(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دذبیح لله شریفی شعرونه تازه شول

د ټولو شعرونو متن ده ؟ د افغانستان په یاد ښکلي شیرونه
متن : د افغانستان په یاد ښکلي شیرونه
 
 پښتو رپ افغانستان ته ځم
 
 سبا می خپل زړور وطن ته ځم
د خیالي کابل پیښور دیدن ته ځم
د پښتونستان جګو غروته سلام ده
لڼډی کوتل نوښار مردان ته ځم
د کوهاټ جلوزو اکوړي دیدار کوم
  باجوړ چترال کنر نوریستان ته ځم
اټک صوات مینګوره نه هیروم
  کاپیسا بلبل ننګرهار لغمان ته ځم
قندوز پنجشیر فروان ته به ورشم
     غور سرپول مزار بغلان ته ځم
 جوزجان فاریاب سمنګان خوښوم
 لکه ګل بادغیس تخار بدخشان ته ځم
    د هیرات فرا غزني بامیانو به میلمه شم
  وردګ ذابل لوګر اوروزګان ته ځم
   لویه پکتیا پکتیکا خوست یادوم
  تیرا ټل پاړیچینار وزیرستان ته ځم
 زه ذبیح لله شریفي د کویټی چمن ارمانجن یم
  نیمروز خپل کندهار هیلمند جان ته ځم
 
 پیښور که کابل جان دی
 
 
ماته خپل وطن ګران دی
پیښور که کابل جان دی
 
له غمه ټول زړونه ډاریږي
د درد په ما بارانونه راوریږي
هیڅ می وختونه نه تیریږي
 
نه می هیریږي زما ځان دی
پیښور که کابل جان دی
 
بندیوان یم دغم زندان کی
ډوب یم د خیالو جهان کی
 مړکیږم د وطن ارمان کی
 
زما د زړه هر درمان دی
پیښور که کابل جان دی
 
ورځم وطن ګلی ګلزار دی
په جګو غرو سرشار دی
ښایسته ښکلی یی بهار دی
 
 ډیر بی جوړی ګلستان دی
پیښور که کابل جان دی
 
افغانستان زمونږ کور دی
ما ذبیح الله شریفي ته هر ټکور دی
زما ژوند زما غرور دی
 
سر می تر نه قربان دی
پیښور که کابل جان دی
 
 لیلا وطنه
بی تانه می د زړه شل دي زرونه
لیلا وطنه په ما بل دي ورونه
په خیالو ارمانو کی د ډوب یم
ستا راسره مل دي چورتونه
خپه خپه یم له هر خوانه
راباندی راټول دي دردونه
تورو تیرو کی می ژوند تیریږي
د خوښۍ می ګول دي چیراغونه
تنها تنها  ګرځم سرګردانه د مسافری
 راباندی پراته لکه جال دي د غم بارونه
لویه خدایه ځکه زما ذبیح لله شریفي
په ژړا سر غزل دي که شعرونه
 
 د وطن یادونه
 
ډیر می یادیږي د وطن جیګ غرونه
نه هیریږي له بی روباره ډک بازارونه
راسره مل دي د دوکانو مخ ته د ناستي
یادونه نور هم ډیر ښه رواجونه لرونه
کله له می له یاد نه وځي هر وخت راته
خبونو کی راځي زمونږ خړ پړ کورونه
غمجن غمجن یم مړ نه شم ډیر ډاریږم
په ما بار دي وړی نه شم د غم بارونه
د ژوند د خوښې چراغونه می ګول دي
خپه خپه یم سوزیږم په ما بل دي ورونه
هر رنګه داغونه راکوینه ذبیح لله شریفي
مسافري د هرچا د زړګي کموینه زورونه
 
