(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اوس چې دې سترګو ته د زړه د درد قیصه نه کیږي
هم مې ترې زړه نه کیږي هم مې ورته زړه نه کیږي
ماته په دې کې څه ګناه ده اشنا ته اووایه
چې له سپین مخه دې د تور زړه اندازه نه کیږي
زما د کور څوکیدار موړ دی او زه وږی یمه
نوره مې خدایګو په دې کور کې ګوزاره نه کیږي
محبوبې بیا په وطن جنګ دی ایجازه راکوه
اوس رانه ستا د وربل سیوري ته دمه نه کیږي
ګور ځنګلونه ډک سیندونه معدني کانونه
مونږ ترې محروم یو ګنې دې خاوره کې څه نه کیږي
د خپل کلتور څلي ته ځکه عندلیب وژړل
جرګه مار ډیر دي په دې قام کې خو جرګه نه کیږي

غزل
ما وې زما خمار خبرې کوي
چا به وييل چنار خبرې کوي
اوس راته پاڼې د ګل وغږيدې
اوس راته هر مزار خبرې کوي
په درد کې خوند لټوي غم ښکلوي
دغه سړی د کار خبرې کوي
ياد راته بيا سکروټې وشيندلې
باد راته بيا د يار خبرې کوي
دلته دې دم دورهه اثر نه کوي
دلته پاړو ته مار خبرې کوي
دې ښاري سيوری د نښتر ونيوه
دا غرسنی د ښار خبرې کوي
د خپل بې روحه مجلسي نه قربان
په نيمه شپه ستار خبرې کوي
سر راته بيا د قام تصوير نيولی
زړه راته بيا د دار خبرې کوي
وس به دې راز ته وايه څوک واي راز
چې
عندليب په جار خبرې کوي

-
بېرته شاته