(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کم عقله غرڅنۍ

داسې وايي ، په يو غره کښې غرڅنۍ وه
وه په ځان باندې مئېنه لېونۍ وه
يوه ورځ وه تږي شوي ډنډ ته لاړه
ودريدله د رڼو اوبو په غاړه
په اوبو کښې چې ځان ګوري خوشحالېږي
ښکلو ښکرو په ليدو ډېره نازېږي
خپلو پښو ته چې خيال وکړي زهيريږي
چې بدرنګې او نرۍ دي خفه کېږي
ناڅاپي د تازي سپو غپا چې واوري
بد حواسه شي د تېښتې لاره څاري
دا په وړاندې ځي او سپي ورپسې زغلي
چې يې ښکر آخر په جاړو کښې ونخښلي
د بدرنګه پښو په مرسته څه خو لاړه
ښکلو ښکرو کړه مرګي ته ورپغاړه
سپي راورسيدل دا يې وداړله
د هوسې قيصه یې دلته ختمه کړله
اے سحره ! دا متل دے ګټور
پړکيدونکی هر يو څيز نه وي سره زر

ليکونکے: سعادت علي سحر

Sended by:Feroz Apridy

-
بېرته شاته