(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ځار شم له عشقه چه په یو ناتار ئی غر وهلې
څومـره بزدله وو فرهاد چه ئی خپل سر وهلې

ځـــــار د هغه ځلمی د لوړو مقصدونو شمه
چه په چړو ئی د خپل خوږ ژوندون ځیګر وهلې

لا بلــــــد نه یو د رقیبـــــو هــوا ګانو ســــره
مونږه د عــــشق د جالې نوے نوے پر وهلې

ســــر مو نیولې وروی د ، د هر خوا نه کاڼی
پـــــــــه سپینه ورځ مو غمازانو ته ټټر وهلې

ســـتا د سينې تر مورچلونو پورې ورسيدم
د ستا د سترګو ملا تړلې مې لښکر وهلې

کوم غل فیروزه د وطن په غلا کښې ونیسمه
د قـــوم رهبر د خپل ملت د کور کنډر وهلې

Feroy Khan Apridz

-
بېرته شاته