(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چي مينه ونکړي!

يوه مغروره ليلا : چي يې دميني ليونی ومه زه
لکه مجنون غوندي يې : دپاکي ميني سارانی ومه زه
دا خړې خاورې ګوره : چي مي له قبره نه
سيلۍ فضا ته وړي : اې ځوانه تاته وايم!
ما هم ځواني درلوده : لکه دا ستا غوندي
دا توره برګه شناخته : چي مي پر قبر باندي
ولاړه غشي غوندي : دادي ظلمونه ګرانه
هغې ناترسې ليلا : ماپه ژوندون ورته
ډيرمنتونه وکړل : ماورته داسي ويل
زه دي عاشق يم ګرانې : ستاسره مينه کوم
ماپه تا زړه بايللی : زما دي زړه مات کړی
داخپل بايللی زړه مي : بيرته ګټل غواړم
داخپل مات شوی زړه مي : اوس جوړول غواړم
زه ستا له خولې ګراني : دجانان لفظ اوريدل غواړم
بس زه نور هيڅ نه غواړم : دغه يو سوال دی زما
هغې ځواب کي وويل : چي اوس نو ماته غوږ شه
ته به يو کار وکړي : ته به دي ځان مړ کړي
بيا به دي نوم اخلمه : چي (امين) جان مړ دی
کلی کوربه یی ډنډوره کړمه زه : چي هغه ځوان مړ دی
زما په مينه يې قربان کړلو ځان : زما جانان مړ دی
صفت دحسن به دي څوک کړي بيا : چي زه هم نه يم په دنيا کي ګراني
هغه شله وه او کتل يې راته : همدا خبری یی کولی راته
ماويل ښه ده ستا خوښۍ لپاره : که ته مي ځان غواړي جهان غواړي
زه يم مجبور چي کوشش پرې وکړم : چي ستا دميني سپارش پرې وکړم
خويوه وعد به هم زما سره کړی : چي هميشه به مي په زړه کي ساتي
زما مزار ته به چکر راوړي : يوشين بنګړی به دي
زما پرقبر باندي : له سپين مړونده کښيږدي
د ذوالجلاله ربه : به دا دعا کوي
چي په عقبی کي دواړه : سره يوځاي شو ګراني
دا وصيت دی زما : زه ډيرتاکيدکومه
شيريني تا باندي : چي پس له مرګه زما
به نامه پرخوله اخلي : ډير په احتياط يې اخله
په مينه مينه ګراني : هغې مغروري ليلا
داسي هيڅ هم ونکړل : نه مي مزارته راغله
نه يې بنګړی شته دي : نه مي جنډۍ پرقبر
نه مي نامګی شته دی : ځواني مي خاورې کړله
په بي وفا جانان : دننۍ زمانې
مينه هم داده ځوانه : چي مينه ونکړي، مينه ونکړي


شاعر: مطيع الله امين

 

-
بېرته شاته