(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دار ته می بیائی ،ارمانـــونه لاري نه بدلوی
لکه د وخت چی ستــــــمونه لاري نـــه بدلوی


سترګي می ووتي په تیرو پسی ډیر ژړیــږم
شکر خواږه، خواږه دردونه لاري نـه بـدلوی


غمژن،غمژن مو بیا د کلي مازیګر ښکاریدو
ماښام ماتم کړي چې مرګونه لاري نه بدلوی


دنړۍ هر سر ته چی رسم نوستا یادمي مل وی
پښتنې میــنې ستا یادونــه لاري نه بــدلــوی


د ژوند سفر راباندی بوج وی بې دیــار له غمه
‎‎ارمان سلګۍ شي همتونه لاري نه بـــدلـوی


تر څــو به ګرځم د پردی وطن پردو کوڅوکې
ژاړه
عــزیـــزه تــقــدیرونه لاري نه بــدلــوی

۲۳/۱۲/۲۰۱۱
الوتکه،  ډوسلدورف ـ اوسلو
Aziz Sarshar

 

-
بېرته شاته