(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درد

زړه مې چوي دلته جانانه

زړه مې چوي دلته جانانه


د ادم د سر جوړښته
په حساب دې پوهه نه شوم
ما مې خپل ګریوان لوستلو
په کتاب دې پوهه نه شوم
په فقیر کې فقر نه وو
په نواب دې پوهه نه شوم

ستا په چم کې داسې کیږي
زندګي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه

دلته یو سړی څه ناوري 
دلته هر سړی څه وايي
دا د کوم منظر اسیر دی
د نظر سړی څه وايي؟
ددې وران کلي په ګټ کې
په منبر سړی څه وايي

د بشر په وینه پايي
څو سړي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه

دغه ګل له څانګې پریوت
که دې اوښکه له رخساره
ته دې خپله ځواني ژاړه
زه به خپله برخه خواره
دا ددې کلي دستور دی
مینه نه پيژني یاره

دغه خاورې خاورې کړي
ډیر غمي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه

بت شکنه ستا په زړه کې 
د خواهش بلها بتان دي
دلته تورې امامانې
کتابونه مقتدیان دي
دلته هیڅوک خطا نشته 
ټول رسا رسا روان دي

څه ناشنا ناشنا لښکرې
ځي راځي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه

ته مې پيژنې نو ځکه
د جنت لالچ دې راکړ
چې دې تاب نظر له ورکړ
بیا دې حسن راپیدا کړ
دا تیاره تیاره جهان دې
د جانان په مخ رڼا کړ

کیسه دغه ده خو مونږه
رنځوي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه 
زړه مې چوي دلته جانانه

د ادم د خطا لومې
ورستې نه دي لا پخې دي
د غنم وجود کې ځاي شوم
د هستۍ دغه کیسې دي
د چا سترګو کې جامونه
د چا لاسو کې تسپې دي

عندلیب له پکې فکر 
خوټکوي دلته جانانه
زړه مې چوي دلته جانانه
زړه مې چ و ي دلته جانانه

تکليز نظم

چې ټول کړي مې وه ياره ستا له لارې
هغه کاڼي اوس زما په کور  وريږي
خپلې اوښکې مې په خپل ګريوان پيرزو شي
درد مې بدي شي چې لور په لور وريږي
---------

په دې ښار د سرمايې دوړې رالوتي
ته مې سترګې زه دې مخ نه مومم ياره
دا چې زه ترې د جنون کنډاو ته خيژم
بل د تيښتې کوم اړخ نه مومم ياره
------------------------
د تودې جذبې په زور به ترې خلاسيږې
ددې قيد په ديوالونو کې ور  نشته
د تقدير سيوري ته مه کښينه ژوندی يې
خوار په دې يې چې په ځان دې باور نشته
---
---------------------
ژوند مې داسې دی چې رب مې راته ياد وي
شيخه ته يې راته مه ښايه قلار  شه
ښه به دا وي چې نه ښکار شې نه ښکاري شې
که زما منې د ګلو  خريدار  شه
-
----------------------
دا مې دوه اوښکې په غم د بشر توي کړې
که مې غبرګې جنازې له کوره لاړې
د ضمير په شور کې ورک شوې عندليبه
لرې لرې د دنيا له شوره  لاړې
-
بېرته شاته