(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قد

که په يو قد کې د بل قد ځايوومه
په ژوندون کې د اجل قد ځايوومه
لکه زوړ ديوال په خپل سيوري راوليږم
زه په خپل سيوري کې خپل قد ځايوومه
د بې نيازو څنګ کې ناز ستايم لګيا يم
په ډيران کې د سنبل قد ځايوومه
ګل په خپل سيوري ازغي له ځاي ورکړی
په ازغي کې به د  ګل قد ځايوومه
ددې ښار د  روغو  روغه نه جوړيږي
په صحرا  کې  به  پاګل قد ځايومه
زه د نوي دور داسې جادوګر يم
په نعره کې  د اتل  قد ځايوومه
د خوږې نغمې توهين نه دی نو څه دی
چې چمن کې د بلبل  قد ځايوومه
عندليبه ! ليونی نه يم نو څه يم
په توکل کې د   تکل قد  ځايوومه

-
بېرته شاته