ګل وطن می یادیږي
 
ډیر می یادیږي غمجن یم
 مین د خیالي ګل وطن یم
خپه غلی چورتو فکرو کی
 ناست د ښکلي افغانستان یم
څنګه به یی له یاده وباسم
د یادو خیالو یی بندیوان یم
کله به بیا ورشم خاوری یی
 ښکولوم ارمانجن یی د دیدن یم
لویه خدایه دا خو ګنا نه ده
چی عاشوق د خپل ګلشن یم
قیصمته ګیله وکړم له چانه
نه پوهیږم ولله ډیر هیران یم
زه ذبیح لله شریفي لیونی نه شم
مریض خوږمن خوږمن یم
 
د وطن یادو لیونی کړم
 
د وطن یادو لیونی کړم ګرځم سرګدانه
غمجن سپیلنی یی کړم ډیر یم فریشانه
 ورونه رانه تاو دي سوزیږم لکه شمعه
 ویلیږم اوس نا خبره یم له خپل ځانه
مسافری په زړه نری بی اوسلی
 کړم ځکه ګیلې کړم له هر چانه
نه می هیریږي دا خپل کور کلي
 می یادیږي مرم له زور د خپګیانه
دا څه کیږي کله به ازادیږم له
د زیندانه نه پوهیږم رب سبحانه
جګړوغریبي راوسړم ذبیح لله شریفي
کله په رزا راوتلم له ګران افغانستانه
 
 وطن په سی غمجن یم
 
ډیر خپه خپه یم زوریږم
نا خبره له ځانه یم ورکیږم
بد می هال ده خدایه خیر
کړی لوینی نه شم ډاریږم
غمجن خوږمن تبا شوم
 له هر څه نه ویریږم
ورځ په ورځ دردونه
ځیاتیږی لاړم مړکیږم
مسافری کی هیڅ چاره می
 نه شته څه وکړم نه پوهیږم
افغانستان می نه هیریږی ډیر
 یی یادوم سلامونه ورلیږم
ذبیح لله شریفي مسافری می بس ده
نور خپل وطن ته ځم دلته زوبلیږم
 
 ځم خپل وطن ته ځم
 
رانه تاو د دنیا هر غم ده
رڼا ورځ راته تور تم ده
ځم خپل وطن ته ځم
هر زخم ته می ملحم ده
نه می شته راحتونه
راباندی جوړ ماتم ده
   ژړا ګانی دردونه دي
زړګی مات قلم قلم ده
ویلی ویلی خوږمن یی کړم
 د مسافری ژوند لکه لړم ده
  خواره تقدیره نه پوهیږم ولی
 په ما ذبیح لله شریفي دا ظلم ستم ده
 
 مسافر له افغانستانه یمه
 
یم ډیر فریشانه زګرویږمه
مسافر له افغانستانه یمه
ژوند خوند نه راکوینه
غمجن سرګردانه ګرځمه
دردونو غمونو له که مار
 له هر خوانه وخوړلمه
د تنهایی له لاسه چورتو کی
  لکه دیوانه راګیرمه
  خوار قیصمته دا څه کیږي
 ګیله تانه که بل چانه وکړمه
یو ځواني ده بل راورک
 له خیالي لیلا وطنه شومه
د وطن زلکدن می ارمان ده
روح می ځي رانه مړکیږمه
هیڅ چاره می نه شته څه وکړم
و ذبیح لله شرفي نه پوهیږمه
 
افغانستان یادوم
 
ښایسته ګل غوندی
ګلالئ زما جانان ده
کوم صفعت به یی کوم
ډیر ښکلی مستان ده
زړګی می ورسره
تړلی بندیوان ده
ښایست یی دام
غوړولی په جهان ده
هر چا چی لیدلی
پر بیللی یی ځان ده
بی جوړی د ښی
غزلی په شان ده
چاته به څه څه جانان وی
 زما مینه خیالي خپل وطن ده
ذبیح لله شریفي افغانستان یادوم
توریالی یی هر انسان ده
ذبیح لله شریفي
لوګر کی د شهیدی ناوکی په یاد
 
