(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‫آزاد نــظـم

 

 
فلرټ 
 
زه چې اوس راشم 
تۀ خاندې چپ شې! 
اؤ ستا د سترګو 
ستوري ناڅاپه... 
تت شي اؤ... 
پرېوځي 
اؤ ستا د مخ... 
روښانه نمر چې... 
زما ژوندون له 
يوه ځلا وه... 
يوه رڼا وه 
اوس لکه تندر 
اونيسي تت شې 
زه تاته ګورم 
اؤ ستا په ککيو کښې 
د خپلې مينې 
هغه نقشونه 
پخواني ګورم 
خو زما ستړې 
نظر هر وارې 
دا ستا د لوري 
مايوسه راشي... 
ناکامه راشي... 
رټلې راشي 
......اؤ ماته د دې غم... 
هم دومره نيشته 
چې دومره زر... 
زمونږ د مينې 
سحر ماښام شو 
خو ستا د لوبو... 
ډک د څو ورځو 
الفت زما 
د مينې ډک زړۀ... 
زما ټول عمر 
برباد برباو کړو 
 
-
بېرته شاته