(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فریاد

دَ لـويـو لــويــو قــدرتــونــو ربــه
يـو تمنــا ده اورېـــدیشــې کنــه
ستا دَ سکڼی سکڼی ماښام نه لوګی
دَ چا دَ زړۀ لوګیلېدیشې کنه
ستا دَ سېلو او طوفانونو پۀ مخ
يو اسوېلیدیدرلېږل ئې غواړم
ستا دَ چپو چپو سېندونو پۀ نوم
لېمۀ راډک شو سَسَؤل ئې غواړم
هسې نَه؛ اُف لۀ خلې وېستل کفر شی
هسې نَه؛تاته مو ژړېدل کفر شی
ستـا دَ جنــت دَ نعمتـونـو نـه ځـار
زۀ دلتـه اوږی پـۀ جهــان ژاړم
ستـا دَ دوزخ لـــۀ لَـــړَمـــآنـــو تـوبــــه
زۀ دلتــــه دا لَــړَمــانـــان ژاړم
دلته دَ ګېډې دوزخ تش ګرځــوو
هلته شو ستا دَ دوزخونو خشاک
دلتـــه دَ دغــه کســابــانــو خــوراک
هلتـــه دَ هغـــه خامـارانو خـوراک
نۀ مو ځان تور کړو او نۀ سپېن پاتې شُو
نــۀ دَ دنيــــا شــو نــــۀ دَ ديــــن پاتــــې شـــو
ستا دَ سنګېنو فَېصلـو نه قربان
ؤلې حَېران يم؛ کوم قانون ؤمنم
تۀ خو دې خپل قارون پۀ زمکه منډې
زۀ دې پۀ سر باندې قارون ؤمنم
ستـا پــۀ رضــا زمــا رضــا ده ربــه!
کاڼــیهـــــم نفــس پــورې تړلیشمه
چې بل ښامار پۀ خزانو ووينم
آخــر انسـان يـم؛ څـنــګــه غــلیشمه
راډک شــــــو زړۀ اېســارَؤلــینــۀ شـــــم
خلـۀ مــاتـــه ښـــه ده خـــو ګنـــډلـــینـــۀ شـــم
ستا دَ جنت پۀ طمع طمع چې مری
دَ هغه اوږو پۀ سلګو مې قسم
پۀ دې دوزخ کښې ئې نور نۀ شم لېدی
ستا دَ رضوان پۀ منارو مې قسم
يا خو دَ زمکې پۀ دې ارته سينه
ماته خپل ژوند زما جنت راکړه
يا دَ نهر دوزخی مرګ نه مخکښې
دَيوې چغې اجازت راکړه
چې دا ستا اوږی ستا پۀ خوان ماړه کړم
يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم

-
بېرته شاته