شهدات د مبارک شه بد بختی ناوکی
لت پت شوی ځوانی  مرګی په سرو وینوکی
د سندرو په ځای درته جوړ شو د ژړاګانو
ویر ماتم ډیره کمه وی خپلو تالوکی
د واده د هاوسو خیالو سپین ښایسته
کمیس پر ځای تاو شوی سپینو کفنوکی
دا سومره بد نصیبه بد قیصمته وی د واده
سور شال په ځای پټه شوی خاوروکی
د ژوند دغه ورځ د خوښې خوشحالی
دی وه هغه هم درنه ککړه شوه غموکی
لاړی خپه فریشانه ګیلمنه له د غی پاني
دنیانه زړګی د وویړ ډک ارمانوکی
خدای د دغه وهشي بی رهمه ظالمان
قاتیلان اخته کړي په خپلو دردوکی
په مخ مو ښه شه د ټولو شیهدانو زه
ذبیح لله مو نه هیروم دوعاګانوکی
ذبیح لله شریفي
ولی زوریږي بی ګنا پښتانه
که د نن دي که د سبا پښتانه
تر سو به یي هم دا شان ته
سر کردانه په دنیا پښتانه
تر کومه به هم داسی وي
غمجن غمجن په ژړا پښتانه
ګیله له هی چانه نه شته دی
په خپله دي بی فروا پښتانه
په ورکو لارو ور روان دي
وخوړل هر یی بلا پښتانه
د دنیاغټو ظالمانو سره لاس په
ګیروان دي شو چور تالا پښتانه
خیالي وطن یی ناهقه دردیږی
ارمان نه شته د پوخا پښتانه
نن لارښود نه لري کنا په توره
غیرت کی کم دي له چا پښتانه
دښمن په رنګا رنګ دسیسو
سره ویشلي دي زما پښتانه
ولی د چا لپاره نه یو کیږي
د څه لپاره دي جدا پښتانه
زما ذبیح لله دغه دعا دی
کله به شی پخلا پښتانه
خدایه رحم ترحم په وکړی
له هر لوری دي تنها پښتانه
 
