(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

د کابل یاد

چي راغلی یم لندن ته وتلې مې ده خوله

چې را یاد سي د کابل اب وهوا او  خواړه

جار د کابل دډک نسی کاهو او ګندنې سم

جار لکه ګندنه  دکرزی د ژیړی کابینې سم

اوس افغانان کری په یورپ کې ګندنه

خو کله لري هغه خوند او هغه ډول مزه

 له پټي  شکول تر منځ يې بټه ګوته تیرول

 بې پریوللويې څه مزه  کوله په خوله منډل

جار د کابل سم دا د هغه  وچه کلکه چکه

چي په بوجیو کې پرخرو راتله تر شوربازاره

ددې ځای د بوتلو خوند نه کوي نری چکه

ورسره لکه  شورا ګډه نه ده خاوره و چونه

ډیر مي یادیږدي سپينی د لاندي کترې

چي په یوه ګوله به يي یو لیدل کیدل  درې

دلته به خوند وانه خلې د تورو وچوکترو

ځکه لکه قضا نه ده  بی بویه او وچو چنجو

 دلته هر وخت بانجڼ سته او تازه بینډۍ

میرمن می لیونی  ده د وچوباڼجواو بینډۍ

کله  به  مهاجر په ښو خوړو  وباسي ارمان

چي میرمن يې تل یادوی چکه او  وچ باڼجان

 دلته پر دستر خوان ګندنه او چکه تل یادیږي

 په یادولو يې تل  ناخبره ماشومان  ژړیږي

چې راټوله سي په رخصتي ټوله  کورنۍ

را په یاد مو سي دوطن هغه ګډوه او بدنۍ

رنګارنګ خواړه وي پراته پر دسترخوان

انا په  ساندو تل یادوي  د وطن   وچ باڼجان

ټوله ماشومان د انا سره  سوې نارې کړې

په پلو ، چلو او کباب مو سترګې سرې کړې

 اخیر موټکټ واخیست مخ په کابل سو روان

چې د کابل په خوړو او اب وهوا وباسو ارمان

په میدان کې راته منتظر وه ټوله دوستان

ښځې ، لویان ، د ګمرک مامورین او پنډیان

 هر یوه خپل لورته  د بکسو په کشولوکشولو

په دې  چې هر یو سوغات غواړي  نه پوهیدلو

 یوه شپه مو لا خوند نه وه اخیستی د ا ب و هوا

 په سباټوله  نس او خوله سو   وي دي  ډیره حیا

 په شخصی روغتون کې یې بستر کړو یو کتار 

ډاکټر ویل هر یو چي راسي ددې ځایه ځي  بیمار

 پام چي بهر ونه وځي اوتنفس نه کړئ  دکابل هوا

په اوبو يې لاس و مخ پری نه ولی پسله دی بیا

پام چي ونه خورئ غوښه، کترې  اوګنډنه

چکه ،مستی ، اوبه او نه  هم میوه او سالاته

یوه اونۍ مو تیره کړه هلته په سیروم او شوله

 د هر شی په لیدو مو حیا دی وی  خوا ګرځیده

 بیرته په ارمان ولاړوله روغتونه سیده لندن ته

دوستان مو راغله په  روغتون کې دیدن  ته

 ټولو اغوستی سپینی چپنې دسکشی او ماسکونه

لکه د اوبا دنا درملو ناروغانو چي کوی پوښتنه

چې بیرته راغلو کور ته شکر  مووکړ د سبحان

 نور مو هیر کړ د وچو بینډیو اوچکی داستان

اوس  دعا کوو  دکابل اب و هواته پر دسترخوان

کاشکی  دداړه مارو هډه نه وای ارګ او  پارلمان

***

اې مهاجرو شکر کوی او څه هم سکاسه

مه وهی په دسترخوان باندی کاسه په کاسه

یاد کړی خوار وطندار،مه کوئ ډیر اصراف

له امریکا زده کړی له فلسطین لپاره انصاف

مه غواړه  له داړه مارو  ابادی  او عدالت

چې تورن اسمعیل ته بیا بیا ورکوی وزارت

تاوده ساړه؟!

