(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوښ او ګيدړ

منظومې قيصۍ
ليکونکے: سعادت علي سحر

داسې وايي چې ګيدړ او اوښ دوستان وو
د ځنګل ټول ځناور ورته حېران وو
يوه ورځ اوښ ته ګيدړ ووې چې وروره
د درياب نه پورې غاړې ته وګوره
که دې خيال وي په پټي کې خربوزې دي
بوي په ما يې دلته لګي ښې خوږې دي
زه چې لاړ شو خپل نصيب به ورنه اوخورو
خټکي چې نن ونه خورو بيا به څه خورو
اوښ هم خوښه د ګيدړ دا مشوره شوه
خو ګيدړ ته پکښې پېښه خطره شوه
هسې نه درياب کښې ډوب شم زما ياره
دي ژورې دا اوبه زما د پاره
ورته اوښ ووې چې مه کړه هيڅ وسواس
تا به پورې کړمه نېغ اوبو د پاس
ګيدړ سور چې شو په اوښ مزه يې ورکړه
اوښ ته وايي قدم چاغ کړه شابه زرکړه
په څو دانګو کښې اوښ پورې په درياب شو
د ګيدړ زړګے خوشحاله بې حساب شو
دواړه سر شو په مزه خوري خربوزې
کله کله وي ، تل نه وي دا مزې
چې ګيدړ موړ شو، اونګي يې کړو بلند
ورته اوښ ووې دا چغې دې کړه بند
ستا آواز که تر مالي ورسيدلو
اوس به راشي موږ به مړه کړي په وهلو
خو ګيدړ ورته وئېل دا مې عادت دے
اونګيدل په مړه خېټه مې فطرت دے
آخر راغللو باغوان کوتک په لاس
اوښ په ځان نه پوهيدو شو بدحواس
ګيدړ پټ شولو په بوټو کښې څه رنګ
اوښ ترې نه شو پټيدلی چې ؤ دنګ
اوښ يې ښه ودربولو په کوتک
آخر ځان يې ترې نه خلاص کړو په ترپک
د درياب په غاړه ناست ورته خپل يار ؤ
مطلب دا ګيدړ د اوښ په انتظار ؤ
ګيدړ پورته اوښ ته کښېناستو په شا
د اوښ اوس هم خوږيدله ډېره ملا
مېنځ درياب کښې اوښ غوپه شو په اوبو
ګيدړ چغې کړلې سر شو په توبو
اوښه وروره دا ته څه کوی ډوبېږم
ورته اوښ ووې چې زه هم نه صبرېږم
د سزا نه پس غوپې زما عادت دے
ته دې ډوب شې خو کينه زما فطرت دے
څه کرې هغه به رېبې دا متل دے
اے سحره! خپل عمل د لارې مل دے


شمشتۍ او لړم

داسې وايي چې يو ډنډ کښې شمشتۍ وه
جوړه کړي خداے په مثل د کشتۍ وه
د يوې مودې نه ډنډ کښې اوسيدله
کله کله به په وچې ګرځيدله
د ډنډ خوا کښې ا وسيدلو يو لړم
ډېر مخلوق د ده د لاسه ؤ کړم
لړم وليده يوه ورځ شمشتۍ
ورنزدې شو ورته وايي چې ابۍ!
ښه موسم دې د ډنډ سېل راباندې وکا
نن مې سور په خپلې شا کړه زړه مې ښه کا
شمشتۍ ورته ځواب ورکړو لړمه
راشه کښېنه زما ملا باندې بې غمه
په تبۍ چې ورته کښېناستو پوهېږه
شمشتۍ ته يې اواز کړو روانېږه
شمشتۍ چې شوه په ډنډ کښې لامبوزنه
لړم هم خپله شورو کړله کرنه
چې لړم ورته لشه په شا ټومبله
شمشتۍ به خامخا محسوسوله
شمشتۍ ورځنې وکړله پوښتنه
چې لړمه ! دا ته ولې کړې وهنه؟
لړم ووې پخوانې زما عادت دے
لګونه د لشې زما فطرت دے
شمشتۍ شوله غوصه مېنځ کښې د ډنډ
په تندۍ شوله کږه شوه په يو انډ
لړم چغې کړې ابۍ درنه غورزېږم
په اوبو کښې لامبو نه راځي ډوبېږم
شمشتۍ ورته ځواب ورکړو مضره!
زما ډېره مجبوري ده اے جابره!
ستا په زهرو چې دا ملا زما خوږيږي
د دې ډنډ په اوبو دغه به جوړيږي
ته که ډوب شې پرواه نشته ضرري يې
اے لړمه ته جوګه اوس د مرګی يې
اے سحره! چې د بد فطرت خاوند وي
تل په مرګ يې ټول خوشحال، خفه په ژوند وي‬

-
بېرته شاته