پښتانه به کله یو کیږي
 
خدایه رحم وکړی لاړو ورک تبا شو
ښکلی وطن مو ورانیږي چور تالا شو
څه مو ګنا کړی دی ولی چاته مو څه
ویلي دي چی داسی فریشانه قام زما شو
څه د خپلی بی غوری له لاسه څه د دنیا
د ظلمانو له لاسه په هر غم درد مفتلا شو
پښتنو ولی درنه د پښتو غیرتي قانون ریواج
له منځه لاړ ځکه اوسني پښتانه بی فروا شو
لارښود نه لرو لکه بی شپونه رمه جدا جدا
روان یو ځکه راګیر په دام کی د هر بلا شو
ارمان ارمان چی نه شته پوخواني مشران
دا اوسني مشران ټول غلامان د هر چا شو
تر څو به هم داسی یو سر کشه خپل سري
بس دی هم دومره چی وزوریدو په ژړا شو
ولی په مونږ د بی اتفاقې پردی خوری دي
نور راځې چی په یوالي اتفاق سره سلا شو
راځې د صمد خان غفار خان په لاره لاړ شو
په د لار کی کامیابي شته بیا به په خندا شو
کله به له تیرو دردو غمو نه عبرت اخلو
چی یو زلي بیا سیال د ټولی دنیا شو
خدایه زما ذبیح لله دا ارمان دی چی څه
وخت به سره راټول یو ځای لکه پخوا شو
  دوهمه برخه : د ژوند او دنیا د ښکلي شعرونو
ولی رانه غلی
ولی رانه غلی مه کوه خبری له ما سره
نه پوهیږم اوس څه وکړم له تا سره
دا څه کوی داسی خو څوک
نه کوي یارې کی له چا سره
له ډیر انتظاره ستومانه شوم
ما ویلی رابه شی له خندا سره
د څه لپاره ولی می ازاروی
نا امیده دی کړم له د جفا سره
ولله زړه می د راته ټوټه ټوټه
مات کڼډر کړ له دی اشتبا سره
ایرادی دی راته بدلی ښکاري
وعدی نه کوی له ریښتا سره
وادی د دي ټولی له درغو ډکی
څه به کوم له تا بی فروا سره
ارمان ارمان دی کاشکی نه اشنا
کیدلی له تا غوندی بی وفا سره
ذبیح ریښتا ویلي دي غمونه
شریک دي د مینی له دنیا سره
متن : زړه می د مات مات کړ
خزان خزان شو زما د ژوند بهارونه
  یم خپه رانه ورک دي د دنیا کارونه
ستا له لاسه می زړګی مات زخمي
ټوټی ټوټی شو په جوړ دي فرهارونه
ما په تا کړی اتبار وه ولی د راباندی
وکړل له شانه پټ د جفا په تیغ وارونه
ته اوس بی غمه ګرځه خوشحالي کړه
څه کوی که د غم په ما بار وي بارونه
ذبیح یو ورځ به ځو له دونیانه دا می واوره
پری به د نږدي زما هم درپسی دي ازارونه
ته هر جا یي ئی
ما خو به دا ویل ته یوازی زما ئی
خبر نوم ته هر جایي د هر چا ئی
د مینی په بازار کی په خوښې می
رواخیستلی څه پوهیدم د غم سودا ئی
تا خو به هر وخت د وفا لاپی وهلی
اوس راته معلومه شوه بی وفا ئی
  رنګا رنګ دامونه د ول جوړ کړي
په درغو راسره روان په ایشتبا ئی
ما غټ عتیماد باور درباندی کولو
ښه ده چی پوهه شوم متلب اشنا ئی
کنا تا به نور څه راباندی کړي ول
ډک له هر رنګه ډوکی چل غلا ئی
زه له ډیره غمه مرمه له د جفا سره
ته شرمیږی نه لا راته په خندا ئی
د خدای لپاره نور راڅخه ځه لاړ شه
ذبیح چی ودی نه ینم بی فروا ئی
ولی داسی شولی
ولی داسی شولی بی غوره جفا
کاره تا خو به ګیله له ما کړه له
ما می وه هر واک تا ته درکړی
هر وخت راسره تا به جفا کړه له
ورکه شوی رانه د ژوند لاره ده
تور تم دی راته ټوله دنیا کړه له
د ژوند هر قدم کی دی راته ورکرل
غمونه بیا د کډه رانه پشا کړه له
نه پوهیږم ګنا می څه ده د څه لپاره
د نیمه لار کی لاره بدله جدا کړه له
کاشکی نه اشنا کیدلی له تا سره ولی
به خلکو راباندی مسخره خندا کړه له
ذبیح ما هیڅ کله غلتی نه کوله
ټول عمر می درسره وفا کړه له
خدایه دا څه کیږي
  په بی وفا یي می زړه راته فاره کوینه
خپل مقصده پوری یارانه راسره کوینه
اوس می نیمه لار کی پریږدي د ریقبانو
راباندی د زړونو ارمانونه پوره کوینه
خدایه دا څه کیږي زه څه پوهیدلم اخیر
کی به د جدایې ناځوانه خبره کوینه
د دار په سر یی نا خبره وخی ځولم
ډیر بی ګنا می ناهقه غر غره کوینه
د عاشوقې ټالونه خوند کړه که ورنه
راوغور زیدلی درنه لاره ورکوینه
ذبیح د بیلتون د جدایی تیغ د هر
چا زړه ورته چیری زره زره کوینه

