(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

حسن که د زړه غل دی
زړه ددغه غله غل دی
مینه کړه ډاډه ګرځه
څوک چې شرمیده غل دی
شپه ستايي په سپین سحر
شیخ د نمرخاته غل دی
ګوره په محفل کې نیغ
چاچې نه کاته غل دی
اوايي خو نه راځي
خدایګو چې په زړه غل دی
ستا د مینې غله ګوري
نور (باچا) ‬
په څه غل دی

د ستر پښتون شیرعلي باچا کلام

-
بېرته شاته