(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون زوی د بابا يم ولاړ يم په مېدان

پښتون زوی د بابا يم ولاړ يم په مېدان مزبوته ملاتړلې په لار د قوميت کې به خپل ځان کړمه قربان ما سر په لاس نيولی په لار د قوميت کې يمه تير تر مال و سر دا رسم د پښتون دی په دغه لار که مړشم دغه مرګ ګڼم بهتر آزاد زمونږ ژوندون دی تمام پښتانه يو دي که په سمه دي که غر پخوانه دا تړون دی وطن زمونږ ناموس دی په ناموس وژنو خپل ځان ماځان په مرګ شمېرلی ماسر په لاس نيولی دخپل قوم نه په يې نثار کړم دقام د سر خيرات يم په نم د خپلو وينو به دا خپل وطن ګلزار کړم يو موټی د زکات يم بد خواه د خپل ملت به په بلا کې ګرفتار کړم له تندر ځنی زيات يم زما په نارينتوب باندی قايل دی ټول جهان اثبات ته دسېدلی دازه هغه پښتون يم چې مې کسب شجاعت دی شربت د آزادۍ باندې بدن زما صحت دی په هر ميدان کې بريم زما د توری برېښ چې چا ليدلی په چشمان پخپله يې ځان سيزلی هست شوی او لوی شوی يم په دار کې د اسلام په شرعه برابر يم نه ځم دبل قانون پسې نه يم د بل غلام د پلار نيکه پسر يم آئينه دي مخ ته و نيسه لږ ځان ته وکړه پام له اصله دې خبر يم د بل لاس لاندې زوړ شوی غولوې مسلمانان استاد مې ستا ليدلی اسونه نال کېدل چينډخ ته و درېده دا خيال نال بنده ما هم نال که نال بند ورته ويل ته داسونو نه يې سيال کم بخته ځان سمبال که که څوک بې تجربې وي د چينډخې په مثال ضرور به ځان پا يمال که آخر به په تبۍ ورله مخ تور کړي ملنګ جان دا خوب يې دی ليدلی

د ارواښاد ملنګ جان په هکله ويب پاڼه

Malangjan prominent patriotic poet -
بېرته شاته