ولی یاري نه کړی
څه ختا راڅخه شوی
چی یاري راسره نه کړی
ولی نیمه لار کی مینه
د چا له لپاره نه کړی
څه له ډاریږی چی مینه
په ریښتا ښکاره نه کړی
کومه ګنا ده رانه شوی
ولی سمه خبره نه کړی
ډاریږم چی می له خپلو
کړو نه بی ځاره نه کړی
د غم دردونو زندان کی
می بندی ګوره نه کړی
زړه می راته د بیلتون
په تیغ زره زره نه کړی
ډیر فام کوه چی د جفا په
دار می غر غره نه کړی
د خدای لپاره خیر ده چی می
د خلکو د خندا مسخره نه کړی
ذبیح د رنګا رنګ ګلونو خریداره
رانه ورکه د ژوند لاره نه کړی
تیر وختونه دی دریاد کړه
هغه ورځی دی در یاد کړه
اول کی راسره اشنا شولی
چی به هر سومره غوسه شوم
ته به په موسکا په خندا شولی
یاد د دي چی می درته وویل
مینه نه کړم په ژړا شولی
ویل به دی دا مه وایه مرمه
اوس څه له رانه په شا شولی
پوهیم ځی تښتی پریږد می
تنها ولی راته بلا شولی
دا خو ووایه کومه ګنا می کړی
په څه باندی خپه له ما شولی
نه پوهیږم اخیر د څه لپاره
بی غوره بی وفا شولی
نه غواړم دا ژوند څه به کوم
بی تانه که لاړی جدا شولی
په اول کی می درته ویلي وه
مرمه که ته د بل چا شولی
ویلې مینه څه ده مینه غم دی
د ذبیح خبری ریښتا شولی
نه شته د ریښتنی یارانی
سومره ښیولی پوخانې زمانی
هر چا کولی د ریښتنی یارانی
له غم درد ډکی دي دا د اوسنې
مینی د عشق کتاب کیسی افسانی
  ولی د زما د خوشحالې د خیالونو
امیل وشکاوه کړ دی دانی وانی
درته به می وویل راځه مینه
ښکاره کړو تل به د کولی بانی
د خپل خوش باورې له لاسه
راباندی و شوی دا بدی کانی
ستا له لاسه اوس می په زړه
د خبګیان دي جوړی غټی دانی
خپه یم نه پوهیږم څه وکړم
ذبیح و د غمونو خزانی
ولی د تنها پریښودم
ستا مینی کړم فریشانه
نا خبره یم له خپل ځانه
اوس د لیونو په شانی
خپه تنها ګرځم سرګردانه
هر څه می غمجن دي
زړه تووری شوم له دنیانه
هی څوک می نه خوښیږي
ډاریږم له هر چانه
زړګی به می ډک پک له
ارمان سره وړم له جهانه
بی وفا ولی دی په ناځوانی
د جفا په خنجر ووهلم له شانه
څه له د تنها پریښودم غموکی
  ذبیح دا یوه پښتنه کوم له تانه
چیرته به ځمه
چیرته به ځمه څه به کومه
راسره دي مل دردونه
د سکرو غوندی هیره هیره خاوری شوم
په ما دي بل ورونه
لکه شمعه ویلی ویلی د کړمه د څه لپاره
د جوړ کړل دا جنجالونه
زړه می فریشانه دی زوریږي د جفا دی
ورباندی کیښودل داغونه
ولی دی د ژوند هر قدم هر لار کی رنګا
رنګ راته وکرل غمونه
ذبیح زه مرمه له ډیره درده فریشانه خپه یم
رانه ورک شول راحتونه
کوه نخری ناظونه
کوه نخری ناظونه نوم شهرت
نیشان لری
ګنا د نه دی لاس کی د ښایست
جهان لری
هم دا د وخت دی څه تازه وچت
دوران لری
کړه خندا خوښي خواکی مست
یاران لری
زما غوندی کله زړه کی چورت
غمان لری
ذبیح هر څه کی مه کوه جورت
دښمنان لری
متن :  مقصدونه د نور دي
  ګنا می څه ده پوهیږم نور د دي
غرضونه مقصدونه
ولی په ما غوسی کړی د څه لپاره کړی
دغه جنګونه
