(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان موخپل کوردی

څه ښکلی ګلشن دی خړ خړ یی کرونه دي

څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
د هر چا یی خوخ خپل خپل محلونه دي
واوری په وریږی په کی هر رنګه ګلونه دي
خاوره یی ډکه له هر رنګه عیزت غیرته دی
هر خواته په کی ځی رنګا رنګ په کی سیلونه دي
 
خیالی ګلستان دی کلک کلک یی کمرونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
لوی لوی یی ډاګونه تور تور یی راغونه دي
سپینی چینی لري بی جوړۍ یی باغونه دي
تاریخ یی د میړانی بی ساره افسانی کیسی لري
هر کور کلي کی یۍ لګیدلي د الیکین چیراغونه دي
 
قدرمن یۍ د هر میلت د هر قام کلتورونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
د لیو ولیانو شهیدانو په کی قبریستان دی
ځکه هر وخت دلته هر ظالم غلیم په لړځان دی
څوک چی په بد نظر ورته ګوري سترګی یی وباسی
ورک یی هر درد غم کړۍ زمونږ سر او ځان دی
 
د باتورو توریالیو په کی پراته زرور سرونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
بس کړی دا جنګونه دا وطن د ورانیدو نه دی
می پریږدی تنها دا خاوره د هیریدو نه دی
ارمان ارمان چی خپل بچیان یی رحم ترحم
ورباندی نه کړي څه ګیله له پردو نه دی
 
چور تالا شو دا ټول د رقیبانو کارونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
پلرو نیکو مو ساتلی په غټو حیمتو باندی
می خرسوی د ډالرو په قیمتو باندی
په یوالي سلا شی یو بل سره پوخلا شی
لری کړۍ نفرتونه د ایخلاص په نیتو باندی
 
هر اتفاق اتحاد مو دښمن لره زورونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
له د وطنه د ورانکارو غدارانو ډلی وباسی
هر غلیم په زور د یوالي ورورولې وباسی
تیری دښمنی مو هیری کړی د وطن هر غم
خپګیان په ازادی په خوښی خوشحالې وباسی
 
د څه لپاره ولی په بل د غم سره ورونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
ډک له هر رنګه قیمتي کاڼو کهانونو دی
ښایسته ښکلی د دنیا له ډیرو ملکونو دی
پیدا به نه شي زمونږ وطن ټولی دنیا کی وګرځې
ذبیح لله یی مین ده هر وخت یۍ ستایلی په شعرونو دی
 
هر بچي باندی یی د جوړولو ډیر پورونه دي
څه ښایسته وطن دی جیګ جیګ یی غرونه دي
 
 
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
ستا له لوړ نوم نیشانه شو قربان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
د یوالي ناری به د ټول لر او بر کوو
د خپلواکی انقلاب به د زرور کوو
مونږ په ننګ ناموس د وطن سر ورکوو
 
د رنګا رنګ ګلونو باغ یی ګلستان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
هره سپه د تاریخ د دی له جیګ حیمته ډکه
تیری افسانی د دي ټولی له غیرته ډکه
دا خړه خاوره د دی ډیره له جورته ډکه
 
په جیګو غرو د سر شار یی ګران وطنه
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
تر څو چی دا دنیا وي هر بچی به د پالنه کړه
له هر غلیم غدار څخه به د هر رنګه ګټنه کړه
د ښکولي نوم نیشان به د هر افغان ساتنه کړه
 
په تا تیرږو له خپل مال او ځان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
د ورانولو هی جازت به د ور نه کړو هی چاته و لله
دا مو قسم دی هیڅ کله د نه هیروو هي چاته ولله
په بی ننګی بی غیرتی به د پری نږدو هي چاته ولله
 
ټولی نړۍ ته دی دا زمونږ علان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
په دعا د ذبیح لله دی خدای نور ورکړي دا جنګونه
کاشکی په تا یو زلي بیا راشي د صولی ازادې غګونه
چی ټول افغانان درته جوړ کړو د خوشحالې جشنونه
 
