغه لیونۍ ځان دهر جانان دې
حمزه څومره خوشبختې دپښتنو ده
چه په لأس یې درحمان بابا دیوان دې

-
بېرته شاته