په څه باندی د شول راته داسی بدل بدل
بل رنګه خیالونه
څه له رقبیان خوشحاله وی راباندی
ووایه حالونه
مه تړه راباندی دا هر رنګه غلت
بی ځیاه تموتونه
  دا هر څه چی کوی پوهه یم اخلی
رانه روسختونه
ذبیح چی ځی لاړ شه دا ناهقه خو مه
جوړه وه جنجالونه
پټه مینه
چاته لکه سره زر تیلا شوله
څوک یی وخوړل ورته بلا شوله
ما خو پټه له هر چا کړه له
پټه مینه ښکاره روسوا شوله
لاخو د مینی مزل ډیر پاتی وه
راباندی خبره ټوله دنیا شوله
د ریقیب د غمازي له لاسه
هره لاره بنده جدا شوله
تکه توره شپه تایره ده مړه
د خوښیو ډیوه رڼا شوله
عاشقي د هر چا کار پیشه نه
ده اوس خپله مینه سزا شوله
ډیر خلک ئی لیوني په ژړا کړل
د ذبیح وینا ریښتا شوله
مینه رنګا رنګ وي
چاته لکه زار ترخه شي مینه
چاته له شاتونه خوږه شي مینه
کله کله خرابه لکه سوئ کتغ
یا لکه خوسا میوه شي مینه
چی خوري یی خوند نه کوي
بی خونده بی مزه شي مینه
ډیر ټالۍ په کې خوري زانګي
د خوشحالیو ټالونه شي مینه
ډیر کباپ کباپ کړي ورته
سور ور سره لمبه شي مینه
څوک په کی تر تازه وي
د ګلانو باغچه شي مینه
څوک په کی خپه وي ورته
بتره له زندانه شي مینه
بعضیو ته تکه سپینه رڼا
د خوښیو ډیوه شي مینه
ذبیح  ډیروته لکه
توره تیاره شپه شي مینه
لکه زل زله راغلی
مخ کی به په خندا راغلی
نن په چوپه چوپتیا راغلی
سومره په ناز ناز راتلی
نن په مڼډه په هوا راغلی
ځان سره غوریږی لکه
زل زله په درزا راغلی
چا دي څه درته ویلي ولی
دغه سی وارختا راغلی
نه پوهیږم داسی فریشانه
خپه له لاسه د چا راغلی
مرم له غمه ووایه حالونه څه
چل ده له کومه خوا راغلی
زه ذبیح سبری دی نه شم
سترګی می په ژړا راغلی
غوسه غوسه ده
بیا د غم جوړی منزیری دي
د بیلتون د غمازې ناری دي
بیلتون د ډیرو خلکو زړګی
زخمي کړي پری پری دي
غوسه غوسه ده لکه د وږي
ښکاري سترګی یی سری دي
خدایه خیر کړی چا ورکړي
ورته زما د وژنی مشوری دي
زړه می درزیږي په مخ می
خولی روانی لاری لاری دي
قیصمته ولی زما د خوښی
تارونه غوټه ګیری ګیری دي
دغه د ذبیح شاعر غمجنی
سوی سوی غزلی سندری دي
مه کوه جنګونه
مه کوه جنګونه درته
کومه وزرو سوالونه
قربان د شمه ولی خپه یی
ووایه په قسمو حالونه
څه له راباندی خوشحاله وی
د غمازانو ریقبانو زړونه
خدای خبر کوم رقیب غماز
په تا وکړل د ملایانو تاویزونه
ته خو پخوا داسی نه وی
نه پوهیږم چا درکړو پندونه
زما ډیره غریبي ده رانه مه
غواړه د سروزرو امیلونه
بس کړه نور پخلا شه راځه چی
واورو د ذبیح یو سو شعرونه
ولی کړی فریبونه
ولی د راسره وکړل فریبونه
کله دي د زړو ماتول ښه کارونه
چی می وليدی د رقیب تر څنګه
ولله څی په ما بل شول سره ورنه
په د کار دی راته خاوری ایری
کړل زما د ژوند ټول ارمانونه
ولی شوی داسی بی فروا ما ستا
په سر رقیب سره کول جنګونه
زه خو ستا په سر تومتي د هر چا وم
اوس د یوازی پریښودل دردونه
مخ کی له دی چی تا وپیژنم وم
خوشحاله تا راته وکرل غمونه
