(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اداری مساله جات

طنز

د ریاست  له څو نومانده  سره دخبریال وه  جلسه

پوښتل یې ولي  غواړئ دا  اعلان سوېپټاسه؟

یوویل ما چې  داڅه مده ګټه  د مدیریت ولیده

د ریاست  مقام ګټې ته  مې  کولمه سوه اپنډکسه

بل ویل  ما ته وايي ټوله  زمابنډاریان دوستان

زما ټوخی یوساندی د رییسانو سره په خړسه

بل ویل زښت ډیر وخت تیرومزه په مکان کي

نو همدا زماصفت دی زما د نوماندی  توسه

بل ویل زه هم  غواړم په دوبی کې  یوه بنګله

ما  هم قسم کړی چې خیانت وکړم تر بسه

بل ویل شکرزماهم غټ دی د بوټو لمبرونه

لکه نوروزما هم قانوني حق دی دا تلوسه

یوړوند ویل زه هم لرم  لکه بینا شکمبه

دا  ټوله بینا یان راته ایسې خورا  بې وسه

یو بوډا ویل ما اوریدلي دی چي  دی چور

د ځوانی شوق پوره کوم په دې خوله کنډاسه

په ټولو کې یووی ته خوله مسلکی مالومیده

ویل  یې زما خولې ته  جوړه ده دا سمبوسه

ویل  هغه څوک به دلته رییس سي، پياده

چې ورکرې دکمیسون مشر ته د لبانو یوه بوسه

ټولو پهوراني  پرشونډانو تیره کړه    ژبه

څو قی وواهه د  څو مخونه  ژیړسوه له چوسه

څه خوله اولمن سوه څه  پرېوته بې حسه

ړوند ویل زه یاغی  نه یم  منم  ټوله پروسه

یو نارې کړه هره څوکۍ  خپله بیه لري او اجاره

هغه رییس دي چې معامله کوی په نغده پیسه

یو کارمن ویل داسی نه ده مشر هم دی چو کره

د هغه  په کارو کې ډیره له نوروده سمه بلوسه

یا یو دود له زړه کش کړئ له چپن آغا  سره

یا د سوټ پزې  پښوته حلال کړی یوتور پسه

د ټاکنو په اوتو بوتو مه ختاوځئ شوده ګانو

د  دې نظام بنیاد ایښول سوی دی بې اودسه

دلته ټوله تقررکیږي د پیریانو په اشاره

مشرموورته دوه لاسه سلام اچوي له پاسه

خیرن توردیبان  دي تر پردې شا ته ولاړ

د اصلاحاتو مشر  يې د خیروپاکولو دهکیسه

لنډه داچې ړوند سو په  ټولو کې رییس

مشر ویل هغه ښه زده دهسیاسی هندسه

دا د کښتو مقامو د شفافیت   ده کیسه

د پورتو مقامو له چا مه کوه بلکل ګېله ګونسه

ځان مه شرموه په دې سرو زرغونو  امتحانو

چي نه لرې مربي او یې  بي کسه او بې بسه

اوبه خړې دي اې وروره د ارګ له  پاسه

له  کنره  داوبو په صافولو مه کوه بروسه

په خپل ځای ناست  اوسه لکه بت برنجي

دلته شیخ حدیثان غلاته پراته دی هړیسه

ټول نکټايي تړونکي نه دي پروفیسران

خرکاران یې لکه پرتوګاښ  تړی بې وسواسه

دا دمرداریوخړوسکېبه ورکين سي په پف

چې د هیضه مشرانوبندهنسيد ا خړوسه

چې ورته ووايي د ولس نارې دی چغې او بغارې

بزرګانوته خندا ورځي په  دې کومیدی  ګنګوسه

هغه وخت رسنې سي ببرياو عاجل سي خبرونه

چې  د یوسیاسی ګرینګنسی د زکامعطسه

د مشرانو دیو غوږ ننوځي له بله ژرراوځي دا

دخالي ککريو  بازار دی ان نسته یوماغزه دپسه

قارون  او فرعون تر هغه حق ته تسلیم نسوه

چې یویې خاورو دننه کړ اوبل اوبه کړ د پاسه

هغه وخت به دلته  کار اهل کار ته ورسیږي

چي ولس  دا  مشران په ګوتو کړی  الغاسه

کنډاسه( بی غاښه).تربسه ( تر وسه)،بلوسه ( مداخله)، تلوسه ( شوق)،الغاسه (  وارختا، دکومی پېښې څخه  پریشان کیدل )، توسه ( علت)، ګېله ګونسه ( ګېله)، بی بسه(بی وسه) ،سکاسه ( قناعت)،هړیسه( خوړین)، خړوسه(وږمه و بوی)،خړسه( دتندر ږغ)،پاس دپاسه ( له لیری لیری)

 

 

-
بېرته شاته