(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ته لا وړه يې

ته لا وړه يې دژوند بڼ كې غوړېدلې نه يې
ته لا غوټۍ يې لكه ګل ته سپړېدلې نه يې
ته لا تر څو د مينې ټال كې زنګېدلې نه يې
ته لا د مور له پستې غېږې بېله شوې نه يې
اى په ما ګرانې زما غېږ كې خوبوړې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې
***
ته به هم لويه شې زما د احترام په خاطر
شې به ملاله په مېړانه مې د قام په خاطر
ته به هم لوړه كړې زما د عظمتونو شمله
زما د واړه پښتون قوم د ولسونو شمله
ته چې هر وخت دخپل حيا څادر په سر ګرځوې
په ستر ګو سترګوكې دقام دغه نظر ګرځوې
شمله مې لوړه شي په قوم كې نازولې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې
***
ته په واړه فكر اوس هم لويه د نيا جوړوې
كړې د ګوډيانو ښادي جوړه (( ناوې شاه )) جوړوې
ته په واړه فكر زما رسم رواج پسې ځې
د ماشومتوب له پاچاهۍ نه تخت او تاج پسې ځې
همزولې ټولې كړې په منځ كې ترې دوه قامه جوړ كړې
يو د هلك بل د جلۍ له احترامه جوړ كړې
اى په ماشوم فكر كې سترې نومه وړې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې
***
ته به هم جوړه (( زرغونه )) شې (( احمد شاه )) به راوړې
د پښتون قوم تورو تيارو ته دا رڼا به راوړې
ته به هم وروزې بچي د لوړ همت لپاره
د پاكې خاورې ازادۍ او د غېرت لپاره
ستا بچي هم به د (( صابرملنګ )) دېرې ته لاړ شي
د (( غنم وږى )) به يې بيا هسكې شملې ته لاړ شي
ته يې له موره دې غيرت ته پيدا شوې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې
***
ته به هم لويه شې د چا د زړه دنيا به وېسې
د چا له سترګو ځنې خوب د دچا خندا به وېسې
ته به هم وګورې د ژوند دا تكه توره تخته
د سپينو اوښو تباشير باندې به دا نوشته
چې دا ژوندون يو بوړ بوكۍ ده لكه باد الوځي
چې درم ساعت كې د چا ذهن نه ستا ياد الوځي
زما د خيال درانه زانګو كې زنګېدلې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې
***
ته به هم ګوره بل مشال دچا دكور شې لورې
پوه به دژوند په معنىٰ ګانو لور په لور شې لورې
دا نصيحت به لږ په غوږ د رنځور پلار واخلې
ته هڅې نه چې د يو بل مظلوم ازار واخلې
دا چې كومه زه
نظير قريشي ستا پالنه
ته به كوې په محبت د دې دنيا پالنه
ته به خايست د لر او بر شې نوموړې لورې
ته په سلګو او په ژړا شوې څومره ستړې لورې

 
نظير الحق قريشي
Nazirulhaq Quraishi
-
بېرته شاته