بی وفائی د څه لپاره د هیر
کړل دومره زر خپل لوزونه
په ډوکه بازې چا دي څه ګټلي
تا خو د درغو جوړول پلونه
  ذبیح ما تمه د قیامت درنه لره له
تا په دی دنیا رانه واخیستل لاسونه
ته بی غمه ګرځه
ته بی غمه ګرځه
خوشحالي خندا کړه
له نورو سره
سیالي د دنیا کړه
زما غمجن زړګی به
تا پسی مدام ژړا کړه
اوس نه راګوری ماته
ولی د راته شا کړه
د تا بی وفا مینی مړه
می د خوښې رڼا کړه
خپه یم سرګردانه د ژوند
لاره د ورکه له ما کړه
خدای دی زما غوندی په
غمو دردو کی مفتلا کړه
  ذبیح  نور به څه نه وایمه
ورک به دی زما وفا کړه
متن : نه د کوم یاري
یاره نه د کوم یاري
هسی مه کوه زاري
وعدی د ټولی راته له
دروغو ډکی ښکاري
در باندی پوهیږم د څه
لپاره کړی دا خواري
چی بیا د متلب پوره شي
بیا به تښتی لکه فراري
ما یو وار لاس درکړو
ولی رانه لاړی بازاري
تنها د پریښودم څه له
د راسره وکړه غداري
ذبیح بیا راغلی یی لکه
غل چی د چا شا ساري
متن : بی وفائی بی وفا
نه پوهیدم ته هر جا یي د هر چا یار ئی
بی وفائی بی وفا غدار ئی
ما ویل ته زما په ژوند راغلی پسرلی ئی خبر نه وم
ته خزان د تورو تیارو غوبار ئی
زړه دی راته غار غار کړ لا تر اوسه خوږمن ده
کله ته اوس ورته پټې قرار ئی
په سل غمه درده د اخته کړم رانه لاړی
مخ ته مه راځه جفا کار ئی
تنها می پریږ ده متلب اشنائی بیا څه له مسکی
مسکی کیږی غټ مکار ئی
  نور نه درباندی غولیږم اوس راته معلوم شوی
ذبیح ته د لستوڼی مار ئی
دا څه کړی یار
کله زما کله د بل چا دا څه کړی یار
کله خوښ کله په ژړا دا څه کړی یار
و زما بی غوره یاره زه درته یم هیرانه
ولی ته خپه یی له ما دا څه کړی یار
نور مه کړه نازونه را د کړه لاسونه
زه خو ټوله یم ستا دا څه کړی یار
د مرګ له ورځی پوری به سره یو
ځای یو راته ویل تا دا څه کړی یار
ولی مرور ګرځی څه می درته ولیدي
چی رانه تښتی په شا داڅه کړی یار
داسی زړه چاودی غم لړی یاري خو
نه خوښیږي د هي چا دا څه کړی یار
ستا په یارې کی شوم ډیره خفه فریشانه
تور تم د کړه زما ټوله دنیا دا څه کړی یار
چا در کړل فندونه چی داسی لیونی شوی
ته خو داسی نوی پوخوا دا څه کړی یار
مرم له غمه ووایه حالونه څه چل دی
چی ولی شوی بی فروا دا څه کړی یار
د خدای لپاره سوال زاری درته کوم
چی پریمي نږدی تنها دا څه کړی یار
د خدای لپاره ماته د بیلتون خبره مه کړه
ذبیح لیونی به شم تبا داسی کړی یار
*******
اسمانه بختوره سومره ځر ځر رنګ په رنګ بدلیږی
راته و وایه زما ویده قصمت چیرته دومره غلی ویده دی
متن : و زما بی غوره یاره
  و زما بی غوره یاره کړم د بیماره
فکرونو خیالو کی پرته یم بی کاره
د غمونو پڼډ د راپه سر کړ وړی نه شم
  هیرانه ورلاندی غلی ولاړه یم نا چاره
څه له دی داسی تنها پریښودم ناځوانه
په یاری کی دی د هر درد شوم خریداره
ولی د په زړګی باندی د وچولم دوه پړکه
هیڅ نه پوهیږم رانه ورکه ده د ژوند لاره