کله چي د  امریکا سره وسوه هغه دوکه

ځوانانو په ږیروټکه واچوله ایکه  ایکه

په وطن کې هم د ږیرو راغی دیفلاسیون

ان ځینو سپین ږیرو  وخرېیله  ږیره غلچکه

د غرب د افعی مار د نېښ له ویرې

ږیره کیدای سول سي لامل دتهلکه

که بند سي دلته لو ږیری په کومه لمکه 

بیا یې مفتی حسابولی نسی تړسکه

هغه وخت له ډاره  ډیر مخونه سوه ښوی

له هغه وروسته  ږیره سوه لکه لوبتکه

اوس کله نه وي کله اوږده سي  یو متره

ځوانانو نور بس کړی  داکارونه بې نمکه

ځینې ځوانان دومره افراط کوي دلته

هر چاته مالومیږي د اسلام سره کوي دوکه

کله لکه  چچونه سي د ځینو ځوانانو ږیرې

په رسنیو کې هغه دم جوړه کړې چوک چوکه

ځوانانو  له اسلام سره  مه کوئ شلکه

دا ببل ږیره  اسلام ته څه لري ووایه ګټه

***

ځینو انجنو مخونه داسی وي پټ کړي

چې نه مالومیږي انسان دی که شیشکه

مخ پټ  توري دستکلې او توري اینکې

په بازار کي کرار کرار  رهي وي ټکه ټکه

 دې پټو مخونو هم جوړه کړې  ډنډوره

 وايي تر دې خیمې لاندې پټیږي چورچکه

ایا داسې کړه دی   یومسلمان ته  ضرور

 چي اسلام ته د هغه ورسیږي د غم څړیکه

***

لوږیره اومخ پټول سوې دلته یوه درنامه

هر ورځ يې له رسنیو پورته کیږي  خړوسکه

دغرب  پروپاګند داچینجی کړی سمساره

په مسلمانانو يي سره تبۍ کړې ځمکه

دا کارونه پریږده  ځوانه علم زده کړه

که غواړی نه کړی  خپل دین کاوکه

 

***

ځینې انجونی اغوندی  تورې چپنې

ورسره ځان سینګار وی لکه ننځکه

د ځینو  چپنې داسې زري ګنډل سوی

ته چي وایی هغه ده دسرکس  لوڅکه

څه کارونه چي نه کیږي  د اسلام په نامه

هرچاد ځان په ګټه جوړه کړی ترې تلکه

په هر ځای کې چي اوسیږی لکه هغوسه

که غواړی چي نسي درته  ماغزه تاریکه

 افغانه ځوانه دا د نورو پېښې پریږده

مه شاربه د هغو په امر دافراط غړکه

ولي په خپل افراط مسلمانان  ځوروې

په هغو تنګه وې دا پراخه اړته  مځکه

 په  دې کړو مه  ډنګوه د  غرب نغارې

ماته کړه ځوانه  دا د خبرو ډکه  جینجړکه

لویه  ږیره  نه لري  د لوړ شخصیت مانا

ښه کړه د انسان د شخصیت ده الباشکه

د افراط په ډبره مه تیره کوه د دښمن خنجر

  په  هرکونج کې به بله کړی درته  غورځکه

چې دا کارونه کوې ولي راځي ختیځ ته

  یواسلامی هیوادو ته ولاړ سه ډنګرکه

په ډیرو پيسو او زیار راغلي یې دلته

 ولی ځان اوبل   خراب وی  په خرتیزکه

 

الباشکه ( نمونه)، تهلکه( بربادی)،تړیسکه( عذاب او اذیت)، شلخورکه (سمساره)،شلکه(ناراستی )، ،لوبتکه(دلوبو شی )، چوک چوکه(اوازه)، چورچکه ( بدماش)، خر تیزکه( خرمستی)،لوڅکه( ننځکه)، خړوسکه ( بد بوی)، شیشکه ( بلا)، غورځکه ( لمبه)،

تاوده ساړه؟!

