(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

زموږتاغ سترګي بزرګان

په دنیا کې تردیموکراسي نسته لوړ درواغ

دادغرب دسیاست دی یو دلخواه چناغ

په دیموکراسي  هر چیري خلک ختاباسي

له رسنیو پورته کیږی   دد یموکراسي واغ واغ

ددیموکراسی په نامه درته  راولي یومشر

چې ددوی غوږو تر منځ يي نه وی دماغ

چې هیڅ چا ته  ویلی نسي په پزه دی مچ دی

په سپينه ، سپینه کوتر ه ورته ایسی تور وراغ

 په دې پلمه  هلته دښمنان خپل اسان ځغلوي

هیڅ پردي بل چیري جوړکړی نه دی تر اوسه باغ

د وزارت  اوپارلمان څوکي به بښل اوارثي کیږی

 هغه چې په یوه پښه ولاړ پردوته  وی خر دماغ

څوک وايي زموږ د بزرګانو پښې نه دی ګردی

وګوره څرنګه هرې خواته لغړی دی چارماغ

ملګری ملیتونه نسته وروره ټوله امریکا ده

دبشر په ګټه نه  دی دا سپين رنګ سوی زاغ

ددیموکراسی په نامه  تر پښو لاندې کیږی عدالت

د عدالت غوښتل دخر ترلکۍ لاندې  دی زماغ

دا رنګارنګ پوپک لرونکی ګوندونه او ډلې

هر یو په  هنګا خپل ځان ته جوړوي د سبا کوناغ

د دیموکراسی په کیسه ځان مه شړوه وروره

تر اوسه په کیسه تور سپين سوی نه دی کاغ

لویدیځ هیڅ شی بیله دې  تشي کلمې نه لري

داکلمه ده د ختیځوالو ده سبب دفخر او  ناغ

زموږ له بهر راغلی  ممیز هر یو لکۍ لري

دهغو لکۍ لرونکی  ځي راځي په کلماغ

په دیموکراسی  ویلو دنیا سوه ګډه وډه

 ددنیاټول ډنګران يي کړه بې خیرته چاغ

چې مشران دی خپل نه وی پردي وي

د پښتون زړه به  تل  وی له  دښمنه سولاغ

دلته هر ورځ سیاسی ودونه او طلاقونه کیږي

دا ټوله ولس ختا باسی دکارغانو په کاغ کاغ

یو دی ډله ډله  وژني بل دي  په بولو لمبوي

بل د قران په سوځولو د عیسویت کوي ابلاغ

موږ اوس په دی دیموکراسی سر خلاص سو

دکوتری پر ځای یې راوستی دی بڼ ته زاغ

لا يي زړه یخ نه سو په دا سوځولو او ورانولو

 زنګ اباد ته يي ورکړ بل د زړه ناسور داغ

 ټولو ناری کړی دا کار دی ویش دیو  خوار لیونی

په څو ښځو و ډنګرو ماشومانو یې زړه سو باغ باغ

بزرګانو ویل دا دد ښمن دی پرتي او اوازی

دسولی  کوتر ی یوازی د دښمن پسې ګرځوی چراغ

خدایه دا وطن خو تاپه دنیا باغ عدن کړی و

د چا سترګو نظر کړ چي سو  د خرو کوچ لاغ

 دا خو خوړ سیند و د ازادو رنګارنګ کبانو

کوم شیطان راوست  دا بې پته شین ټاغ

کوناغ( کتغ)،ناغ ( کبر)،خردماغ( کم عقل)،کلماغ(په ناز او ادا تلل)،زماغ ( نوشادر)،چارماغ ( چارمغز)، واغ واغ(لاپي یا چیغی  وهل ) ، ، ، کاغ ( کاغی)، تاغ سترګی( دچا سترګی چي بوټی بوټي راوتلي  وي) ، وراغ( کارغه) ، شین ټاغ( کب خوړونکی)، کوچلاغ ( طویله)

 

