(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

پریږده ای سحره نه ګلاب نه خوشبویی غواړم
زه ساده پښتون یم چی په جنګ کی زنده ګی غواړم
ماته د بابا نه د نیکه توره را پاتی ده
خړ شډل پښتون یم نه زه سوله او آبادی غواړم
تل می په میړانه سر په غرونو جنګولی ده
زه د جنګ سړی یم نه راحت او آرامی غواړم
تل د بل په خوله یو نور په خپلو کی پخلا نه یو
ژوند د بیوسی شوه نه دی ښه نه بیغمی غواړم



امین الله اسحق زی

-
بېرته شاته