کله چي د  امریکا سره وسوه هغه دوکه

ځوانانو په ږیروټکه واچوله ایکه  ایکه

په وطن کې هم د ږیرو راغی دیفلاسیون

ان ځینو سپین ږیرو  وخرېیله  ږیره غلچکه

د غرب د افعی مار د نېښ له ویرې

ږیره کیدای سول سي لامل دتهلکه

که بند سي دلته لو ږیری په کومه لمکه 

بیا یې مفتی حسابولی نسی تړسکه

هغه وخت له ډاره  ډیر مخونه سوه ښوی

له هغه وروسته  ږیره سوه لکه لوبتکه

اوس کله نه وي کله اوږده سي  یو متره

ځوانانو نور بس کړی  داکارونه بې نمکه

ځینې ځوانان دومره افراط کوي دلته

هر چاته مالومیږي د اسلام سره کوي دوکه

کله لکه  چچونه سي د ځینو ځوانانو ږیرې

په رسنیو کې هغه دم جوړه کړې چوک چوکه

ځوانانو  له اسلام سره  مه کوئ شلکه

دا ببل ږیره  اسلام ته څه لري ووایه ګټه

***

ځینو انجنو مخونه داسی وي پټ کړي

چې نه مالومیږي انسان دی که شیشکه

مخ پټ  توري دستکلې او توري اینکې

په بازار کي کرار کرار  رهي وي ټکه ټکه

 دې پټو مخونو هم جوړه کړې  ډنډوره

 وايي تر دې خیمې لاندې پټیږي چورچکه

ایا داسې کړه دی   یومسلمان ته  ضرور

 چي اسلام ته د هغه ورسیږي د غم څړیکه

***

لوږیره اومخ پټول سوې دلته یوه درنامه

هر ورځ يې له رسنیو پورته کیږي  خړوسکه

دغرب  پروپاګند داچینجی کړی سمساره

په مسلمانانو يي سره تبۍ کړې ځمکه

دا کارونه پریږده  ځوانه علم زده کړه

که غواړی نه کړی  خپل دین کاوکه

***

ځینې انجونی اغوندی  تورې چپنې

ورسره ځان سینګار وی لکه ننځکه

د ځینو  چپنې داسې زري ګنډل سوی

ته چي وایی هغه ده دسرکس  لوڅکه

څه کارونه چي نه کیږي  د اسلام په نامه

هرچاد ځان په ګټه جوړه کړی ترې تلکه

په هر ځای کې چي اوسیږی لکه هغوسه

که غواړی چي نسي درته  ماغزه تاریکه

 افغانه ځوانه دا د نورو پېښې پریږده

مه شاربه د هغو په امر دافراط غړکه

ولي په خپل افراط مسلمانان  ځوروې

په هغو تنګه وې دا پراخه اړته  مځکه

 په  دې کړو مه  ډنګوه د  غرب نغارې

ماته کړه ځوانه  دا د خبرو ډکه  جینجړکه

لویه  ږیره  نه لري  د لوړ شخصیت مانا

ښه کړه د انسان د شخصیت ده الباشکه

د افراط په ډبره مه تیره کوه د دښمن خنجر

  په  هرکونج کې به بله کړی درته  غورځکه

چې دا کارونه کوې ولي راځي ختیځ ته

  یواسلامی هیوادو ته ولاړ سه ډنګرکه

په ډیرو پيسو او زیار راغلي یې دلته

 ولی ځان اوبل   خراب وی  په خرتیزکه

الباشکه ( نمونه)، تهلکه( بربادی)،تړیسکه( عذاب او اذیت)، شلخورکه (سمساره)،شلکه(ناراستی )، ،لوبتکه(دلوبو شی )، چوک چوکه(اوازه)، چورچکه ( بدماش)، خر تیزکه( خرمستی)،لوڅکه( ننځکه)، خړوسکه ( بد بوی)، شیشکه ( بلا)، غورځکه ( لمبه)،

طنز

رښتیا ښه دی که درواغ ؟!

یو دوکاندار و رښتیا ویونکی

مال يې نه درلود پیریدونکی

په شاتو يې لیکی وه  سل په سلو کې بوره

په شیدویې وه پنځوس په سلو کې نشایسته

په غوړو يې لیکلی وه شل په سلو کې لري پټاټې

د وچو رومیانو سره ګډي دي دخښتو ټوټې

جلغوزی ټولو دی  د پروسږ کال زړې

انځر رنځ  اچوی درته  هرومرودنس او خولې

دنخودو سره  نیم ګډ دي کورک

غوزان لس کلن زاړه دي سنګګ

صابون نه کوی   د څاه په اوبو کف

دشپې  اوړوته موږکان ولاړ وی  په صف

وریجي بې ویه  دی او لري میده

ماش پوچک دی ډک دي او واړه

دا دټولو دوکانو مال یوشی دی

که څه بوره  نخود او بل شی دی

 این امانت  چند روز نزد  ماست

 درحقیقت مالک هر شی خداست

***

په هغوچور وي چي وايي درواغ

هغه چې کوتره پلوري په بیه د زاغ

وروره مه ختا وځه دقصاب په وینا

چې وايي پدرم نر است په خدا

په درواغو چلیږي د دنیا بازار

  درواغ  اوچل لري ډیر خریدار

***

دلته دزرکې او ټپوس دغوښي نسته توپير

 وايي ټپوس ښه دی تر زرکې هر یو بې ضمیر

په خوند کې  یو دی   توره اوڅکه او خزدکه

 دلته دووس دغلباز ډیر قدر لري تر سادکه

 اوس ځیناور لاپوهیږي  په  بوچغړی او مالیار

 زموږسادګان لاتر اوسه بوچغړی ګڼي واکدار

**

بس کړی اې  دلالانو نور مه وایاست درواغ

په دې درواغو مو کړ لا خپل شیطان چاغ

 یو وزیر ویل  دلته د پردو سته لاس منډون

دهر خوا لوغړن لاس وهي د وطن په لړمون

پردو دلته بی ناموسان کړی ضد د پښتون

زموږ دبوسو په خوسیانو شیدی کوی بیلتون

 موږ د واک خاوندان یو ټوله  نرښځیان

له قانونه مو  جوړکړی د سازو دوکان

ډیر بې ناموسان مو په غبن کړی  وکیلان

چي په میلمستیا او پاکټونو پلوري  ایمان

 خدای دی له موږه خلاص کړي دا هیواد

موږ د ځان په ګټه دا وطن کړ ټوله برباد

موږ بی وجدانه توره  شپه بولو سپېده داغ

د دیموکراسی په پرتوګ پټوو دکوناټي داغ

***

 چا ویل په دې  بڼ کې هیڅ ځوز نسته بې ګله

په دې دښته کې نه پیدا کیږي بل شی بې  حنظله

شکر پیدا سو یو رښتنی یو تجار ، یو سیاستمدار

خو تجار  تاوانی  سو  وزیربهر وتښتید له ډار

سادکه( ایماندار) ، بوچغړی( د ځیناورو د ویرولو دپاره له ټوکره جوړسوی سړی ته وايي چې  پرکښت يې لوړ دروي)

-
بېرته شاته