کومه می ختا کومه ګناه کړی وه ووایه
د څه لپاره یودم درنه هیره شوم ښاماره
دا خو ستا د مینی زور ده چی مدام ژاړمه
مه راته خندیږی بی حاله به شم سرشاره
ذبیح بی وفائی جفا د و هیرولم له هر چانه
وډاره شوم د یاري له نوم نه د کړم بی ځاره
ورو ورو درنه هیریږمه جانانه
شیرینه نظر د کم کړی له ما نه
په څه باندی نه پوهیږمه جانانه
کله بورا څوک وشړي له ګلانونه
دا شان د له زړنه وویستمه جانانه
ما ټول ژوند ستا په نوم تړلی وه
ورو ورو درنه هیریږمه جانانه
هم داسی می یودم سړی ناساپه
ولی د چا لپاره هیرانه یمه جانانه
غلی عجزه د په څنګ کی وم ولاړه
اوس ستا په مینه تورنه شومه جانانه
د زړه له دیوالونه به می څنګه هغه
ستا نیښلولی تسویرونه راشکومه جانانه
د هیری دلو چل او ول به درځي تاله
ما له خو نه راځینه غمیږمه جانانه
زه اوس چیرته لاړه شم څه وکړمه
ستا خو به له یاد نه ووځمه جانانه
چی یاري د تر اخیره په زړه کی نه وه
ولی د تنها فریشانه پریښودمه جانانه
ناچاره بی کاره دی د بام په څوکه کینه
ولمه که ټیله هر باد بارانه کړمه جانانه
و به غورځمه لاندی دانی وانی به
ماته ټوټی ټوټی به درنه شمه جانانه
کاشکی نه می  پیژندلی قسم ستا په
یاریکی ستړی ستومانه شومه جانانه
ولی دی د خپلو خیالو ښکار کړمه
د خپل سر نظرانه د وګرځولمه جانانه
ځه لاړ شه زما هم لوی خدای شته
ورته به دعا سوالونه کومه جانانه
واوره هر درد لره درمان شته زه به
هم د ذبیح شعرونه اورمه جانانه
متن : چیرته رانه ځی
مینه می کړی ګنا خو نه دی
تا سره اشنا شوم اشتبا خو نه دی
دا ته چی له ما نه اوس  پټیږی
سر کی دی د بیلتون هوا خو نه دی
ما می وه ټول زړه تاته درکړی
ووایه دا لمسون د بل چا خو نه دی
پوهیږم  تښتی تنها می پریږ دی
  چیرته رانه ځی جفا خو نه دی
ځی ځه ډوکه کول کله ښه کار دی
زما د ژوند هره خوښه ستا خو نه دی
ځه په خدای دۍ سپارم د بیلتانه
غم ماتم یوازی په ما خو نه دی
خدای لوی دی مه خپه کیږه زړګی یه
علاج می تنها خپګیان ژړا خو نه دی
غمجن زړګی یه راځه نور ځونه
ذبیح اوس پوخوانی اشنا خو نه دی
عاشوقي می څه کوله
عاشوقي می څه کوله
اوس یی دغه سمر شو
زړګی می سوری سوری
د جفاګانو په خنجر شو
نه خبونه نه راحت لرمه
هر څه می لاړ در بدر شو
له خپل ځان دنیانه نا خبر یم
حال می له لیونیانو نه بتر شو
ژوند می رانه ورک شو د پخو
ګل غوندی په هواکې فر فر شو
یم ورلاندی ستومانه وړی یی نه
شم دغمونو لوی پڼډ می په سر شو
ذبیح خپه خپه سرګردانه ګرزیږم
زیندان راته خپل کور شو
راتلونکې اینده
راځه چی خپه زړونه په خندا کړو
راته د خوشحالۍ بله ډیوه رڼا کړو
په اخلاص په صداقت د مینې
د خوښۍ جوړه بله دنیا کړو
ته زما شه زه به ستا شمه کړی
وعدی ارمانونه سره ریښتیا کړو
د راتلونکي اینده ژوند په فکر شو
تیرو خبګیانونو ګیلو ته به شا کړو
د ذبیح  له شعر تجروبه واخلو
دا د غم توره شپه سبا کړو
لیکوال او ویناوال
ذبیح
-
بېرته شاته