د پنیرو کولچه

یو پشکي تللی و عسکري ته

دمور وطن چوپړاو سربازي ته

د جنګ په اړودوړکې سو ټپي

ترنامه لاندې یې پرې سو خصوصي

له ترخیص وروسته  راغلی کاله ته

موریې دوستان راټول کړه واده ته

هلک ځان دیخوا هاخوا کاوه

مګرمور یي دا انکار کله مانه

اخیریې وغوښتله   ورته یوه جنۍ

هغه نه پوهیده څه وکړی له غمجنۍ

پيدا یي کړ د ماشوم د شیدو چوشک

تر هغه یې کاروی چې پرې وسو شک

اخیر وتښيد هندوستان ته له شرمه

هلته به تجارت اخته و له ډیره غمه

نهه میاشتی وروسته ورته راغلی خبر

چي میرمن یې ده به زیږنتون کې بستر

هغه ډیر شکی سو په خپله ارتینه

ډیر سو د هغې په دې ناروا کړو خپه

له بازاره يې رانیوله یو جوهرداره چاړه

چې وکړي د حراموني او موریې چاره

زیږنتون ته ورغلی  له  خنجر سره

لومړی ولید په  زانګو کې حرامزاده

خنجر یې ونیوی په لاس کې تیار

چي دهغه په لیده پر وکړې ګذار

په زانګو کي پرو ت  ویوه کولچه  پنیر

د هغه په لیدو سو هم خوشاله هم زهیر

خنجر یې پورته کړ، پرې يې کړه یوه ټوټه

ویل رښتیا چې نه دی دا حرامزاده

***

موږ ته د خپلو بزرګانو  ده  راپېښه

هر یو يې اخیر کوي  له وطنه تېښته

چې تر څو ونه ویني  خپله کولچه پنیر

په شک کې دي د ولس د خبرو په   تدبیر

 

دماما غواګی
دې د اور بڅرکي دولت دولس نفس ویست ټس
لسه کاله یې په مه کوه مه کوه کړه  تس نس
بیله  د اتل له طوافه یې بل څه ونه کړه
ځکه د اتل بې نومه يي  ماتیدی اودس
په ډیروطوافو  یې بوټ دهوږې پوستکی سو
چې د څټمخی له قبر ه یې جوړ کړ بیت المقدس
 
میلیونو  ملیونونه یې په سوله ولګوله
ترې جوړه  یې نه کړه تر اخیره شپاړس
له دوکاندار سر ه  یې جوړکړ لین دین
ول نه پوهیدو د طالب جان په ادرس
تورکارغان  یې کړه  د سولې کوترې
هغوی چې ضد وه  د دې کلیمې داقدس
دې په نوم مسلمانانو سوله وغولوله
سولې ته يې واچوی پيچ او خوږ دنس
 
دخاکي مداري هیڅ چم پاته نسو دلته
 هره نخښه  يې عملی کړه د زوړمنهدس
په زرهاوو پښتانه  يې جنتیان کړه
چې ورنه ونه  ویني دوزخیان خوږ د نس
 جاسوس کیدل یولوی دولتي مقام سو
دولت ته پيدا کړ دې مقام لوړ تقدس
له ټانټستانو يې ناپیلیونان جوړ کړي
شودګان  يې کړل استادان د اقلیدس
زلندان یې ټوله  ددولس پر اوږو سپاره کړه
دهغو د لنګر لاندې د خوارانو دی ټس ټس
 
د داسې ګردي پښو پسې کاروان رهی دی
 لغته یې زده نه ده یوازې کارچلوي په  تس
په وطن کې  بې عدالتي بوغارې وهي
دراکولاو ولس ګونګی  کړی اوبې وس
ماران   یې د وژولو پرځای په چپنه کې ساتلی
 ولس د هغو د چیچولو اوری هر ګړی پوښس
 
 دځان په ګټه مداریانو اوبه له سترګو دي وتلي
پارلمان وخت   تیر وي د ظاهر په ټس پس
ټولو بزرګانو خپل  چنګوټیان وسلوال کړه
هغه چي پيدا سوی وه  مور زاده خڼاپس
دوطن سالم بدن يې ټپي کړ دې ټپوسانو
کندو دې شنګورو میږیانو کړ جارو او تس
 
هر یوخپل د خیټې بوغی پړسوي اوډکوي
لکه  ژوره  نه پوهیږي یو هم په نور بس
موښتي دي د وطن په رګونو دماما غواګی
منتظر یو  چي کله به  واورو  د یو یو پړقس
خدای  به دا بدماشان لکه دوړدوړکه کړی ورکه
هغه چي دوطن مستطیل غواړي کړي مسدس
 
خڼاپس( ګرینګن)،ټس پس( فضول)، تس( تش).تس (  دشا ږغ )
ټانټس( بی عقل) ، تسونس( ورک او خواره) تس نس( تیرول، زیانول) ټس ټس(ورووروژړا)
-
بېرته شاته