خدای د بیا راته روښانه کړي قهرمان وطنه
له ټول جهانه ښایسته یی افغانستان وطنه
 
زمونږ وطن ښکلی افغانستان دی
 
زمونږ وطن د شملورو زمریو دی
ډک له کاڼو د لاجورو لالو دی
داسی وطن بل چیری نه شته دی
لکه ګلستان د زړورو افغانانو دی
کور د قامنو میلتنو په شریکه دی
ساتلی یی په خپلو سروو مټو دی
هر بچي باندی یی ډیر ګران دی
هر بلا نه ګټلی باترو شازلمو دی
ډیرغیرتي زمریان یی روزلي دي
هر وخت قهرمان د تیرو پیړیو دی
چا چی لیدلی زړه یی ورنه وړی دی
قانون یی جوړ د مخورو له جرګو دی
په زړه د اسیا لوړ پراخه پروت دی
ډیر ښکولی په جګو غرو ډاګو دی
د شنو باغو به یی څه وایم مست یی
زیړ مازدګری په ګودرو چینو دی
بی شانه بی جوړی ښایسته دی
خړ رنګ یی د کورو بامو دی
وړ د هرنګه ستایلو صعفتو دی
جوړ د سروزرو له کهانو دی
د کوم ښایست ستاینه یی به کوی
ذبیح لله یی مین د چنارو په ونو دی
 
شیرن وطن می
ولله نه می هیریږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می
 
ښایسته ملک د جهان دی
ښکلی نوم یی افغانستان دی
چا چی لیدلی زړی یی ورنه وړی دی
په دنیا باندی ماته دۍ جنت نیشان دی
 
د هر چا خوښیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می
 
منم ایروب امریکا لري ښکلي ښارونه
پیدا به نه شي زما د وطن دا جګ غرونه
قسم ډک له هر رنګه صعفتونو دی
قربان یی شم له ډاګنو له خړو کرونونه
 
زړه زما ورڅخه نه بلیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می
 
کور د ډیرو میلتنو قامونو دی
کلتور یی ډک له ښو ریواجونو دی
باتور ننګیالیو ساتلی له هر بلا نه دی
د تاریخ سپه یی ډکه له میړانو دی
 
داسی ګلستان بل چیری نه پیدا کیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می
 
د چینو ګودرونو ښکلی ګلشن دی
د شملورو د جرګو وطن دی
سر او ځان د ټولو افغانانو دی
زما ذبیح لله یی ارمان دیدن دی
 
زړګی زما ور په سی خوږیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می
 
ټول وطن ګلي ګلذار دی
په جګو غرو باندی سر شار دی
د هیری دو نه دی په ما ګران دی
خدایه کور می د مور او پلار دی
 
پردي وطن کی وختونه نه تیریږی شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږی شیرن وطن می
 
وطن می یادیږي
ډوب په یادو خیالو کی د خپل وطن یم
لویه خدایه بی وطنه ډیر خپه غمجن یم
رانه تاو د ور سری لمبی دي سوزیږم
ګنا خو نه دی چی د خپل ګلشن مین یم
کور می ډیر یادیږي کلنه چی مسافر یم
کله به ورشم ډیر یی ارمانجن د دیدن یم
دا څه کیږي ګیله له چا وکړم نه پوهیږم
له قیصمته که له ځانه ولله ډیر هیران یم
هر سومره ځان خوشحالوم نه خوشحالیږم
څنګه به یی له یاد وباسم د یادو یی بندیوان یم
اوس خو له ځان سره خبری کوم ډاریږم
ذبیح لله لا لیونی نه شم خوږمن خوږمن یم
 
وای یي هر چا ته خپل وطن کشمیر دی
ماته می خپل کابل جان کشمیر دی
 

 

-
بېرته شاته